پاکستان کرکټ ولې له بحرانه نه وځي؟
پاکستان

پاکستان کرکټ ولې له بحرانه نه وځي؟

WA

Waqar Ahmed

reader

اسلام اباد—د انګلستان خلاف د ټېسټ لوبو له دوو درنو ماتو وروسته د پاکستان کرکټ یو ځل بیا له تازه کړکېچ سره مخ شوی او په لوبډله کې د مهمو بدلونونو وروسته پخواني کپتان او د لوبغاړو خوښونکی (سلیکټر) مصباح الحق هم په احتجاج کې استعفا ورکړې ده.

پاکستان د انګلستان نه د دریو ټېسټ لوبو په سیریز کې د دوه پرله‌ پسې ماتې وروسته د ګل په ورځ په لوبډله کې لوی بدلونونه اعلان کړل.

د ټېسټ لوبډلې سر روزونکی سرفراز احمد، چې یوازې څو میاشتې وړاندې دې دندې ته ټاکل شوی و، له خپلې دندې لرې کړل شو او پر ځای یې د سپین بال لوبډلې روزونکی مایک هېسن وټاکل شو او د بالینګ د روزونکي عمر ګل پر ځای اسټرالوي ایشلي نوفکې مقرر شو.

د پاکستان کرکټ بورډ (پي-سي-بي) د برمنګهم د وروستۍ ټېسټ لوبې نه وړاندې اووه لوبغاړي هم کور ته ولېږل، چې پکې تجربه لرونکي لوبغاړي محمد رضوان، سلمان علي اغا او امام الحق هم شامل دي. 

د لوبډلې لپاره پنځه داسې لوبغاړي اخیستل شوي چې تر اوسه یې د پاکستان لپاره ټېسټ لوبه نه ده کړې. له دې سره امکان شته چې د سپټمبر په ۹مه د درېیمې ټېسټ لوبې په پیل کې څو لوبغاړي خپله لومړۍ ټېسټ لوبه وکړي.

پخوانی کپتان او د کرکټ بورډ پخوانی مشر رمیز راجا وايي:

“زه هڅه کوم چې ځان قانع کړم چې هر څه سم دي، خو داسې نه ده. دا یوازې ښيي چې د پاکستان کرکټ د وېرې تڼۍ وهلې ده."

د کرکټ بورډ دغو ناڅاپي پرېکړو د پخوانیو لوبغاړو او روزونکو سخت غبرګونونه هم راپارولي دي. د هغوی په وینا، د کرکټ بورډ د ستونزو د حل پر ځای په لوبډله کې لا زیاته بې باوري پیدا کړې ده.

د پاکستان پخواني روزونکي مکي ارتر دا حالت "بلکل بې عقله پرېکړه" بللی او ویلي یې دي چې د پاکستان کرکټ د مشرتابه، پلان او منظم نظام له کمښت سره مخ دی.

پخواني سلیکټر توصیف احمد بیا دغه بدلونونه "بې ساري او ناعادلانه" بللي او ویلي یې دي چې دې پرېکړو د ملي لوبډلې شاوخوا لا خراب ماحول جوړ کړی دی.

پخوانیو کپتانانو شاهد اپریدي او شعیب ملک هم د دغو پرېکړو پر وخت نیوکه کړې ده. 

اپریدي ویلي چې له تجربه لرونکو لوبغاړو سره باید داسې چلند ونه شي، په داسې حال کې چې شعیب ملک ټینګار کړی چې د لوبغاړو د کارکردګۍ حساب باید د سیریز یا دورې له ختمېدو وروسته واخیستل شي، نه د دورې په منځ کې.

پخوانی آل راونډر شاهد اپریدي وايي:

“حتی د هغو لوبغاړو انتخاب هم سم نه ښکاري؛ په انګلستان کې د ټېسټ لوبې لپاره ټي ټوینټي لوبغاړي راوستل شوي دي. دا څه ډول فکر او تګلاره ده؟ ولې کوچ له پنځو ټېسټ لوبو وروسته لرې کړل شو؟ دا د سلیکشن کمېټې تر ټولو حیرانوونکې پرېکړه ده."

د پاکستان د لوبډلې کمزورې کارکردګۍ هم دا بحران نور زیات کړی دی. پاکستان په هیډینګلي کې د اننګز او ۱۰۳ منډو په توپیر ماتې وخوړه او بیا یې په لارډز کې د ۱۹۴ منډو په توپیر دوهمه ټېسټ لوبه وبایلله.

په دغو دواړو ټېسټ لوبو کې د پاکستان هېڅ یوه پاڼۍ هم ۲۰۰ منډو ته ونه رسېده، چې د بیټینګ ترڅنګ یې د بالینګ او فیلډنګ په اړه هم جدي پوښتنې راپورته کړې دي.

د انګلستان خلاف دغو ماتو د پاکستان د بهرنیو ټېسټ لوبو کمزوری ریکارډ هم نور خراب کړی دی. پاکستان اوس له خپلو وروستیو ۱۱ بهرنیو ټېسټ لوبو څخه ۱۰ بایللې دي او د نړیوال ټېسټ چمپین شپ په جدول کې په وروستي مقام کې دی.

پاکستان کې د کرکټ له مینه والو سره د ګډوډۍ او ناڅاپي بدلونونو خبره نوې نه ده. خو اوس داسې ښکاري چې دا ګډوډي د لوبډلې لپاره له یوه عادي حالت څخه په لویه ستونزه بدله شوې ده.

ځکه د لوبغاړو له کمزورې کارکردګۍ مخکې د کرکټ د ادارې ګډوډي د لوبډلې پر ذهنیت او باور اغېز کوي، او د پاکستان کرکټ له داسې یوې کړۍ سره مخ دی چې هره ماتې نوې پرېکړه، او هره نوې پرېکړه بیا نوې بې باوري پیدا کوي.

خبر لرئ

هره ورځ مهمې کیسې خپل بریښنالیک ته ترلاسه کړئ.

پاکستان کرکټ ولې له بحرانه نه وځي؟