درې ورځنۍ جرګه: د بلوچستان او مرکز حکومت په پښتني سیمو کې د روانو امنیتي او اقتصادي ستونځو ذمه وار دي
په کوټه کې د پښتنو په درې ورځنۍ جرګه کې په پښتونخوا او د بلوچستان په پښتني سیمو کې د امنیت پر خرابوالي ژورې اندېښنې ښکاره شوې دي او له ښارونو د ایف سي ځواک د وتلو غوښتنه پکې شوې ده.
بارکوال میاخېل
reporter
پښتونخوا ملي عوامي ګوند په کوټه ښار کې درې ورځنۍ جرګه وکړه چې تر ډېره پکې خلکو په پښتونخوا او د بلوچستان په پښتني سیمو کې پر خراب امنیت خبرې وکړې او د جرګې په ګډه اعلامیه کې هم د پاکستان له امنیتي ادارو د امن د ټینګښت غوښتنې شوې دي.
دا جرګه «د سوهېلي پښتون خوا د اولسونو پښتانه کام جرګه» تر سرلیک لاندې د ګوند د یو رهبر او د پښتنو د قبایلي مشر نواب محمد ایاز خان جوګیزي په مشرۍ د اګست په 30مه، 31مه او د ستمبر په لومړۍ نېټه وشوه، چې پکې زرګونو خلکو، د قبیلو او ګوندونو مشرانو، دیني عالمانو او محدود شمېر ښځو ګډون کړی وو.
جرګې په درېیمه ورځ د 19 مادو یو پرېکړه لیک خپور کړ، چې پکې ډېرې له امنیت او د لویو لارو له خوندیتوب سره تړلې دي او له دې سره سره په پاکستان کې د قومونو پر برابرۍ، د آیین او جمهوریت پر بشپړې بحالۍ پکې ټینګار شوی دی او د عمران خان، علي وزیر او ماه رنګ بلوڅ په ګډون د ټولو سیاسي بندیانو د خوشي کېدو غوښتنه شوې ده.
د جرګې په اعلامیه کې د پاکستان د 2024م کال عام انتخابات له درغلۍ ډک بلل شوي او وایي د نامنتخب شوي او غیرنماینده پارلمان له کبله په هېواد کې "د تېرو امریتونو طرزِ حکمرانۍ دوام موندلی".
پرېکړه اوسنی د بلوچستان او د مرکز حکومت د روانو امنیتي او اقتصادي ستونځو ذمه وار ګڼي او زیاتوي "د دې له امله هېواد، صوبه او په ځانګړي ډول بلوچستان او خیبر پښتونخوا له ترهګرۍ، ډاکو، لوټمار او پر نړیوالو، ملکي او صوبایي لویو لارو د تګ راتګ له سختو خطرونو سره مخ دي".
که څه هم له تېرو شاوخوا لسو کلونو راهیسې د بلوچستان په ښارونو او پر لویو لارو له پولیسو سره سره ملېشه ځواکونه هم په امنیت ګومارل شوي دي، خو په دې صوبه کې امنیتي پېښې پسې ډېرېږي. د جرګې د پرېکړه لیک په درېیمه ماده کې غوښتنه شوې:
"د سوهېلې پښتونخوا له ټولو ضلعو، لویو لارو او ښارونو څخه دې ایف سي (ملېشه ځواک) سمدستي وایستل شي، په صوبه کې دې سویلین واکمني بحال شي او ټول واکونه دې سویلین چارواکو ته وسپارل شي".
جرګې غوښتنه کړې چې له افغانستان سره له پېړیو راهیسې د خلکو تګ راتګ او له لسو تر دوولسو تاریخي سوداګریزو لارو دې آئیني او قانوني تجارت بیرته بحال شي. د پرېکړه لیک په اتمه ماده کې ویل شوي:
"جرګه د ډیورنډ کرښې په ځانګړي ډول د چمن- سپین بولدک، کدني، پښین، بادیني، قمر الدین کارېز، غلام خان بندر، انګور اډه، تورخم، ناوا پاس باجوړ او نورو لارو د تجارت بندول د پښتنو پر ضد لویه دسیسه او د هغوی اقتصادي ویجاړي ګڼي".
د بلوچستان او د پاکستان مرکزي حکومت د پښتنو د جرګې غوښتنو ته لا تر اوسه څه رسمي جواب نه دی ویلی، خو د پاکستان په مهمو شخصي او سرکاري رسنیو کې دې جرګې ته ځای نه دی ورکړل شوی. د جرګې جوړوونکو تور پورې کړ چې ریاستي ادارو رسنۍ دې جرګې ته لا ځای ورکولو منع کړې وې. پښتو واشنګټن دا تور په ازده توګه نه دی تایید کړی.
د پښتنو درو نورو ملتپالو ګوندونو عوامي نېشنل پارټۍ، پښتونخوا نېشنل عوامي پارټۍ او نېشنل ډیموکرېټک موومنټ په دې جرګه کې ګډون نه وو کړی، دوی له جمعیت علماء اسلام، بلوچستان نېشنل ګوند او نېشنل پارټۍ سره یو ځای له دې جرګې د اګست میاشتې په لومړیو کې لا بایکاټ اعلان کړی وو.
پښتونخوا ملي عوامي ګوند په 2022م کال کې په بنو کې هم دې ته ورته درې ورځنۍ جرګه کړې وه او بیا یې په 2025م کال کې هم د کوټې په ګډون د دې صوبې په پښتني سیمو کې پرله پسې جرګې کړې وې چې مقصد یې پښتنو د ور پېښو ستونځو د ختمېدو لاره لټول وو.
خبر لرئ
هره ورځ مهمې کیسې خپل بریښنالیک ته ترلاسه کړئ.
