د پاکستان پوځ ولې د یو نوي امریکايي شرکت نه ډرون اخستل غواړي؟
پاکستانبلوچستانخیبر پښتونخوا

د پاکستان پوځ ولې د یو نوي امریکايي شرکت نه ډرون اخستل غواړي؟

FF

Farooq Firaq

reporter

پېښور -په نړیوالو مطبوعاتو کې د پاکستان د پوځ او د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکو يا ډرونز د نوي شرکت، پاورَس، ترمنځ په نوې دفاعي همکارۍ تازه رپوټ بحثونه راپارولي دي.

څيړونکي وايي دا امريکايي شرکت د هند سره پخوانۍ معامله لري، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ زامنو پکې پانګونه کړې ده او د شرکت یو بنسټګر د اسرائیل پخوانی پوځي چارواکی دی نو ځکه پوښتنې کيږي چې پاکستان د کومو ګټو يا سوچ په اساس دا تړون کړی دی؟

د الجزیرې د سپټمبر د ۲۳مې د یوې څېړنې له مخې، پاورَس یوازې څو میاشتې مخکې له یوې هندي دفاعي کمپنۍ سره تړون کړی چې له مخې یې هغې کمپنۍ ته په هند کې د پاورَس د ډرون ضد یوې وسلې د جوړولو او خرڅولو ځانګړي حقونه ورکړل شوي دي.

الجزیره وايي، له دې سره سره اوس همدې امریکايي شرکت له پاکستان سره د ډرونونو په برخه کې د همکارۍ تړون کړی دی.

له پاکستان سره په تړون کې څه شامل دي؟

د رویټرز د سپټمبر د ۱۶مې د راپور له مخې، پاورَس له پاکستاني پوځ سره د همکارۍ یو تفاهم‌ لاسلیک کړی او ورسره د بې‌پیلوټه الوتکو په اړه لومړنی فرمایش هم شوی دی.

د پاورَس شریک بنسټګر بریټ ویلیکوویچ رویټرز ته ویلي چې د لومړني فرمایش ارزښت او نور جزیات نه شي ښکاره کولی، ځکه د امنیت او رازدارۍ مسئلې پکې شاملې دي.

د پاکستان پوځ هم ویلي وو چې د پاورَس له پلاوي سره د دفاعي وسایلو د اخیستو، پېداوار او د پاکستان د دفاعي وړتیا د لوړولو په اړه خبرې شوې دي.

خو رویټرز وايي، پاکستاني پوځ په خپل رسمي بیان کې د تفاهم‌لیک لاسلیک په رسمي ډول نه و تایید کړی.

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت، البته، په اېکس د پاکستاني جنرل عاصم منیر سره د پاورس شرکت د استازو او د امریکا د ډپلومېټې نټالي بېکر د یو عکس سره لیکلي چې د امریکا او پاکستان تر منځ د امنیت په اړه همکاري د دواړو د خونديتوب او سوېلي اېشیا سیمه ایز امنیت ته ګټه رسوي.

د دې معاملې یوه مهمه خبره دا ده چې تر اوسه د پاکستان لپاره د کوم ځانګړي ډرون نوم، د وسایلو شمېر او د معاملې بیه نه ده اعلان شوې.

پاورَس په ۲۰۲۵ کال کې جوړ شوی امریکايي شرکت دی.

د امریکا د امنیت او تبادلې ادارې په رسمي اسنادو کې ویل شوي چې پاورَس د امریکا د پوځ د پخوانیو ځانګړو ځواکونو د غړو له خوا جوړ شوی او د پوځي او سوداګریزو کارونو لپاره د بې‌پیلوټه الوتکو او نورو خپلواکو وسایلو په جوړولو کار کوي.

په همدې رسمي سند کې ویل شوي چې پاورَس د کایزن اېروسپېس، ټنډم ډیفنس او اېجایل اټونومي په نوم شرکتونه هم لري.

د ټرمپ د زامنو پانګونه

د پاورَس په اړه بله مهمه خبره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوو زامنو، ډونالډ ټرمپ جونیر او ایرک ټرمپ پانګونه ده.

