په پښتونخوا کې یو کال کې د ماشومانو سره د زیاتي او غفلت 876 پېښې شوې دي
Abdur Razzaq
reporter
پېښور—په پښتونخوا کې د ماشومانو د ساتنې او ښېګړې کمېشن د شمېرې ښيي چې د تېر کال د اګست له 19مې تر د روان 2026 کال د اګست هم دې نېټې پورې په ټوله صوبه کې د ماشومانو د ځورونې، تاوتریخوالي او د غفلت 876 پېښې ريکارډ شوې دي۔
د کمېشن د معلوماتو له مخې، په دغو پېښو کې 61 د ماشومانو پر وړاندې د جنسي ځورونې او 46 د نجونو د جنسي ځورونې پېښې شاملې دي۔
د ماشومانو د حقونو لپاره کار کوونکي وايي چې په ټولنه کې د ماشومانو پر ضد د جنسي، جسماني، رواني او نورو ډول ډول تاوتریخوالي او ځورونې پېښې د ثبت شويو پېښو څخه لا هم ډېرې وي، د دوی په وېنا ځکه چې زیاتره خلک د ټولنیز فشار او دود دستور له کبله له ادارو سره معلومات نه شریکوي او نه په دې اړه مقدمې درج کوي، چې له کبله یې ډېرې پېښې پټې پاتې کېږي۔
د ماشومانو د حقونو فعال عمران ټکر وايي چې د ماشومانو پرضد کېدونکو جرمونو مخنوي او د هغوی د خونديتوب لپاره په کال 2010 کې قانون سازي شوي او د هر يو جرم لپاره پکې سزا ټاکلی شوی ده۔
نوموړي زیاته کړه:
"ماشوم ته د جسماني سزا ورکولو په اړه که مقدمه درج شوې وي، نو په هغې کې شپږ میاشتې قید او 50 زره روپۍ جرمانه ده۔ د جنسي تېري په کېس کې د عمر قید سزا ده، او د پورنوګرافي (فحش جنسي موادو) او ټرافیکنګ يا سمګلنګ په کېسونو کې له 14 کلونو څخه تر عمر قید پورې سزاګانې دي.”
د عمران ټکر په خبره، په پښتونخوا کې وضع شوی قانون که څه هم یو ښه قانون دی، خو د بودجې او نورو اړوندو وسایلو د کمښت له کبله په سمه توګه نه دی عملي شوی.
هغه زیاتوي چې د قانون د سم عملي کولو لپاره اړینه ده چې اړوندو ادارو ته لازم سهولتونه برابر شي او په دې برخه کې د والدینو او ماشومانو ترمنځ پوهاوی هم زیات شي۔
د کمېشن له خوا ثبت شوو پېښو کې تر ټولو ډېره برخه د ماشومانو په اړه د غفلت ده، چې ټول ټال 292 پېښې ثبت شوې دي چې پکې 213 هلکان او 79 جينکۍ اغېزمنن شوي دي۔
د شمېرو ترمخه د ماشومانو پر وړاندې د جمساني تاوتریخوالي 114 او د رواني تاوتریخوالي 86 پېښې ثبت شوې دي۔
د کمېشن د شمېرو له مخې، په ښودل شوې موده کې د ماشومانو د کار يا چايلډ لېبر 95 پېښې هم ثبت شوې دي چې د کار تر ټولو ناوړه قسمونه پکې هم شامل دي۔ له دې ډلې 86 پېښې د هلکانو او باقي پاتې د جينکو دي۔
د کمېشن په شمېرو کې لیکل شوي دي چې په ټولنه کې د دود دستور پر اساس ماشومانو ته زیان رسوونکو علتونو، د ماشومانو سره امتیازي سلوک او د کم عمرۍ د ودونو هلکانو سره 134 او د نجونو سره 36 پېښې مخې ته راغلي دي، چې د چارواکو په وینا دا قسم کېسونه ډېر کم رپورټ کېږي۔
د خېبر پښتونخوا د ماشومانو د تحفظ او ښېګړې کمېشن ډپټي چيف محمد اعجاز خان ترمخه صوبايي حکومت د ماشومانو د خونديتوب لپاره قانون جوړ کړی او اغېزمنو کورنیو او ماشومانو ته سمدستي انصاف ورکولو د پاره پکې خاص موده ټاکلی شوی ده۔
هغه وايي:
"د ټرایل يا قضيې لپاره یوه ټاکلې موده ده، چې له مخې یې باید قضیه په څلورو میاشتو کې بشپړه شي۔ په دې برخه کې زموږ هڅه دا ده چې پراسیکوشن هم له موږ سره همغږی وي او پر قضیو چټک کار وشي. د حکومت او زمونږه د محکمې تمرکز پر دې دی چې عدالتونو کې د ماشومانو قضیې د لومړیتوب پر اساس مخته یووړل شي.”
عمران ټکر وايي چې د ماشومانو پر وړاندې د بېلابېلو جرمونو د مخنیوي لپاره اړینه ده چې د ټولنې ټول اړوند سټېک هولډرز، که هغه د عصري علومو او دیني مدرسو ښوونکي وي، که سیاسي مشران او کارکوونکي وي، که علما وي او که والدین وي، له رسنیو سره یو ځای د دغو جرمونو پر وړاندې ګډ غږ پورته کړي۔ د نوموړي په وینا، که ټولنه په ګډه د ماشومانو د خونديتوب لپاره کار وکړي، نو د دغو پېښو مخنیوی ممکن دی۔
پاکستان کې د ماشومانو د تحفظ لپاره کار کوونکې ساحل نومې ادارې د شمېرو تر مخه، د روان کال له جنورۍ څخه تر جون پورې پر ماشومانو د تاوتریخوالي او استحصال 1914 پېښې رپورټ شوې دي، چې پکې 58 فيصده جينکۍ او 42 فيصده هلکان متاثره شوي دي۔
خبر لرئ
هره ورځ مهمې کیسې خپل بریښنالیک ته ترلاسه کړئ.
