په پنجاب کې د افغانانو د شتمنیو ليلامي
افغانستانپاکستان

په پنجاب کې د افغانانو د شتمنیو ليلامي

FF

Farooq Firaq

reporter

پېښور — د پاکستان د پنجاب صوبې په چکوال سيمه کې د یو شمېر افغانانو د تړل شوو دوکانونو او په دغو دوکانونو کې د پاتې سامانونو د لیلام موضوع په ټولنیزو رسنیو کې سخت غبرګونونه راپارولي دي.

په اسلام اباد کې د  افغانستان سفارت وايي افغانانو د مالونو د ليلامولو موضوع يې پاکستاني چارواکو سره راپورته کړې ده خو پاکستاني چارواکي لا د موضوع په اړه غلي پاتې دي.

تېره ورځ په ټولنيزو رسنيو د چکوال په ضلعي انتظامیه پسې منسوب يو اعلان خپور شو چې پکې د افغانانو شتمنۍ ليلام ته وړاندې کړل شوې وې.

په دغه اعلان کې د چکوال انتظاميې د افغانانو یو شمېر دوکانونه او هغې کې پراته سامانونه لیلام ته وړاندې کړې وو. 

په دغو دوکانونو کې د جامو، بوټانو، وچو مېوو، فرنیچر، سیمنټو او نورو کاروبارونو دوکانونه شامل وو او ویل شوي وو چې په دوکانونو کې موجود سامان، المارۍ او برقي توکي به هم په بولۍ خرڅېږي.

دا معلومه نه ده چې ایا د پنجاب حکومت به د اففان سوداګرو پز ضد هم دغه کار په نورو ښارونو کې هم کوي؟

د افغانستان انټرنشنل پښتو د راپور له مخې، د سپټمبر پر څلورمه په چکوال کې شاوخوا ۲۰ تړل شوې دافغانانو دوکانونه په بولۍ کې پلورل شوي. 

د چکوال د انتظاميې په اعلان کې د ۱۸ دوکانونو نومونه هم ورکړل شوي وو. 

د افغانستان انټرنيشنل دراپور له مخې، په چکوال کې یو افغان دوکاندار ادریس ویلي چې د ده د «حسن کریانه» په نوم هټۍ هم په بولۍ کې شامله وه او ده هغه بېرته په ۲.۲ میلیونه پاکستانۍ روپو واخیسته.

نوموړي ویلي چې د ځینو هټیو سامانونه مخکې وړل شوي وو، خو په ځینو کې لا هم سامان موجود وو. 

د ايچ ټي اين اردو په نوم خبري رسنۍ په ايکس له خپل رسمي اکاونټ معلومات خپاره کړي چې دافغانستان سفارت یو پلاوي، چې مشري یې د افغان کډوالو د چارو اتاشي آصف ځدران خان کوله، د چکوال له انتظامیې سره لیدلي او غوښتنه یې کړې چې د افغانانو د ملکیت لرونکو ۲۳ دوکانونو وړاندیز شوې نیلامي دې لغوه کړي.

ايچ ټي اين اردو د ځايي چارواکو له خولې وايي چې، دغه دوکانونه د ۲۰۲۶ کال په فبرورۍ مياشت کې مهر شوي وو او ادعا يې کړې چې د فرنټ مېنانو يا د نورو خلکو له لارې چلول کېدل.

د انتظامیې له قوله ويل شوي چې، نږدې شپږ میاشتې د دغو کاروبارونو د ملکیت یا د حقِ دعوې په اړه د هېڅ لوري له خوا ادعا نه وه شوې، نو د چکوال ضلعي استخباراتي کمېټې (DIC) يې د نیلامۍ پرېکړه وکړه.

ايچ ټي اين د چارواکي له خولې ويلي، له نیلامۍ څخه ترلاسه کېدونکې پیسې به د پنجاب حکومت «امانت» اکاونټ ته جمع کېږي.

ايچ ټي اين وايي پاکستاني ځايي چارواکو افغان پلاوي ته د پاکستان د اساسي قانون د ۱۷۲مې مادې په ګډون د اړوندو قانوني اصولو په اړه معلومات ورکړي دي.

ايچ ټي اين وايي له لیدنې وروسته افغان اتاشي ویلي چې سفارت به د دې موضوع په اړه په کابل کې د طالبانو له حکومت څخه لارښوونه وغواړي او که اړتیا شوه، نو د مناسب سفارت‌کارۍ/ډیپلوماتیکو لارو له لارې به له پاکستان او د پنجاب له حکومتونو سره اړیکه ونیسي

افغان سفارت څه وايي؟

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت وايي چې د چکوال د افغانانو د شتمنیو د لیلام موضوع یې له پاکستاني چارواکو سره شریکه کړې ده.

سفارت پخپل يو بيان کې ويلي، د سپټمبر پر څلورمه د سفارت یو پلاوی چکوال ته تللی، د افغان دوکاندارانو شتمنۍ یې له نزدې کتلي او له سیمه‌ییزو چارواکو سره یې د دې لپاره خبرې کړې چې د موضوع قانوني حل پیدا شي او د مالکانو حقوق خوندي پاتې شي.

