یونیسکو نه د راني ګټ او بنبهور نوم د نړیوالې ورثې په فهرست کې د شاملولو غوښتنه
خیبر پښتونخواپاکستان

یونیسکو نه د راني ګټ او بنبهور نوم د نړیوالې ورثې په فهرست کې د شاملولو غوښتنه

MS

Mudassir Shah

reporter

پاکستان د شورو/چهارشنبې په ورځ د ستمبر په دویمه نیټه له ملګرو ملتونو یونیسکو څخه غوښتنه وکړه چې د خیبر پښتونخوا تاریخي راني ګټ او د سندهـ بندر بنبهور د یونیسکو د نړیوالې ورثې په فهرست کې د شاملولو لپاره مرسته وکړي.

دا غوښتنه د پاکستان لپاره د یونیسکو د استازي فواد پاشایف او د قومي ورثې او کلتور وفاقي وزیر اورنګزیب خان کیچي ترمنځ د ملاقات په وخت اوشوه. د یونیسکو د نړیوالې ورثې مرکز د پاکستان په عارضي فهرست کې دا مهال 37 تاریخي او کلتوري ځایونه شامل دي چې پکې د راني ګټ لرغونپوهنيز ځایې او د بنبهور بندر هم شامل دي.

راني ګټ د ګندهارا تمدن یو ستر بودایي لرغونی کمپلکس دی چې د خیبر پښتونخوا بونیرضلعې توتالۍ کلي کې د غره په سر موجود دی. د سیمې لرغونتوب یې تر 2000 کلونو هم اوړي. لرغونپوهنیزې نښې یې لږ تر لږه د میلاد دویمې پېړۍ ته رسېږي، د پاکستان د سیلګرۍ وزارت یې شاوخوا 2500 کلن ځایې بولي.

راني ګټ کې سټوپې، بودایي خانقاه، عبادتځایونه، استوګنیزې خونې، زینې او د تیږو نور جوړښتونه موجود دي.

د یونیسکو د استازي او وفاقي وزیر ملاقات کې وویل شول چې د یونیسکو د نړیوالې ورثې کمېټې د پلاوي د ستمبر له 6مې تر 11مې پورې د بنبهور د دورې امکان هم شته.

وفاقي وزیر له ملګرو ملتونو ادارې څخه دا غوښتنه هم وکړه چې د پاکستان د څلورو خوراکي توکو او پخلي دودونو د «غیر محسوس کلتوري ورثې» په فریم ورک کې د شاملولو لپاره مرسته وکړي. په دې کې د پنجاب د جوارو ډوډۍ او ساګ، بلوڅي سجي، سندهي بریاني او د خیبر پښتونخوا چپلي کباب شامل دي.

بلخوا د وزیراعظم د ګندهارا ټاسک فورس کوارډینیټر عمران شوکت وویل چې دوي پلان لري په بهرنیو هیوادونو کې د ګندهارا نندارتونونه پراخ کړي او د پاکستان د بودايي ورثې د پیژندګلو لپاره ځانګړي «ګندهارا کارنرز» جوړ کړي.

عمران شوکت وویل، ټاسک فورس د ځینو ټاکل شویو ګندهارا تاریخي ځایونو په شاوخوا کې د 5 نه تر 10 ایکړه ځمکې ځانګړې کولو په اړه هم غور کوي، چې بودايي سکولونه او ادارې پرې د څیړنو او مراقبې مرکزونه جوړ کړي. د ده په وینا، له دې سره به د لرغونپوهنيزو ځایونو د اوږدې مودې دورې زمینه برابره شي.

د نومبر په میاشت کې د ګندهارا نړیوال کانفرنس هم ټاکل شوی، په داسې حال کې چې د بنګله دېش او سري لنکا پلاوي به هم په اکتوبر او نومبر کې پاکستان ته د دورې لپاره راشي.

خبر لرئ

هره ورځ مهمې کیسې خپل بریښنالیک ته ترلاسه کړئ.

یونیسکو نه د راني ګټ او بنبهور نوم د نړیوالې ورثې په فهرست