افغانستان کې پټ ښوونځي، د نجونو په زده کړو د بندیز خلاف د مقاومت یوه بڼه
افغانستانپاکستان

افغانستان کې پټ ښوونځي، د نجونو په زده کړو د بندیز خلاف د مقاومت یوه بڼه

FF

Farooq Firaq

reporter

نړیوال مطبوعات وایي په افغانستان کې د طالبانو له خوا له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو د بندیز له امله په یو شمیر سیمو کې نجونو په پټو ښوونځیو کې د خپلو زده کړو لړۍ دوامداره ساتلې ده تر څو د زده کړو بې برخې پاتې نه شي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت  د ۲۰۲۲م کال له مارچ راهیسې د نجونو پر ثانوي زده کړو بندیز لګولی او تر اوسه یې د دې بندیز د پای ته رسېدو لپاره مشخصه نېټه نه ده اعلان کړې.

د ملګرو ملتونو د ښوونې، ساینس او کلتور سازمان، یونسکو، او د ماشومانو د ملاتړ ادارې، یونیسف، په وروستیو راپورونو کې ویلي چې په افغانستان کې شاوخوا ۲.۴ تر ۲.۶ میلیون نجونې له ثانوي زده کړو بې برخې دي.

افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې او ښځې پکې په رسمي ډول له ثانوي او لوړو زده کړو نه محرومه دي.

په پټو خونو کې د درسونو دوام

نیویارک ټایمز پخپل یو تازه رپورټ کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د هغو پټو ښوونځیو او ټولګیو په اړه جزیات خپاره کړي چې د طالبانو د بندیزونو سربېره لا هم فعالیت کوي.

د دغه راپور له مخې، خبریالې الیانو پیلټیر له ۵۰ څخه زیاتو زده‌ کوونکو، ښوونکو، والدینو او د نجونو د زده کړو له ملاتړو سره خبرې کړې دي.

راپور وايي چې دغه ټولګي په شخصي کورونو، د لومړنیو ښوونځیو په پټو خونو او نورو خوندي ځایونو کې جوړ شوي دي.

د دې ټولګیو زده‌ کوونکې د څرګندیدو له ویرې احتیاطي لارې هم کاروي. د نیویارک ټایمز په وینا، ځینې نجونې خپلې د تګ راتګ لارې بدلوي، په ډلو کې نه ګرځي او خپل کتابونه پټ ساتي.

د رپورټ له مخې په یوه موقعه د فزیک د ازموینې یا امتحان  پر مهال د یوه پټ ښوونځي مدیر ۱۴ نجونې په یوه خونه کې دننه کړې او دروازه یې ورپسې تړلې وه، څو د طالبانو له خوا د هغوی د موندل کېدو مخه ونیسي.

ریاضي، ساینس او انګلش په پټه

په دغو پټو ټولګیو کې د سیمې او ښوونځي له امکاناتو سره سم بېلابېل مضامین تدریسېږي.

د راپورونو له مخې، ریاضي، ساینس، انګلش او ادبیات د دغو ټولګیو له مهمو مضامینو څخه دي. په ځینو ځایونو کې د امنیتي اندېښنو له امله دیني مضامین هم ورسره یوځای کېږي.

د IBTimes او ځینو نورو رسنیو د راپورونو له مخې، د نجونو د زده کړو لپاره جوړې شوې غیررسمي شبکې په یو شمېر جنوبي ولایتونو کې سلګونو نجونو ته د زده کړې زمینه برابروي.

د دغو راپورونو له مخې، د پوهنه فنډ په نوم یوه شبکه شاوخوا زر نجونې روزي، په داسې حال کې چې نور بنسټونه او شبکې هم د سلګونو نورو نجونو د زده کړو ملاتړ کوي.

ځینې کورنۍ هڅه کوي چې خپلې لوڼه لږ تر لږه د لومړنیو زده کړو تر کچې په رسمي ښوونځي کې وساتي.

 د راپورونو له مخې، ځینې نجونې حتی په قصدي توګه په شپږم ټولګي کې پاتې کېږي، څو د ښوونځي له چاپېریال څخه بهر نه شي او د زده کړو د دوام لپاره ورته لاره پاتې شي.

طالبان څه وایي ؟

طالب چارواکي وايي چې د نجونو د زده کړو موضوع لا هم د دوی د حکومت تر بحث او څېړنې لاندې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح‌ الله مجاهد د آریانا نیوز او نورو رسنیو سره په وروستیو مرکو کې ویلي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو موضوع د حل لپاره تر څېړنې لاندې ده.

مجاهد ویلي چې دا موضوع دیني او شرعي اړخ لري او د طالبانو حکومت هڅه کوي داسې شرایط برابر کړي چې د دوی په وینا له اسلامي اصولو سره برابر وي.