سفارت وايي چې سیمه‌ییزو چارواکو د همکارۍ ډاډ ورکړی دی خو سفارت د دغه همکارۍ په نوعیت څه نه دي ویلي.

په اسلام اباد کې میشت سينير خبريال طاهر خان وايي،د ویزې لرونکو افغانانو هټۍ هم مهر شوې دي.

خبریال طاهر خان په ټولنيزه رسنۍ اېکس لیکلي چې د چکوال چارواکو د هغو افغانانو د یو شمېر شتمنیو د لیلام اعلان کړی چې یا افغانستان ته ستانه شوي او یا له پاکستانه ایستل شوي دي.

طاهر خان وايي، د افغانستان سفارت یو پلاوی چکوال ته تللی او له چارواکو سره یې د ددې موضوع د قانوني حل په اړه خبرې کړې دي.

خو نوموړي د یوه افغان دوکاندار له قوله دا هم ویلي چې د هغو افغانانو دوکانونه هم مهر او د لیلام لپاره اعلان شوې دي چې د کاروبار ویزې یې لرلې.

تر دې دمه د پاکستان د حکومت يا د چکوال د ضلعي انتظامیې له خوا د دغو دعوو په اړه په رسمي توګه څه وضاحت مخې ته نه دی راغلی.

د افغان دوکاندارانو دريځ 

له چکوال څخه یو ایستل شوی افغان د نوم نه ښودلو په شرط ازادۍ راډیو ته ويلي،چکوال کې د دغو مالونو او شتمنیو خاوندان پنځه یا شپږ میاشتې مخکې افغانستان ته ستانه شوي وو خو هیله یې لرله چې د پاکستان وېزه به ترلاسه کړي او بېرته به چکوال ته لاړ شي.

د هغه په وينا،مګر پاکستان افغانانو ته د وېزو ورکول بند کړل. 

دغه دوکاندار وايي چې ورور یې چکوال کې پاتې شو خو وروسته یې هغه هم باوجود ددې وويستو چې مېرمن یې پاکستانۍ وه:

افغانستان انټرنشنل پښتو  سره په خبرو کې یو افغان چې ۳۵ کاله یې په چکوال کې تېر کړي، ویلي چې ده هلته پنځه دوکانونه او نور کاروبارونه لرل، خو وروسته یې خبر ترلاسه کړ چې د افغانانو اړوند ګڼ کاروبارونه تړل شوي دي. 

یو بل دوکاندار ویلي چې د افغانانو ډېري دوکانونه د پاکستان د باجوړ، مومندو او وزیرستان اوسېدونکو اخیستې وو، خو د ده په وینا له ځینو افغانانو سره د هټیو د اخیستلو باوجود سخت چلند شوی دی.

 دا هم د نوموړي شخصي ادعا ده چې خپلواک تایید یې نه دی شوی. 

په ټولنيزو رسنيو غبرګون

د چکوال د پېښې په اړه په ټولنيزو رسنيو هم یو شمېر پوسټونه او ویډیوګانې خپرې شوې دي.

خبريال نوشيروان قلندر اؤ ګڼو نورو د ټولنيزو رسنيو فعالانو په فیسبوک او ايکس رسنيو کې یوه ویډیو خپره کړې چې د پوسټونو د معلوماتو له مخې په کې د افغانانو د دوکانونو دننه د فټینګ او موجود سامان د لیلام صحنې ښودل شوې دي.

 لیکوال ډاکټر امجد ایوب مرزا په فیسبوک کې پوښتنه کړې چې ایا د چکوال انتظامیه په رښتیا د افغان دوکاندارانو مالونه په بولۍ خرڅوي او د دې اقدام په اړه یې پوښتنې راپورته کړې دي.

د چکوال دا پېښه په داسې وخت کې مخې ته راغلې چې پاکستان له افغان وګړو، په ځانګړې توګه له هغو افغانانو چې د قانوني استوګنې اسناد نه لري، سره د بېرته ستنولو او قانوني اقداماتو لړۍ تېزه کړې ده.

د روان کال په مارچ کې هم د چکوال په ښار او چوا سیدنشاه کې د لسو افغانانو د نیول کېدو او د شپږو افغان کاروباري مرکزونو د مهر کولو خبرونه خپاره شوي وو. 

خو څيړونکي وايي د اوسني لیلام په اړه اساسي پوښتنه دا ده چې د هغو افغانانو د کاروبارونو او سامانونو د ضبط او لیلام قانوني بنیاد څه دی چې پاکستان کې يې په قانوني ویزو یا نورو اسنادو کاروبار کاوه؟

خبر لرئ

هره ورځ مهمې کیسې خپل بریښنالیک ته ترلاسه کړئ.

په پنجاب کې د افغانانو د شتمنیو ليلامي