په قبایلي ضلعو کې د لیویز او خاصه دارو هړتال دوام لري
خیبر پښتونخواپاکستان

په قبایلي ضلعو کې د لیویز او خاصه دارو هړتال دوام لري

FF

Farooq Firaq

reporter

پېښور — د خیبر پښتونخوا په ضم شوو قبایلي ضلعو کې د لیویز او خاصه دارو هړتال دوام لري، چې له امله یې د دغو سیمو د امنیتي چارو په اړه اندېښنې هم زیاتې شوې دي.

دا هړتال په داسې وخت کې روان دی چې خیبر پښتونخوا، په ځانګړې توګه د افغانستان پولې ته څېرمه قبایلي سیمې، د ترهګرۍ له جدي ننګونو سره مخ دي او په دغو سیمو کې وخت په وخت د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتې او د وسله والو بریدونه کېږي.

د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي له صوبايي حکومت غوښتي چې د هړتال کوونکو لیویز او خاصه دارو سره دې د خبرو لپاره یو پلاوی ورولېږي او د هغوی ستونزې دې د خبرو له لارې حل کړي.

صوبايي حکومت لا د ګورنر او هړتال کوونکو غوښتنو ته څه ځواب نه دی ویلی.

د جمعې په ورځ پېښور کې خبریالانو سره د خبرو په مهال ګورنر ښاغلي فیصل کریم کنډي د صوبې له اعلا وزیر سهیل افریدي وغوښتل چې د صوبې مهمو ستونزو ته، چې په کې ترهګري، بېکاري او د امن و امان وضعیت شامل دي، لومړیتوب ورکړي.

د ګورنر په وینا، د لیویز او خاصه دارو له هړتال کوونکو سره باید د هغوی د شکایتونو د اورېدو او د ستونزې د هواري لپاره مستقیمې خبرې وشي.

هغه وړاندیز کړی چې صوبايي حکومت دې د خبرو لپاره یو پلاوی وټاکي او له دغو امنیتي کارکوونکو سره دې ناسته وکړي.

د لیویز او خاصه دارو ځواکونه په پخوانیو قبایلي سیمو کې د امنیت او قانون د عملي کولو په برخه کې له اوږدې مودې راهیسې مهم رول لري.

د ګورنر په وینا، د قبایلي ضلعو له خیبر پښتونخوا سره د یوځای کېدو وروسته د دغو ځواکونو د راتلونکي حیثیت، د پولیسو په لیکه کې د هغوی ورګډېدو، د هغوی د ترقۍ د عمل او د خدمتونو اړوند مسایل له مهمو بحثونو څخه پاتې شوي دي.

خبريال ارشد مومند وايي د هړتال کوونکو د ستونزو د حل لپاره د خبرو اړتیا په داسې حال کې بیا مخې ته راغلې چې د قبایلي ضلعو امنیتي وضعیت لا هم نازک دی.

پښتو واشنګټن سره خبرو کې ارشد مومند وويل ،د دغو سیمو اوږده جغرافیه، له افغانستان سره ګډه پوله او د وسله والو د فعالیتونو خطر د سیمه‌ییز امنیتي جوړښت لپاره اضافي ننګونې رامنځته کوي.

د ګورنر فيصل کريم کنډي د څرګندونو له مخې، د صوبايي حکومت لپاره اوس مهمه ده چې د هړتال مسئله د خبرو له لارې حل کړي، څو په هغو سیمو کې چې له وړاندې د امنیتي ستونزو له امله له فشار سره مخ دي، د قانون د عملي کولو په نظام کې لا زیاته ګډوډي رامنځته نه شي.

لیویز او خاصه دار څه غوښتنې لري؟

د لیویز او خاصه دارو د هړتال اوسنی پړاو د اګست له منځنیو ورځو راهیسې روان دی. 

په خېبر قبايلي ضلعه کې د احتجاج کوونکو له خوا په جمرود کې د بابِ خیبر مخې ته د احتجاج کېمپ هم جوړ شوی او د دوی د احتجاج لړۍ له درېیو اوونیو څخه د زیات وخت نه روانه ده.

د ډان نيوز د رپورټ مطابق د احتجاج کوونکو غوښتنې په یوه ۲۲ نکاتي ایجنډا کې راټولې شوې دي. 

دوی په ځانګړې توګه غواړي چې د دوی د خدمتونو لپاره روښانه او عملي سروس سټرکچر جوړ شي او د پولیسو د نورو عسکرو په څېر دې د هغوی د تقرر، رتبې، او نورو مسلکي حقونو په اړه واضحه اصول عملي شي.

د هغوی په غوښتنو کې د ريټايرمنټ، سینیارټي او ترقۍ اړوند مسایل هم شامل دي. 

احتجاج کوونکي وايي، د پخوانیو قبایلي امنیتي ځواکونو د پولیسو له نظام سره د یوځای کېدو له بهیر وروسته لا هم د دوی د خدمتونو او مراعاتو په اړه ځینې مهمې مسئلې نه دي حل شوې.

د هړتال اغېز یوازې تر یوه ځای پورې محدود نه دی پاتې شوی. 

د موجودو راپورونو له مخې، په خیبر، مومندو ،باجوړ او نورو ضم شوو قبایلي ضلعو کې هم د احتجاج کوونکو له خوا د خپلو دندو د بایکاټ او د پولیسو له ځینو اداري چارو سره د همکارۍ د کمولو اعلانونه شوي دي.

خو د راپورونو له مخې په دغو سیمو کې د پولیسو د تاڼو ورځني کارونه په بشپړه توګه نه دي ودرېدلي او په ځینو ځایونو کې پولیسو خپلې عادي دندې روانې ساتلې دي.

په مومندو کې بیا د احتجاجي کمېټې له خوا د پولیسو له ځینو اداري چارو سره د همکارۍ د ودرولو اعلان شوی و. 

په دې کې د ایف‌آی‌آرونو، روزنامچو او د پولیسنګ له ځینو نورو چارو سره د همکارۍ د نه کولو دریځ هم شامل و.

د لیویز او خاصه دارو د ځواکونو د وضعیت مسئله په اصل کې د پخوانۍ فاټا له خیبر پښتونخوا سره د یوځای کېدو وروسته لا نوره هم مهمه شوه. د ۲۰۱۸ کال له اداري بدلون وروسته د پخوانیو قبایلي امنیتي ځواکونو د پولیسو په جوړښت کې د شاملولو بهیر پیل شو، خو د هغوی د رتبې، سروس سټرکچر، سینیارټي او نورو حقونو په اړه اختلافات په بشپړه توګه پای ته نه دي رسېدلي.

خبريال ارشد مومند پښتو وايي د اوسني هړتال له امله په قبايلي ضلعو کې د امنيت په اړه اندیښنې نورې هم زياتې شوې دي.

هغه وايي د صوبايي حکومت لپاره یوه مهمه ننګونه دا ده چې له یوې خوا د لیویز او خاصه دارو غوښتنو ته د حل لاره پیدا کړي او له بلې خوا په هغو سیمو کې د امنیتي او پولیسنګ چارو دوام یقیني کړي چې له وړاندې د ترهګرۍ له ګواښ سره مخ دي.

د هړتال کوونکو او حکومت ترمنځ د خبرو د پیل او د غوښتنو د هواري په اړه تر اوسه کومه وروستۍ موافقه نه ده اعلان شوې.

خبر لرئ

هره ورځ مهمې کیسې خپل بریښنالیک ته ترلاسه کړئ.

په قبایلي ضلعو کې د لیویز او خاصه دارو هړتال دوام لري