په ناارامه بلوچستان کې د پولیو د مخنیوي په ډله بريد کې 2 پولیس وژل شوي
Hameed Samsor
reporter
د بلوچستان په نوشکي ضلعه کې د پولیو ضد واکسین د ډلې د ساتنې لپاره ګومارل شوي 2 پولیس په وسله وال برید کې وژل شوي دي.
د نوشکي د پولیسو یوه لوړپوړي چارواکي پښتو واشنګټن ته ویلي، پېښه د سپټمبر پر 22مه د نوشکي ښار په جمال آباد کلي کې هغه مهال شوې چې د پولیو پر ضد د څاڅکو ورکولو کمپاین روان و.
د چارواکي په وینا، پر موټرسایکلونو سپاره ناپېژانده وسله وال راغلل او پر پولیسو یې ناڅاپه ډزې وکړې. په ډزو کې 2 پولیس، محمد یاسر او عبدالروف، ووژل شول.
پولیس وايي، وژل شوي کسان د پولیو د څاڅکو ورکولو له ښځینه ډلې سره د امنیت لپاره ملګري وو او د پولیو کارکوونکې ښځې په دې برید کې خوندي پاتې شوې دي.
چارواکي وايي، برید کوونکو د وژل شوو پولیسو وسلې هم له ځان سره وړې دي.
تر اوسه هېڅ يوې ډلې د دې برید مسولیت نه دی منلی.
د پېښې وروسته د نوشکي په شاوخوا سیمو کې د پولیو کمپاین په موقتي توګه ودرول شوی دی.
پولیس او امنیتي ادارې وايي، د برید کوونکو د نیولو لپاره یې پلټنې پیل کړې دي، خو تر اوسه د چا د نیول کېدو خبر نه دی ورکړل شوی.
نوشکي د افغانستان پولې ته څېرمه د بلوچستان یوه ناامنه سیمه ده او په تېرو کلونو کې هلته پر امنیتي ځواکونو او نورو حکومتي ادارو وسله وال بریدونه شوي دي.
د پولیو روان کمپاین
په پاکستان کې د سپټمبر له 21مې تر 27مې پورې د پولیو ضد کور په کور کمپاین روان دی. د پاکستان د پولیو د مخنیوي پروګرام او نړیوالو روغتیايي ادارو د معلوماتو له مخې، په دې کمپاین کې په ټول هېواد کې له 31 ميليونو څخه زیاتو ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکول کېږي.
په بلوچستان کې هم د صوبې په ګڼو ضلعو کې دا کمپاین روان دی، خو په ځینو سیمو کې امنیتي ستونزې د واکسین د ډلو د کار پر وړاندې لوی خنډ بلل کېږي.
د پاکستان د پولیو د مخنیوي پروګرام د سپټمبر پر 11مه ویلي وو چې په 2026 کال کې تر هغه وخته په ټول پاکستان کې د پولیو 4 مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د ادارې په وینا، 3 پېښې په خیبر پښتونخوا او 1 په سیند صوبه کې ثبت شوې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان ډبليو ايچ او هم وايي چې په پاکستان کې د پولیو وایرس د انتقال کچه کمه شوې، خو د خیبر پښتونخوا جنوبي برخې، کراچۍ او د افغانستان پولې ته څېرمه ځینې سیمې لا هم د وایرس د خپرېدو له پلوه د پام وړ دي.
ناامني د پولیو پر وړاندې لوی خنډ
د ډبليو ايچ او په وینا، ناامني، د واکسین ډلو ته د لاسرسي ستونزې، د ماشومانو پاتې کېدل او د کمپاینونو پر مهال د خلکو مقاومت د پولیو د بشپړ مخنیوي پر وړاندې مهم خنډونه دي.
ډبليو ايچ او وايي، په جنوبي پښتونخوا کې د ناامنۍ له امله شاوخوا 250,000 ماشومان له مهمو واکسیني کمپاینونو پاتې شوي دي.
د روغتیايي چارواکو په وینا، د پولیو په اړه ناسم معلومات او د ځینو کورنیو له خوا د واکسین نه منل هم د کمپاینونو ستونزې زیاتوي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې يونيسف ویلي چې د خلکو باور ترلاسه کول او د واکسین په اړه د ناسمو معلوماتو مخنیوی د پولیو د له منځه وړلو لپاره ډېر مهم دي.
د ډبليو ايچ او په وینا، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خلکو تګ راتګ هم د پولیو وایرس د بیا انتقال خطر زیاتوي.
د پولیو پر کارکوونکو د بریدونو اوږده لړۍ
په پاکستان کې د پولیو کارکوونکي له کلونو راهیسې د وسله والو بریدونو سره مخ دي.
د پاکستان د سېنېټ په یوه رسمي ځواب کې ویل شوي وو چې یوازې د 2012 او 2015 کلونو ترمنځ 44 د پولیو کارکوونکي او 40 هغه امنیتي عسکر وژل شوي وو چې د پولیو له ډلو سره یې دنده ترسره کوله.
د یوې څېړنې له مخې، له 2012 څخه تر 2021 پورې د پولیو له کمپاینونو سره په تړلو بریدونو کې له 200 څخه زیات کسان، چې پکې د پولیو کارکوونکي، نور همکاران او امنیتي کسان شامل وو، وژل شوي دي.
د ډان نيوز د 2026 کال د یوې څېړنې له مخې په خېبر پښتونخوا کې له 2012 څخه تر 2026 پورې د پولیو پر ډلو 139 بریدونه شوي چې په ترڅ کې یې 54 پولیس او 15 د پولیو کارکوونکي وژل شوي دي.
د پولیو پر ډلو زيات بريدونه بریدونو په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې شوې دي.
په تېرو کلونو کې وسله والو ډلو د دغو بریدونو مسولیت هم منلی، خو د نوشکي د ننني برید مسولیت تر اوسه هېڅ ډلې نه دی منلی.
پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه 2 هېوادونه دي چې د طبیعي پولیو وایرس انتقال پکې لا هم دوام لري.
د ډبليو ايچ او په وینا، پولیو د ماشومانو د ټول عمر لپاره د ګوزڼ سبب کېدای شي، خو د واکسین په وسیله یې مخنیوی کېدای شي.
خبر لرئ
هره ورځ مهمې کیسې خپل بریښنالیک ته ترلاسه کړئ.