د امریکا د امنیت او تبادلې ادارې په رسمي اسنادو کې راغلي چې پاورَس له اوریوس ګرین وې هولډنګز سره د یوځای کېدو په پروسه کې دی او د دې راتلونکي ګډ شرکت له مهمو پانګه‌والو څخه امریکن وینچرز هم دی.

په همدې سند کې د امریکن وینچرز د پانګه‌والو په توګه د ډونالډ ټرمپ جونیر او ایرک ټرمپ نومونه یاد شوي دي.

رویټرز هم وايي چې د ټرمپ دواړه زامن په اوریوس کې د امریکن وینچرز له لارې ونډه لري، خو هغوی ټینګار کړی چې د دوی پانګونه یوازې پانګونه ده او د پاورَس په ورځنیو چارو او قراردادونو کې برخه نه اخلي.

تر اوسه داسې کوم عامه ثبوت نه دی خپور شوی چې وښيي پاکستان له پاورَس سره معامله د ټرمپ د کورنۍ د اړیکو له امله کړې ده.

له هند سره د پاورَس پخوانۍ معامله

د پاکستان لپاره د دې معاملې تر ټولو مهمه پوښتنه ښايي له هند سره د پاورَس پخوانی تړون وي.

د انډیا ټوډې د راپور له مخې، پاورَس د روان کال په جون کې د هند له پارس ډیفنس سره تړون کړی و.

د دې تړون له مخې، پارس ډیفنس ته په هند کې د ګارډین-۱ په نوم د ډرون ضد نظام د جوړولو او خرڅولو ځانګړي حقونه ورکړل شوي دي.

د هند د دغې دفاعي کمپنۍ په رسمي اسنادو کې هم د پاورَس له اړوند شرکت سره د ځانګړي تخنیکي جواز د تړون یادونه شوې ده.

ګارډین-۱ د برید لپاره جوړ شوی عادي ډرون نه دی؛ بلکې د بل ډرون د پیدا کولو، تعقیبولو او له منځه وړلو لپاره جوړ شوی ډرون ضد نظام دی.

د پاورَس په معلوماتو کې ویل شوي چې دغه نظام د یوې لارې برید کوونکو ډرونونو، ګرځنده مهماتو او د ډرونونو د ګڼو ډلو پر ضد د فعاليت لپاره جوړ شوی دی.

ایا د هند او پاکستان معاملې یو شان دي؟

د هند په معامله کې د ګارډین-۱ نوم او د جوړولو او خرڅولو حقونه په څرګنده توګه یاد شوي دي.

خو د پاکستان له تفاهم‌لیک سره تړلي اسناد تر اوسه نه وايي چې پاکستان به همدا نظام اخلي او که د پاورَس کوم بل ډرون یا دفاعي وسیله؟

الجزیرې هم په خپله څېړنه کې دې توپیر ته اشاره کړې او وايي چې د پاکستان د معاملې تخنیکي جزیات لا نه دي ښکاره شوي.

پاکستان خپله هم د ډرونونو جوړولو وړتیا لري

د پاکستان لپاره دا هم مهمه ده چې دغه هېواد له وړاندې د ډرونونو د جوړولو تجربه لري.

د پاکستان د دفاعي پېداوار دولتي ادارې جي آی ډي اېس په رسمي معلوماتو کې د شاهپر-۲ بې‌پیلوټه الوتکې ځانګړتیاوې ښودل شوې دي.

د دغې ادارې له مخې، شاهپر-۲ د منځني لوړوالي او اوږدې مودې لپاره په هوا کې د پاتې کېدو وړتیا لري او د څارنې تر څنګ د وسلو د لېږد او برید لپاره هم کارېدلی شي.

د جي آی ډي اېس په تازه معلوماتو کې د شاهپر-۲ تر څنګ شاهپر-۳، بېلابېل کوچني ډرونونه، ځانمرګي ډرونونه او د ډرون ضد نظامونه هم شامل دي.

یعنې پاکستان یوازې د بهرنیو ډرونونو اخستونکی نه دی؛ خپل کورني ډرونونه او د ډرون ضد وسایل هم جوړوي.

