پاکستان کی تېل ګران، خو په تېلو مالیې لا لوړې دي
Riaz Hussain
reader
پیښور — په پاکستان کې د ډیزلو او پټرولو بیعې له مخکې نه لوړې دي خو د یو لېټر په سر حکومت د ۱۰۰ نه تر ۱۱۴ زوپو پورې مالیه/ټېکس هم ټولوي. په تېلو باندې بې سارې حکومتي مالیو نیوکې او بحثونه تاوده کړي دي.
پاکستان کې دا وخت پټرول په ۳۷۰.۸۰ روپۍ او ډیزل په ۳۹۸.۰۴ روپۍ فی لیټر خرڅیږي. دا بیعې، د تیلو په نړیواله منډۍ کې بدلون له امله، نزدې هره ورځ بدلېږي. د تېلو لوړې بیعې د پټرول پمپ پورې محدود نه وي او اغېز د کور د استعمال په هر توکي وي.
پنځوس کلن بنیامین خان وايي، پخوا یې په کور کې دوه جیاېلاېي موټرونه لرل، خو د تېلو د بیعو له زیاتېدو وروسته یې یو کوچنی مهران موټر هم تر ډېره درولی او اوس د ورځنیو چارو لپاره موټرسایکل کاروي.
نوموړی وايي، په ښار کې د کور کرایه، د ماشومانو د ښوونځي فیس، ترانسپورټ، روغتیا او د کور نور لګښتونه یې دومره زیات شوي چې د موټر کارولو پر مهال څو ځله فکر کوي.
,,که د کور کرایه، د ماشومانو د ښوونځي فیس، د ډاکټر او درملو لګښتونه ورکړم، نو د پټرول او نورو ورځنیو اړتیاوو لپاره ډېرې لږې پیسې راته پاتې کېږي.،،
بنیامین خان وايي، د خرابو سړکونو له امله ماشومان ښوونځي ته رسول او راوستل هم اضافي وخت او د موټرسایکل د تېلو لګښت غواړي. د هغه په وینا، د پټرول بیعه یوازې د موټر او موټرسایکل خاوندان نه اغېزمنوي، بلکې د ترانسپورټ د کرایو او د توکو د بیعو له لارې د خلکو پر ټول ژوند اغېز کوي.
په تېلو د حکومت لوړ ټېکسونه:
پاکستانۍ ورځپانړه ډان په خپل رپورټ کی وایی حکومت پر هر یو لیټر پټرول شاوخوا ۱۱۴ روپۍ د مالیاتو او محصولاتو په توګه ترلاسه کوي او هم دا رنګه په ډیزلو شاوخوا ۱۰۰ روپۍ مالیات او محصولات اخیستل کېږي.
په دغو لګښتونو کې پټرولیم لېوي، د اقليمي بدلون مالیه، ګمرکي محصول او ۱۸ سلنه عمومي خرڅلاو مالیه شامله ده.
د پټرول اټکلي اېکس ریفاینري بیعه شاوخوا ۲۵۳.۹۰ روپۍ فی لیټر ښودل کېږي، خو د حکومت مالیات، لېوي، د ترانسپورټ (د اوړلو راوړلو) لګښتونه، د بازار مارجن (ګټه) او نور لګښتونه یې پرچوني بیعه تر ۳۷۰ روپیو پورته کوي.
اقتصادپوه پروفیسور ډاکټر منظور علي د پاکستان-افغانستان مانیټر (پښتو واشنګټن) سره په خبرو کې وویل چې پاکستان د خپلې انرژۍ یوه لویه برخه له منځني ختیځ څخه واردوي، نو د نړیوالو بازارونو بدلونونه په کورنیو بیعو مستقیم اغېز کوي.
نوموړي وویل چې حکومت د سوداګرۍ او کرنې په پرتله له انرژۍ او پټرولیم محصولاتو څخه د عوایدو ترلاسه کولو نسبتاً اسانه لاره کاروي، چې بار یې تر ډېره پر عامو مصرفوونکو پرېوځي.
نړیوال بازار او د تېلو بیعې:
په نړیوال بازار کې د خام تېلو بیعې له ۱۰۰ ډالرو څخه پورته دي. د منځني ختیځ روان کړکېچ او د عرضې په اړه اندېښنو د تېلو نړیوال بازارونه اغېزمن کړي، چې له امله یې د پاکستان د پټرولیم وارداتو لګښت هم لوړ شوی دی. البته، د تازه زیاتوالي باوجود د پاکستان د تېلو اوسني نرخونه د روان کال د اپرېل له ریکارډ کچې څخه لا هم ټیټ دي.
د پټرولیم لېوي څخه د حکومت لوی عاید
د پټرولیم لېوي (مالیې) د حکومت د عوایدو یوه مهمه سرچینه ګرځېدلې ده. سرکاری شمیرې ښیی حکومت په تېر مالي کال کې د پټرولیم لېوي له لارې شاوخوا ۱.۵۰۷ کهربه (ټریلیون) روپۍ راټولې کړې، چې د تېرمالی کال د ۱.۲۲۰ ټریلیون روپیو په پرتله نږدې ۲۹ سلنه زیاتوالی ښيي.
منتقدین وايي، کله چې په نړیوال بازار کې د تېلو بیعې لوړېږي، حکومت کولای شي د پټرولیم لېوي او نورو محصولاتو په کمولو سره پر مصرفوونکو د بیعو د زیاتوالي فشار راکم کړي. حکومت بیا د خپل مالي هدفونو د پوره کولو لپاره د پټرولیم عوایدو ته اړتیا لري.
ریاست پلوه سیاسی او مذهبی ګوند جماعت اسلامی هم دا وخت په ټول هېواد کی په احتجاج دی او د حکومت نه غوښتنه کوي چې په پټرول او ډیزلو پټرولیم لیوی راکمه کړي
د ګرانو تېلو پراخ اقتصادي اغېز
د پاکستان د شماریاتو اداره وايي د اګست په میاشت کې د ګرانئ رفتار ۱۱.۱ سلنې ته لوړ شوی، چې په جولای کې ۹.۲ سلنه و. د خوراکي توکو، انرژۍ او ترانسپورټ د لګښتونو زیاتوالی د کورنیو پر خرڅونو فشار زیات کړی
پټرول د شخصي موټرو، موټرسایکلونو، رکشو او وړو ګاډو لپاره کارېږي، خو د ډیزلو بیعه د اقتصاد پر ډېرو برخو پراخ اغېز لري. لارۍ، بسونه، کرنیز ماشینونه، برېښناکوټونه او جنرېټرې له ډیزلو څخه استفاده کوي؛ له همدې امله د ډیزلو لوړ نرخونه د ترانسپورټ او تولید لګښتونه زیاتوي او په پایله کې د خوراکي او نورو توکو بیې هم پورته کولی شي.
د پټرولو او ډیزلو د بیعو د تازه زیاتوالي له امله اوس اصلي بحث دا دی چې د نړیوالو تېلو د بیعو د لوړوالي بار باید تر کومه حده پر مصرف کونکو واچول شي او حکومت د پټرولیم لېوي/مالیې په کمولو کې څومره برخه واخلي؟
خبر لرئ
هره ورځ مهمې کیسې خپل بریښنالیک ته ترلاسه کړئ.
