د پنجاب وزیر اعلا مریم نواز وینا د “پنجابي تعصب” څرګندونه کوي
Waqar Ahmed
reader
اسلام اباد—په پاکستان کې دننه او بهر په سوشل مېډیا فعاله مخه وریزو خلکو، سیاسي فعالینو او نورو د پنجاب د وزیر اعلا مریم نواز دې بیان ته چې “پنجاب ته له ګاونډي هېواده نا، له ګاونډیو صوبو نه خطر دی”، د “پنجابي تعصب” کلمه کارولی او دغه بیان یې غندلی.
د پخواني وزیر اعظم نواز شریف لور او د پنجاب د اوسنۍ وزیراعلا مریم نواز په سوشل مېډیا یوه وایرل شوې وېډیو کې د خالي/شنبې په ورځ هغه وایي د افسوس خبره دا ده چې د ګاونډي هېواد نه ورته خطر کم دی او د ګاونډیو صوبو څخه د ترهګرۍ او امنیتي ګواښونو خطر زیات دی.
مریم نواز زیاتوي:
“د هلته (ګاونډیو صوبو) نه پنجاب ته ترهګري راځي.”
نوموړې د د خپلې دغې دعوې په اړه کوم ثبوتونه ندي وړاندی کړي، او نه یې کومې داسې پېښې يادې کړي چې وښايي چې د نورو صوبو نه ترهګري پنجاب ته ورغلې.
مریم نواز دا څرګندونې په لاهور کې د «پروېنشل انټېلېجنس فیوژن اېنډ تهرېټ اسېسمنټ سنټر پنجاب» د پرانیستې پر مهال وکړې.
نوموړي ذياته کړه چې د پنجاب د امنیت لپاره یې په نوې ټکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا اربونه (ملیارډونه) روپۍ لګولې دي او حکومت هڅه کوي چې خلک په خوندي چاپېریال کې ژوند وکړي خو له هغه ځایه پنجاب ته ترهګري راځي.
د پنجاب وزیر اعلیٰ دغه بیان په ټولنيزو رسنیو تاوده بحثونه پیل کړي او یو شمیر صارفین پوښتنه کوي چې ایا د پنجاب د ترهګرۍ ټول خطر یوازې د ګاونډیو صوبو سره تړل سم دي، په داسې حال کې چې خیبر پښتونخوا او بلوچستان خپله د ترهګرۍ له امله تر ټولو زیاتې اغېزمنې صوبې دي.
خیبر پښتونخوا په ځانګړي ډول د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې له امله له درنو بشري او مالي زیانونو سره مخ صوبه ده.
بلوچستان هم د ترهګرۍ او ناامنۍ له امله له جدي ستونزو سره مخ دی. په دې صوبه کې په وروستیو کلونو کې د وسله والو ډلو بریدونو ګڼ شمېر کسان وژلي او ټپیان کړي دي.
د عوامي نېشنل پارټۍ مشر اېمل ولي خان په اېکس به مریم نواز پوښتلي:
محترمې—دا پوښتنه کولای شم چې د پاکستان دا نور قومونه چې د کومو وېرونکو حالاتو تېرېږي، نو دا له کومه خوا راځي؟
لیکوال او په سوشل مېډیا فعال عمران خان د مریم نواز د وینا وېډیو هم شریکه کړې او په طنز کې یې لیکلي چې د دې (وینا) ترجمه ده:
لر او بر یو اففان
د پاکستان پخواني سنېټر مشاهد حسېن زیاتره وخت اسټېبلشمنټ پلوه بیانونه ورکوي خو د مریم نواز وینا لپاره یې “ډېره تعصبانه” کلمه کارولې.
نوموړي په اېکس لیکلي دا جهالت او غرور دواړه ښيي ځکه چې حقیقت دا دی چې خېبر پښتونخوا د ترهګرۍ تر ټولو زیات قربانیان دي.
ځینو خلکو د مریم نواز دغه وینا او د مودو راسې د ترهګرۍ په اړه د پوځ په بیانیه هم سوالونه کړي دي. په سوشل مېډیا خلک لیکي چې پوځ وايي د ترهګرو په شا هندوستان دی او ځکه هم پوځ دې ته “فتنته الهندوستان” وايي خو مریم نواز د پنجاب ګاونډي هېواد (هند) نا، بلکه ګاونډي صوبې د پنجاب لپاره خطر ګڼي، نو دوی دا پوښتنه کوي چې پوځ او که نا مریم نواز رېښتیا وايي.
د پنجاب حکومت تر اوسه د مریم نواز د څرګندونو په اړه د نورو تفصیلاتو یا د هغو د ملاتړ لپاره کوم ځانګړي معلومات نه دي وړاندې کړي.
خبر لرئ
هره ورځ مهمې کیسې خپل بریښنالیک ته ترلاسه کړئ.