طالب چارواکي د نجونو پر زده کړو اوسنی بندیز «مؤقت» بولي او وايي چې د «اسلامي چاپېریال» له برابرېدو وروسته به ښوونځي پرانیستل شي خو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو لپاره تر اوسه کوم مشخص مهالویش نه دی وړاندې شوی.

پټ ښوونځي د مقاومت یوه بڼه 

د ښځو د حقونو فعالان او د مدني ټولنې غړي وايي، د پټو ښوونځیو جوړېدل د هغو نجونو او کورنیو د مقاومت یوه بڼه ده چې نه غواړي د طالبانو د بندیز له امله زده کړې پرېږدي.

هیومن رایټس واچ او نورو بشري حقونو سازمانونو په خپلو راپورونو او څرګندونو کې د نجونو پر زده کړو د بندیز دوام غندلی او ویلي یې دي چې دغه محدودیتونه د افغانستان د ښځو او نجونو پر راتلونکي ژور اغېز لري.

یونیسف هم خبرداری ورکړی چې د نجونو پر زده کړو د بندیز دوام به د افغانستان د ښوونې او روغتیا پر سکتورونو جدي اغېز وکړي.

د یونیسف د اټکل له مخې، که وضعیت همداسې دوام وکړي، افغانستان تر ۲۰۳۰ کال پورې د شاوخوا ۲۰ زره ښځینه ښوونکو او ۵۴۰۰ روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ کېدای شي.

ملګرو ملتونو ادارو په وار وار ټینګار کړی چې زده کړه د هر ماشوم اساسي حق دی او غیررسمي یا پټ ښوونځي د رسمي زده کړو دایمي بدیل نه شي کېدای.

د پټو ښوونځیو تر شا لوی خطر

د افغانستان پلازمینه کابل کې یوه اوږده موده په رسنیو کې فعاله پاتې شوې خبریاله چې د طالبانو لخوا په کابل له قبضې وروسته د خپلې کورنۍ سره فرانسې ته تښتیدلې اؤ هلته ژوند کوي اوس هم نه غواړي د خپل شناخت سره افغانستان کې د ښځو په حقونو یا د نجونو په زده کړو خبره وکړي.

د نوم نه ښودلو په شرط دا افغان خبریاله پښتو واشنګټن ته وایي،که څه هم پټ ښوونځي د زرګونو نجونو لپاره د زده کړو د دوام یوه لاره برابروي، خو د دغو ټولګیو فعالیت له خطرونو خالي نه دی.

هغه وایي ښوونکي او زده‌ کوونکي اړ دي چې د طالبانو له ویرې د ټولګیو ځایونه پټ وساتي او د کشف کېدو د مخنیوي لپاره له ځانګړو امنیتي تدابیرو کار واخلي.

هغه وايي چې پټ ښوونځي کولی شي نجونو ته هیله ورکړي، خو دایمي حل نه شي کېدای.

د نوموړې په وینا، د افغانستان د نجونو لپاره اصلي حل دا دی چې رسمي ښوونځي بېرته پرانیستل شي او نجونې وکولای شي په خوندي او منظم ښوونیز چاپېریال کې خپلې زده کړې بشپړې کړي.

د یوه نسل د راتلونکي اندېښنه

د نجونو پر ثانوي زده کړو د بندیز له دوام سره، د افغانستان د یوه بشپړ نسل د راتلونکي په اړه اندېښنې مخ په زیاتېدو دي.

افغان خبریاله وایي هغه نجونې چې نن په پټو خونو کې ریاضي، فزیک، انګلش او ادبیات زده کوي، ښايي سبا ښوونکې، ډاکټرانې، انجینرانې او د ټولنې نور مسلکي غړي شي؛ خو د هغوی د دې راتلونکي لپاره تر ټولو لوی خنډ لا هم د رسمي زده کړو د دروازو تړل دي.

د نیویارک ټایمز، یونسکو، یونیسف، آریانا نیوز، بي‌بي‌سي پښتو، IBTimes او نورو رسنیو او ادارو راپورونه ښيي چې د نجونو د زده کړو موضوع په افغانستان کې لا هم له یوه داسې وضعیت سره مخ ده چې له یوې خوا د بندیز رسمي تګلاره دوام لري او له بلې خوا کورنۍ، ښوونکي او زده‌ کوونکې هڅه کوي چې د زده کړې بهیر په هره ممکنه لاره ژوندی وساتي.

د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د سازمانونو په وینا، پټ ښوونځي د نجونو د زده کړو د حق د ساتلو لپاره مهمه هڅه کېدای شي، خو د میلیونونو نجونو د زده کړو ستونزه یوازې هغه وخت په اساسي ډول حل کېدای شي چې د هغوی لپاره رسمي ښوونیز نظام بېرته پرانیستل شي

خبر لرئ

هره ورځ مهمې کیسې خپل بریښنالیک ته ترلاسه کړئ.

افغانستان کې پټ ښوونځي، د نجونو په زده کړو د بندیز خلاف د