په پښتونخوا کې د اېډز ناروغان زیات او د ناروغۍ حال ویل لا ستونزمن دي
خیبر پښتونخواپاکستان

په پښتونخوا کې د اېډز ناروغان زیات او د ناروغۍ حال ویل لا ستونزمن دي

FS

Farid Shinwari

reporter

پېښور— په خېبر پښتونخوا کې په اېډز ناروغه یوه ښځه د نوم نه ښودلو په شرط وايي د مېړه چلند ورسره ښه دی خو ورته وايي چې د کورنۍ نور غړي او ګاونډ باید د هغې په ناروغۍ خبر نه شي.

څښکال په پښتونخوا کې د اېچ ايي وي/اېډز پروګرام شمېرې ښیي چې په روان کال کې تر اوسه په پښتونخوا کې 985 ناروغان د اېچ-ايي-وي/اېډز وائرس ښکار شوي دي. 

د یادې ناروغۍ سره، په ټولنه کې د ناپوهۍ له امله، د تړل شوې بدنامۍ په وجه ناروغان خپله ناروغي پټه ساتي او د اېچ-ايي-وي وایرس د مخنوي لپاره اګاهي هم کمه ګڼل کېږي.

د اېډز په رنځ اخته مېرمن پښتو واشنګټن ته وويل په ۱۹۹۷ کې يې واده شوی ؤ او په ۲۰۰۶ کې د اېډز په رنځ اخته شوله.

هغه وايي دغه ناروغي ورته د ۱۹۹۶ کې د يوې سرجرۍ يا جراحۍ د لاسه د وينې د لګېدو له امله شوې وه. د نوموړې دوه بچيان او مېړه سم دي او په دغه مرض اخته نه دي.

هغه وايي:

“په کور کې ځينې تنان مانه کرکه کوي او رانه بيا بيا پوښتنه کوي چې دا ګولۍ يا دارو ولې هره شپه خورې او په څه ناروغۍ باندې اخته شوې يئ؟”

.

په پېښور کې د اېچ-ايي-وي/اېډز په اړه خلکو ته د پوهاوي ورکولو په يوه پروژه کې کارکونکی غېردولتي ادارې، بليو وينز، مشر قمرنسيم پښتو واشنګټن ته ووېل له بده مرغه دغه رنځ وخت په وخت په پښتونخوا کې خورېږي او هر کال يې د ناروغانو په شمېره کې اضافه هم کېږي، خو د دې رنځ په اړه په ټولنه کې عامو خلکو ته هېڅ پوهه نشته او نه په لویه کچه د دې د مخنيوي د پاره هلې ځلې کېږي.

د خېبرپښتونخوا د اېچ-ايي-وي اېډز پروګرام شمېرې ښیي د روان کال اګست مياشت پورې په ټوله پښتونخوا کې د اېډز په رنځ 10985 تنان اخته شوي چې په کې7633 سړي ،2559 ښځې، 264 نرښځيان ،308 ماشومان او 221 کم عمره جينکۍ شاملې دي.

د پښتونخوا د اېچ-ايي-وي/اېډز پروګرام يو چارواکي شبيرخان پښتو واشنګټن ته وويل چې دغه وايرس د جنسي اړيکو، د نشه يي توکيو د پاره سرنجونو کارولو، د معاينې بغېر وينه بل ته لګولو او ځينې نورو علتونو د لاسه خلکو ته لګېږي.

هغه زياتوي د پښتونخوا په 13 مرکزونو کې د 10985 ناروغانو نوم لیکنه يا رجسټرډ شوي او د دې ټولو مريضانو علاج يا درملنه په دغو مرکزونو کې روانه ده.

ښاغلی خان وايي په پښتونخوا کې ناکره شمېرې زياتې دي او اېډز د لاسه څه څلوېښت زره پورې تنان اغېزمن شوي دي خو د شرم د لاسه درملنې د پاره دې مرکزونو ته نه ورځي.

د اېډز د مخنوي لپاره د غېر دولتي ادارې قمرنسيم وايي په دې لړ کې قوانين جوړ شوي او که چيرې په سمه توګه عملي کړی شول نو تر ډېره حده پورې به په دغه مرض باندي قابو وموندلای شي.

هغه وايي خلک اوس هم د دې ناروغی د علتونو او لګېدو نه ناخبره دي او نه په دې اړه د اګاهۍ څه مهم روان دی.

په اېډز ناروغه مېرمن پښتو واشنګټن ته ووېل چې دې وخت کې هغه د دوؤ خبرو يا ستونزو سره مخ ده—يوه ويره ده او بل شرم، ځکه چې د دغه مرض په اړه چا ته حال ویلی نه شي.

خبر لرئ

هره ورځ مهمې کیسې خپل بریښنالیک ته ترلاسه کړئ.

په پښتونخوا کې د اېډز ناروغان زیات او د ناروغۍ حال ویل لا