د چین او ترکیې ډرونونه هم د پاکستان په پوځ کې شته

د پاکستان هوايي ځواک په دې وروستیو کې په خپرو شوو تصویرونو او ویډیوګانو کې د بېلابېلو هېوادونو ډرونونه هم ښودلي دي.

د جېنز د دفاعي څېړنې له مخې، په دې وسایلو کې د ترکیې بیرقدار ټي بي-۲ او اکینجي، د چین وېنګ لونګ-۲ او د پاکستان شاهپر-۲ شامل دي.

همدغه سرچینه وايي چې پاکستان د چین اېچ کیو-۱۷ اې اې هوايي دفاعي نظام او د ترکیې شاهین ډرون ضد نظام هم په خپله دفاعي شبکه کې ښودلی دی.

د ترکیې د بیرقدار جوړوونکې کمپنۍ رسمي معلومات هم وايي چې ټي بي-۲ د څارنې، استخباراتي کارونو او وسلوال برید لپاره کارېدلی شي.

نو دلته یوه مهمه پوښتنه دا پیدا کېږي که پاکستان خپل شاهپر-۲ لري، له چین او ترکیې څخه هم بېلابېل ډرونونه لري او د ډرون ضد وسایل هم ترلاسه کوي، نو پاورَس به پاکستان ته څه نوې وړتیا ورکړي؟

د پاکستان لپاره ممکنه اړتیا څه کېدای شي؟

د دې پوښتنې ځواب لا د پاکستان له لوري په رسمي ډول نه دی ورکړل شوی، خو په پاکستان کې دننه د ډرون ټېکنالوجي تر اوسه په ناارامه صوبو خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې کارول کېږي. 

په یادو صوبو کې ځايي عېني شاهدین، د بشري حقونو فعالین او بلوڅ بېلتون غوښتونکي وايي د پاکستان پوځ د مخالفو وسله والو پر ضد ډرونونه کاروي.

د الجزیرې په رپوټ کې له دفاعي شنونکو سره د خبرو پر مهال دا موضوع راپورته شوې چې ښايي د پاکستان اړتیا یوازې د یوه نوي ډرون اخیستل نه وي.

په اوسنیو جګړو کې د ډرون تر څنګ د هغه د موندلو، پېژندلو، تعقیبولو او له منځه وړلو نظامونه هم ډېر مهم دي.

په دې برخه کې راډار، کمرې، برېښنايي وسایل، د اړیکو نظامونه او کمپیوټري پروګرامونه کارول کيږي.

د څېړونکو په آند د پاکستان د موجودو وسایلو له کتلو داسې ښکاري چې پاکستان په دې برخه کې هم د بېلابېلو هېوادونو ټکنالوژي کاروي.

خو دا لا نه ده معلومه چې پاورَس به له دغو موجودو نظامونو سره کوم نوی شی یوځای کړي.

د اسرائیلو اړخ

د پاورَس د مشرتابه د سابقې موضوع هم د الجزیرې په راپور کې یاده شوې ده.

د الجزیرې له مخې، د پاورَس له شریکو بنسټګرو څخه زیو ماروم د اسرائیلو د پوځ پخوانی غړی دی.

الجزیره وايي، د پاورَس په ویبپاڼه کې د ماروم په اړه همدا معلومات خپاره شوي وو.

د پاورَس له یوه بل لوړپوړي چارواکي، جسټن ګنز سره بیا د امریکا د سمندري ځانګړو ځواکونو او د اسرائیلي دفاعي شرکت البيټ سیسټمز د کار سابقه تړل شوې ده.

پاکستان اسرائیل په رسمي توګه نه پېژني، له همدې امله د یوه دفاعي شرکت د مشرتابه اسرائیلي سابقه د دې معاملې یوه حساسه برخه ګڼل کېدای شي.

خو تر اوسه داسې عامه شواهد نه دي خپاره شوي چې وښيي د پاورَس له خوا پاکستان ته وړاندې کېدونکې ټکنالوژي له اسرائیلو سره د کومې پټې معاملې له لارې پاکستان ته انتقالېږي.

