بلوچستان کې په پاکستاني ځواکونو تازه بریدونه؛ بی ایل اې د ۲۵ عسکرو د وژلو ادعا کړې
Farooq Firaq
reporter
پېښور — په بلوچستان کې په پاکستان ځواکونو د بریدونو لړۍ چټک شوې او بيلتون پاله بلوڅ وسله والې ډلې بلوچ لیبریشن آرمي یا بي ایل اې په تازه بريدونو کې د ۲۵و پوځیانو د وژلو دعوه کړې ده.
بي ايل اې وايي وسله والو يې دا بريدونه د سپټمبر په دريمه د زیارت کراس او سوراب په سیمو کې کړي دي.
د امنيتي چارو وتلی خبريال افتخار فردوس وايي دا تازه بريدونه د روان کال په اوږدو کې د ايف سي په عسکرو تر ټولو خونړی ګزار دی.
تر دې پېښو دوه ورځې وړاندې هم په زيارت کراس او چاغي سيمو کې په پاکستاني پوځیانو د وسله والو بريدونو کې د دوو پوځي افسرانو په ګډون ۶ سرتېري وژل شوي وو.
د پاکستان پوځ بلوچستان کې د شوو تازه بريدونو په اړه تر دې وخته رسمي بيان نه دی جاري کړی خو وسله والې ډلې بي ايل اې د بریدونو مسوولیت منلی او ادعا یې کړې چې په دغو دوو بریدونو کې یې ۲۵ پاکستاني امنیتي سرتېري وژلي دي.
بي ایل اې ویلي چې وسله والو يې د پشین ضلعې د زیارت کراس په سیمه کې د پاکستاني ځواکونو پر یوه کاروان برید کړی چې څلور پوځي موټر پکې شامل وو.
د دې ډلې د ویاند جیئند بلوچ په وینا، په برید کې دوه موټر، چې یو یې پوځي لارۍ وه، ویجاړ شوي او ۱۸ امنیتي سرتېري وژل شوي دي.
د بي ایل اې په وینا، پنځه نور سرتېري ټپیان شوي او له سیمې تښتېدلي.
نوموړي ويلي چې د بي ايل اې د «فتح سکواډ» جنګیالیو په دغه برید کې برخه اخیستې وه.
په بل برید کې، د بي ایل اې د ادعا له مخې، د سوراب ضلعې د حاجیکه په سیمه کې د دې ډلې ځانګړي تاکتیکي عملیاتي سکواډ د چاودېدونکو توکو ډک موټر په ریموټ کنټرول وچاوداوه.
د بي ايل اې په وینا، په دې برید کې یو پوځي موټر ویجاړ او اووه امنیتي سرتېري وژل شوي دي.
تر اوسه پاکستاني چارواکو د بي ایل اې د ۲۵ امنیتي سرتېرو د وژل کېدو ادعا په رسمي ډول نه ده تایید کړې.
په پاکستان کې د امنیتي چارو خبریال افتخار فردوس هم په خپله ايکس پاڼه د زيارت کراس د تازه بريد خبر ورکړی دی.
په دې وروستيو کې په بلوچستان کې په امنيتي ځواکونو د بريدونو لړۍ زياته چټک شوې او ناتاييده راپورونه وايي چې د زیارت کراس او سوراب د پېښو تر څنګ د پنجشنبې په ورځ دبلوچستان په نورو بېلابېلو برخو کې هم پر امنیتي کاروانونو، پوستو او دولتي او اقتصادي تاسیساتو څو بریدونه شوي دي چې امنيتي سرتېرو او ملکي وګړو ته پکې د زيانونو اوښتو دعوې شوي خو حکومت يا پوځ ددې دعوو پخلی نه دی کړی.
بلوچستان کې حالات ولې خراب دي؟
بلوچستان له اوږدې مودې راهیسې د بېلتون غوښتونکو وسله والو ډلو او پاکستاني امنیتي ځواکونو ترمنځ د شخړې مرکز پاتې شوی دی.
بي ایل اې په تېرو کلونو کې پر امنیتي ځواکونو، د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلېز یا سيپيک پر پروژو، رېل پټلۍ او نورو اقتصادي تاسیساتو بریدونه کړي دي.
د ۲۰۲۶ کال په جنورۍ او فبرورۍ کې د بي ایل اې له خوا په بلوچستان کې د همغږو بریدونو یوه لویه څپه رامخې ته شوه. په لسګونو ځایونه په نښه شول او پاکستاني امنیتي ځواکونو وروسته پراخ پوځي عملیات ترسره کړل.
رویټرز خبري اژانس هغه مهال راپور ورکړی و چې په دغو بریدونو کې۱۷ امنيتي سرتيري او ۳۱ ولسي وګړي وژل شوي وو، او پاکستاني پوځ د ۱۴۵ وسله والو د وژلو ادعا کړې وه.
پاکستاني پوځ وروسته وویل چې د دغو بریدونو په تعقیب یې په بلوچستان کې د «رَد الفتن ۱» په نوم عملیات ترسره کړل او د ۲۱۶ وسله والو د وژلو ادعا یې وکړه.
د جګړې د تلفاتو په اړه د پاکستاني چارواکو او بي ایل اې شمېرې بیا له یو بل سره د پام وړ توپیر لري.
په بلوچستان کې د روان کال د جولای په میاشت کې هم د وسله والو بریدونو او د امنیتي ځواکونو د عملیاتو یوه پراخه دوره تېره شوې ده.
په دې موده کې د امنیتي ځواکونو، پولیسو او ولسي وګړو د مرګ ژوبلې ترڅنګ د بي ایل اې او نورو وسله والو ډلو پر ضد پراخه عملیات شوي وو.
د دې وروستیو بریدونو ځانګړتیا دا ده چې د بي ایل اې د فعالیتونو جغرافیه یوازې په یوه ضلعه یا یوه ډول هدف پورې محدوده نه ښکاري؛ امنیتي کاروانونه، لویې لارې، پوځي پوستې، د کانونو او اقتصادي پروژو اړوند تاسیسات او د دولت ځینې ادارې په بېلابېلو سیمو کې د بریدونو هدف ګرځي.
د امنیتي چارو د څار سرچینې هم په اګست کې د بلوچستان په بېلابېلو ضلعو کې د بي ایل اې پر ضد د عملیاتو او نښتو ګڼې پېښې ثبت کړې دي.
د CPEC او طبیعي زیرمو امنیت
بلوچستان د پاکستان له اقتصادي پلوه یوه ستراتیژیکه سیمه ده. د ګوادر بندر، سيپيک، د سرو زرو او مسو کانونه او د سینډک په څېر پروژې د دې سیمې امنیتي وضعیت ته سیمه ییز او نړیوال اهمیت ورکوي.
بي ایل اې په تېرو بریدونو کې په ځانګړې توګه هغه پروژې او لارې هم په نښه کړې دي چې له چین سره د پاکستان اقتصادي اړیکو پورې تړاو لري.
پاکستان بیا وايي چې د دغو بریدونو یوه مهمه موخه د چین ـ پاکستان اقتصادي همکاریو او د بلوچستان د پرمختیايي پروژو مخنیوی دی.
د څيړونکو په وينا د بلوچستان اوسنی وضعیت له
یوازې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ د نښتې موضوع نه ده بلکې د سیمې د سیاسي، اقتصادي او امنیتي راتلونکي لپاره هم مهمه مسئله ګڼل کېږي.
خبر لرئ
هره ورځ مهمې کیسې خپل بریښنالیک ته ترلاسه کړئ.
