د پښتو موسیقۍ نومیالی سندرغاړی ګلریز تبسم له نړۍ سترګې پټې کړې
Farooq Firaq
reporter
پېښور — د پښتو ژبې نومیالی سندرغاړي او د سټېج د موسیقۍ پېژندل شوي هنرمند ګلریز تبسم له دې نړۍ خپلې سترګې د مدام لپاره پټې کړې
نوموړي شاوخوا ۴۶ کاله د راډیو، ټلوېزیون، پښتو فلمونو او سټېج له لارې د پښتو موسیقۍ خدمت کړی او د خپل هنري ژوند په اوږدو کې یې په زرګونو پروګرامونه وړاندې کړي وو.
د ګلريز تبسم ژوند ليک :
ګلریز تبسم په ۱۹۵۰ کال کې د خیبر پښتونخوا د صوابۍ ضلعې په مرغز کلي کې زېږېدلی و.
هغه د موسیقۍ له یوې هنرمندې کورنۍ سره تړاو درلود. پلار یې، مهابت خان، د طبلې غږولو يو تکړه استاد و او د پښتو موسیقۍ نومیالی سندرغاړی صحبت خان یې تره و.
ګلریز تبسم په ۱۹۶۹ کال کې د سندرو ویلو په ډګر کې خپل هنري سفر پیل کړی و او په ۲۰۱۵ کال کې یې بيا له سندرو ويلو لاس اخستی و.
۴۶ کاله د پښتو موسیقۍ خدمت :
ګلریز تبسم د خپل هنري ژوند په اوږدو کې د راډیو، ټلوېزیون او فلمونو لپاره ګڼ شمېر سندرې ویلې او په سټېج پروګرامونو کې یې هم برخه اخیسته.
نوموړي پخپله يوه وروستۍ مرکه کې ویلي وو چې په ۴۶ کلن هنري سفر کې ورته د خپلو ويل شویو سندرو کره شمېر نه دی معلوم، خو د خپل کار، شهرت او هنري لاسته راوړنو څخه خوښ و.
د هغه د ژوندلیک له مخې، ګلریز تبسم په پاکستان کې دننه او بهر شاوخوا لس زره سټېج پروګرامونه کړي وو. هغه د پښتو ترڅنګ په سرایکي، هندکو او فارسي ژبو هم سندرې ویلې دي.
تبسم په خپلو سندرو کې ولسي موسیقۍ او غزل ته ځانګړی ځای ورکړی و.
سربېره پر دې، هغه د پښتو شاعرۍ بېلابېل اصناف، لکه غزل، ټپې، چاربیتې، بدلې هم ویلې وې.
د ۱۲۰ فلمونو لپاره سندرې
ګلریز تبسم د پښتو فلمي موسیقۍ په ډګر کې هم د پام وړ ونډه لرله.
د هغه په وینا، نوموړي د شاوخوا ۱۲۰ فلمونو لپاره سندرې ویلې وې او له نومیالیو موسیقارانو سره یې کار کړی و.
هغه له موسیقار رفیق شینواري سره هم کار کړی و، خو د هغه د هنري ملګرتیا ډېره برخه له موسیقار اېس ټي سني سره وه.
د نوموړي لخوا ويل شوې ډېرې سندرې شاعر امیر غلام صادق لیکلې وې.
ګلریز تبسم یوازې سندرغاړی نه و، بلکې په فلمونو، ټيلي فلمونو او ټلوېزیوني ډرامو کې یې هم د اداکار په توګه کار کړی و.
هغه پخپل ژوند يوه مرکه کې ویلي وو چې په یوه فلم کې یې مرکزي رول هم لوبولی و، خو هغه فلم له بده مرغه بریالی نه شو.
د «سټېج پاچا» لقب او صدارتي جایزه
ګلریز تبسم د خپل اوږده هنري سفر په ترڅ کې ګڼې جایزې او ستاینلیکونه ترلاسه کړي وو.
د هغه د ژوندلیک له مخې، نوموړي ته د پاکستان حکومت له خوا د موسیقۍ په برخه کې د خدمتونو په بدل کې صدارتي جایزه ورکړل شوې وه. په پېښور کې ورته د «سټېج پاچا» لقب هم ورکړل شوی و.
ګلریز تبسم د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې سټېج پروګرامونه کړي وو او د خپل غږ له لارې یې د پښتو موسیقۍ مینهوال ځان ته راجلب کړي وو.
د پښتو موسیقۍ له هنرمندې کورنۍ سره تړاو
ګلریز تبسم په یوه داسې کورنۍ کې لوی شوی و چې د پښتو موسیقۍ په برخه کې یې څو پېژندل شوي نومونه لرل.
د هغه تره صحبت خان د پښتو موسیقۍ له پخوانیو نومیالیو سندرغاړو څخه و. د کورنۍ نورو غړو يې هم د موسیقۍ په ډګر کې کار کړی و.
د ګلریز تبسم د ژوندلیک له مخې، د هغه د تره یو زوی د اردو فلمونو لپاره موسیقي جوړه کړې وه، په داسې حال کې چې د کورنۍ بل غړی يې جعفر حسین د کلاسیکې موسیقۍ استاد و او د راډیو او ټلوېزیون لپاره یې د ګڼو سندرو د نغمو په جوړولو کې ونډه اخیستې وه.
ګلریز تبسم د خپلې کورنۍ د هنري میراث په اړه خواشیني څرګنده کړې وه چې له ده وروسته یې په کورنۍ کې بل چا د موسیقۍ دا لاره نه وه نیولې.
هغه یو زوی، محمد فیاض تبسم، او درې لوڼې لرلې. د نوموړي د وینا له مخې، زوی یې د قران کریم حافظ و.
د پخوانۍ او نوې موسیقۍ په اړه نظر
ګلریز تبسم د موسیقۍ د بدلونونو په اړه هم خپل نظر څرګند کړی و.
هغه پخوانۍ موسیقي د روح غذا بلله، خو د نوې موسیقۍ په اړه یې ویلي وو چې په هغې کې شور ډېر شوی دی
تکړه موسیقار اې تر انوار د هغه په مړينه خفګان ښودلی او د نوموړي مړینه يې د پښتو موسیقۍ د مینهوالو لپاره يوه ستره صدمه بللې ده .
پښتو واشنګټن سره خبرو کې اې ار انوار ويلي د ګلريز تبسم هنري میراث به د پښتو فلمي سندرو، ولسي موسیقۍ او د سټېج د پروګرامونو په تاریخ کې دتل لپاره د یادونې وړ پاتې وي.
خبر لرئ
هره ورځ مهمې کیسې خپل بریښنالیک ته ترلاسه کړئ.