د امنیت پوښتنه ولې مهمه ده؟

د دفاعي چارو د کارپوهانو په وينا په دفاعي وسایلو کې یوازې الوتکه یا ډرون مهم نه وي بلکې د هغې دننه کمپیوټري پروګرامونه، د معلوماتو د لېږد لارې، د کنټرول مرکز، د معلوماتو ساتنه او د تخنیکي مرستې سیستم هم ډېر مهم وي.

څېړونکي وايي که یو شرکت په یوه وخت کې د پاکستان او هند په څېر سیالو هېوادونو سره دفاعي کار کوي، نو دا پوښتنه پیدا کېږي چې د دواړو هېوادونو معلومات او تخنیکي سیستمونه به څنګه له یو بل څخه جلا ساتل کېږي؟

خو دا هم باید روښانه وي چې تر اوسه داسې کوم ثبوت نه دی وړاندې شوی چې پاورَس د پاکستان یا هند معلومات یو بل ته ورکوي.

د چین رول

پاکستان له چین سره له اوږدې مودې راهیسې پراخې دفاعي اړیکې لري.

د سټاکهلم د نړیوالې سولې څېړنیز مرکز د ۲۰۲۱ تر ۲۰۲۵ کال پورې د وسلو د نړیوال انتقال په تازه معلوماتو کې ویلي چې د پاکستان د لویو وسلو ۸۰ سلنه واردات له چین څخه شوي دي.

دغه مرکز وايي چې په همدې موده کې پاکستان د نړۍ پنځم لوی د لویو وسلو اخیستونکی هېواد و.

دا معلومات ښيي چې د پاکستان دفاعي نظام له چینايي ټکنالوژۍ سره ډېر تړلی دی.

له بلې خوا پاکستان له ترکیې سره هم د ډرونونو او نورو دفاعي وسایلو په برخه کې همکاري لري.

له همدې امله له یوه نوي امریکايي شرکت سره د ډرون په برخه کې همکاري د پاکستان لپاره د یوه بل تخنیکي شریک د پیدا کولو هڅه هم کېدای شي.

د جنرل عاصم منیر او ټرمپ اړیکې

د پاورَس معامله په داسې وخت کې مخې ته راغلې چې د پاکستان او امریکا ترمنځ اړیکې هم د نوې همکارۍ پر لور روانې دي.

د رویټرز د راپور له مخې، د پاورَس او پاکستان ترمنځ تفاهم‌لیک په داسې وخت کې شوی چې واشنګټن او اسلام اباد د دفاعي او اقتصادي اړیکو د پراخولو هڅې کوي.

د ټرمپ د زامنو پانګونه او د پاورَس راتلونکی له یوې امریکايي ونډه‌والې کمپنۍ سره یوځای کېدل د دې معاملې سیاسي اړخ هم مهم کوي.

خو تر اوسه په رسمي اسنادو کې داسې ثبوت نشته چې وښيي د پاکستان معامله د ټرمپ د کورنۍ د اړیکو له کبله شوې ده.

څيړونکي وايي د پاکستان او پاورَس د تفاهم‌لیک اصلي ارزښت به هغه وخت معلوم شي چې د دې معاملې عملي جزیات ښکاره شي.

که پاکستان ته د پاورَس له لارې داسې ټکنالوژي ورسېږي چې د پاکستان له موجودو ډرونونو او دفاعي نظامونو سره یوځای کار وکړي، د کورني تولید زمینه برابره کړي او د پاکستان خپل دفاعي صنعت ته نوې وړتیا ورکړي، نو د معاملې تخنیکي ګټه به روښانه شي.

خو د څيړونکو په وينا که د معاملې نتیجه یوازې د محدود شمېر وسایلو تر اخیستو پورې پاتې شي، نو بیا به دا پوښتنه پر ځای وي چې ولې پاکستان د موجودو کورنیو، چینايي او ترکي انتخابونو تر څنګ یو نوی او نسبتاً نوی امریکايي شرکت غوره کړی دی.

خبر لرئ

هره ورځ مهمې کیسې خپل بریښنالیک ته ترلاسه کړئ.

د پاکستان پوځ ولې د یو نوي امریکايي شرکت نه ډرون اخستل