ترکیې کې د مکې دفاعي اتحاد غونډه، نړیوال ورته څنګه ګوري؟
پاکستان

ترکیې کې د مکې دفاعي اتحاد غونډه، نړیوال ورته څنګه ګوري؟

FF

Farooq Firaq

reporter

پېښور—د دوشنبې يا ګل په ورځ په استنبول کې د پاکستان، سعودي عرب او ترکیې د مکې ګډ دفاعي تړون (د مکې دفاعي اتحاد) لاندې لومړۍ د لوړې کچې غونډه ترسره شوه. 

دغو درېواړو هېوادونو هوکړه وکړه چې په ریاض کې به یو دایمي سکریټریټ جوړ کړي او لومړی عمومي منشي به يې د پاکستان استازی وي. 

دا تړون وایي چې پر دې دريو کې په هر یوه هېواد وسله‌وال برید وشي دا به پر ټولو برید ګڼل کېږي.

نړیوال مطبوعات ورته څنګه ګوري؟

نړیوالو رسنیو لکه رویټرز، الجزیره، ال مونیتور او ډیلي صباح دا خوځښت د سیمه‌ییز امنیت د جوړښت د بدلون یوه نښه بللې ده.

 الجزیره لیکي چې دا تړون د منځني ختیځ د ناڅرګندتیا په پس منظر کې د درېوو لویو مسلمانو هېوادونو هڅه ده چې خپله دفاع پیاوړې کړي. 

ځینې تحلیلونه دا دفاعي تړون «سمبولیک» بولي ځکه چې تر اوسه ګډ قوماندان یا دایمي ځواک نه لري، خو نور یې د ناتو د پنځمې مادې سره ورته ګڼي.

اسراییلۍ رسنۍ لکه جرusalem پوسټ او JNS ورته په شک سره ګوري او وایي چې دا تړون ممکن پر اسراییل فشار زیات کړي، که څه هم عملي ازموینه یې (لکه د حوثیانو بریدونو ته غبرګون) ضعیف ښکاري.

 هندۍ رسنۍ  ریډیف او آؤټلوک اندیښنه څرګندوي چې دا تړون ممکن د پاکستان لپاره ګټه ولري او هند باید محتاط وي.

د نړيوالو مشرانو غبرګون

دامریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دا تړون «لوی، زړور او مهم لومړی ګام» بللی او ویلي يې دي چې منځنی ختیځ یوځای کېږي او هېوادونه به د ځان څخه په ښه ډول دفاع وکړي.

ایران کې بيا دې تړون ته جلا،جلا غبرګون ښودل شوی دی. 

د ايران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقایی ويلي چې دا د امریکا پر امنیت د باور د کمښت نښه ده او د سیمه‌ییزو هېوادونو د همکارۍ هڅه ده. 

د ايراني پارلمان ځينو غړو دا يو «کاغذي تړون» بللی او ويلي يې دي  چې ياد تړون به سعودي ته امنیت را نه وړي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت پخپل غبرګون کې ويلي چې په ملي امنیت او سیمه‌ییز ثبات ددې تړون اغېزې څېړي او خپلې ګټې به وساتي.

د اسلامي همکاريدۍ سازمان (OIC): دا تړون «مهم ستراتیژیک ګام» بللی دی 

بحرین، سومالیا او کویت يې هم ملاتړ  څرګند کړی او د سیمه‌ییز ثبات لپاره یې د دريوو هيوادونو دا دفاعي تړون ګټور بللی دی.

بنګله‌دیش يې هم ګټور بولي او څيړونکي وايي کېدای شي په راتلونکي کې دا هيواد هم په ياد تړون کې ګډون وکړي.

په نړيوالو رسنيو کې مصر هم د دې تړون د نوماند په توګه یاد شوی دی.

په ټولنیزو رسنیو او تحلیلګرانو کې غبرګون

په ټولنيزه رسنۍ ایکس (پخوانی ټویټر) او نورو پلیټفارمونو کې ځینې پاکستاني او ترکي شخصیتونه دا تړون د مسلمانو هېوادونو د یووالي نښه بولي خو د اسلام‌آباد د پالیسۍ مطالعاتو انسټیټیوټ بيا وایي چې که دا اتحاد د ایران ضد شي نو پاکستان به په ستونزه کې راشي ځکه چې له ایران سره هم اړیکې لري. 

اسراییل او هند کې ځینې یې د «اسلامي ناتو» په توګه یادوي او اندیښنه پرې څرګندوي، خو نور یې سمبولیک ګڼي.

(په دې رپورټ کې د رویټرز، الجزیره، ال مونیتور، ډان، ډیلي صباح، جرusalem پوسټ او بیلفر سنټر د معلوماتو څخه استفاده شوې ده)

خبر لرئ

هره ورځ مهمې کیسې خپل بریښنالیک ته ترلاسه کړئ.

ترکیې کې د مکې دفاعي اتحاد غونډه، نړیوال ورته څنګه ګوري؟