افغانستان کې د پاکستان وروستي بريدونه، او د دواړو هېوادونو ګواښونه
افغانستانپاکستانخیبر پښتونخوا

افغانستان کې د پاکستان وروستي بريدونه، او د دواړو هېوادونو ګواښونه

FF

Farooq Firaq

reporter

پېښور—د افغانستان په ختیځو صوبو کې د پاکستان ورستيو بریدونو، او د اسلام اباد او کابل لخوا یو بل ته ګواښونو د دواړو ګاونډي او اسلامي هېوادونو تر منځ اړیکې بیا تر ینګلې کړي دي. 

د پاکستان پوځي او سیاسي مشران ګواښونه کوي چې د ترهګرۍ پر ضد د دفاع حق لري، او ادعا کوي د هغو وسله والو پر پټنځایونو هوايي بریدونه کوي چې اسلام اباد یې په پاکستان کې د وروستیو بریدونو مسوول بولي.

افغانستان د پاکستان دغه ادعاوې ردوي او وايي په کابل کې د طالبانو د بیا واکمنۍ نه مخکې د څو لسیزو راسې په پاکستان کې ترهګري روانه ده. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي کابل به بریدونو ته ځواب وايي او د پاکستان هوايي بریدونه د افغانستان پر ضد تېری ګڼي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت په وینا، د سپټمبر په ۲۱مه یې په هوايي بریدونو کې 28 وسله وال وژلي دي.

 ملګري ملتونه او افغان چارواکي بیا وايي چې په بریدونو کې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او په کونړ کې د یوې کورنۍ درې کسان وژل شوي دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت وايي، بریدونه د افغانستان په پکتیکا او کونړ صوبو کې د وسله والو پر درېوو هدفونو شوي دي. 

پاکستان وايي په نښه شویو ځایونو کې د ځانمرګو بریدګرو د روزنې یو مرکز هم شامل و، او زیاتوي دغه بریدونه د خیبر پښتونخوا په کوهاټ او هنګو ضلعو کې د وروستیو خونړیو بریدونو وروسته شوي دي. 

د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، د کوهاټ په یوه پولیس مرکز کې د جمعې په ورځ ځانمرګي برید او بیا د وسله والو سره نښته شاوخوا 20 ساعته روانه وه، چې لږ تر لږه 21 کسان پکې وژل شوي او تر 100 زیات نور ژوبل شوي وو. 

بله ورځ په هنګو کې په نښته کې 6 پاکستاني امنیتي عسکر ووژل شول.

پاکستان له ډېر وخت راهیسې وايي چې تحریک طالبان پاکستان او ورسره تړلې وسله والې ډلې د افغانستان له خاورې په پاکستان کې بریدونه کوي.

 اسلام اباد له افغان طالبانو غواړي چې د دغو ډلو پر ضد عملي ګامونه واخلي او اجازه ورنه کړي چې افغان خاوره د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره وکارول شي.

خو افغان طالبان دا تورونه ردوي. 

د افغان طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، د پاکستان په هوايي بریدونو کې د کونړ په نورګل ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ 3 غړي وژل شوي او 4 نور کسان ژوبل شوي دي. 

د هغه په وینا، په پکتیکا کې هم دوه ځایونه په نښه شوي چې یو دوکان او یو تش کور پکې زیانمن شوي، خو هلته د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندویه ماموریت یا یوناما هم د کونړ په برید کې د یوه سړي، یوې ښځې او یوې نجلۍ د وژل کېدو او د 4 نورو کسانو د ژوبلېدو خبر تایید کړی دی.

د افغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر پاکستاني بریدونو سخت غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې دا بریدونه د افغانستان پر خاوره شوي او افغانستان به ورته مناسب ځواب ورکړي.

 هغه پخپل بیان کې دا هم ویلي چې پاکستان باید د خپل هېواد د امنیت ستونزې د افغانستان په بریدونو حل نه کړي. 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم په کابل کې د پاکستان سرپرست سفیر ورغوښتی او د بریدونو په اړه یې اعتراض کړی دی.

دافغانستان او پاکستان ترينګلې اړيکې

د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې له 2021 کال وروسته په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو له امله ترینګلې شوې دي. 

پاکستان وايي، د دې ډلې مشران او وسله وال د افغانستان په ځینو سیمو کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه کوي.

افغان طالبان بیا وايي چې د پاکستان امنیتي ستونزه د پاکستان خپله مسئله ده او افغان خاوره د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره نه کارول کېږي.

 د دواړو هېوادونو ترمنځ سږ کال هم څو ځله د پولې پر سر نښتې او د افغانستان دننه هوايي بریدونه شوي دي.

د وروستیو بریدونو سره د اسلام اباد او کابل ترمنځ ترینګلتیا یو ځل بیا زیاته شوې ده. 

د پاکستان له خوا د وسله والو د وژلو دعوه او د افغانستان له خوا د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې ادعا تر اوسه په بشپړه توګه په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.

خبر لرئ

هره ورځ مهمې کیسې خپل بریښنالیک ته ترلاسه کړئ.

افغانستان کې د پاکستان وروستي بريدونه، او د دواړو هېوادونو