د انټر پول په ذریعه نیول شوی ممتازی د پولیسو ولکه کې وژل شوی
Farooq Firaq
reporter
پېښور — د خیبر پښتونخوا پولیسو ته په ۴۹ سنګینو مقدمو کې مطلوب بلل شوی د پېښور ممتاز عرف ممتازی د ګل/دوشنبې په ماښام د پېښور د نادرن بای پاس په سیمه کې د پولیسو د یوې ډلې پر موټر د وسله وال برید پر مهال ووژل شو.
ممتازی په دې وروستیو کې وروسته له هغې بحرین ته تښتیدلی ؤ چې د پېښور پولیسو ګڼ شمیر بدمعاشان اؤ جرمونو کې د ککړو ډلو مشران په پولیس مقابلو کې ووژل.
د خپلې وژنې نه یوازې څو ساعته وړاندې ممتازي هم د بحرین څخه پخپل یو غږیز پېغام کې د پولیسو له لوري د خپلې وژنې اندېښنه څرګنده کړې وه.
د ګل په ماسخوتن د پېښور کیپټل سټي پولیسو په لومړنیو معلوماتو کې ویلي چې د شاه پور تاڼې په حدودو کې د ممتازي په انتقالونکې پولیس ډله د نامعلومو وسله والو لخوا په هغه ډزې او د لاسي بم برید وشو.
د پولیسو په وینا، په پېښه کې دوه ایس ایچ اوز ټپیان شول، ممتازی ووژل شو او د پولیسو په ځوابي کارروایي کې دوه برید کوونکي هم ووژل شول.
پولیس وايي، د پېښې تر شا د ممتازې د مخالفینو د لاس لرلو شک شته او د برید کوونکو د پېژندنې لپاره د سیمې د پلټنې عملیات روان دي.
خو ممتازي پاکستان ته له انتقال څو ساعته وړاندې، د بحرین له هوايي ډګر څخه پخپله یوه غږیز پیغام کې د خپل ژوند په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.
هغه پخپل غږیز پیغام کې غوښتنه کړې وه چې پيغام یې باید د هغه وکیل او د اړوندې محکمې قاضي ته ورسول شي.
ممتازې ویلي و چې د بحرین نه پېښور ته د هغه د انتقالولو لپاره د پېښور پولیس دوه افسران بحرین ته ورغلي اؤ هغه به نن پاکستان ته د ځان سره انتقالوي .
ممتازي ویلي وؤ هغه دا مهال د پولیسو ولکه کې دی اؤ که وروسته د هغه د وژنې په اړه د پولیس مقابلې یا د ملګرو لخوا د هغه د خلاصولو د هڅې په ترڅ کې هغه ووژل شي نو دا دعوه باید ونه منل شي «ځکه چې زما ملګري دومره تکړه نه دي چې ما به له پولیسو خلاص کړي»
د کورنۍ او محکمې اندېښنې
د ممتازې کورنۍ هم تر دې وړاندې په پېښور هایکورټ کې د عریضې له لارې اندېښنه څرګنده کړې وه چې پولیس ښايي نوموړی په جعلي پولیس مقابله کې ووژني.
د ممتازي د مور لخوا پېښور هایکورټ ته د شوې ادعا له مخې، هایکورټ پولیسو ته د ممتازي پاکستان ته له راوستلو وروسته د هغه د خوندي ساتنې په اړه لارښوونې هم کړې وې.
خو د ممتازې د کورنۍ د دغو ادعاوو په اړه د پولیسو دریځ مختلف و. پولیسو په محکمه کې دا ادعاوې رد کړې وې چې ګنې ممتازې د پېښور پولیسو په غوښتنه په بحرین کې نیول شوی یا د پېښور پولیسو په تحویل کې دی.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبریال حق نواز په خپل فېسبوک پوسټ کې د ممتازې د مرګ په اړه د پولیسو د مقابلې د روایت ترڅنګ د قانون او حساب ورکونې پوښتنې راپورته کړې دي.
حق نواز پوښتنه کړې چې ممتازی د چا په تحویل کې و؟ د هغه د وژلو مسؤل څوک دی او دا چې د پولیسو او نورو قانون نافذوونکو ادارو څخه د داسې پېښو په اړه پوښتنې کېدای شي که نه؟
هغه په خپل پوسټ کې د دې پوښتنې غوښتنه هم کړې چې لومړی باید دا معلومه شي چې ممتازی چا وژلی، مقابله چېرته شوې او برید کوونکي څوک وو؟
حق نواز د پخوانیو ورته پېښو په یادولو سره لیکلي چې دا کومه لومړۍ داسې کیسه نه ده او د قانون او نظام په اړه به پوښتنې راپورته کېږي.
خبریال لحاظ علي په خپل فېسبوک پوسټ کې د پولیسو له قوله ویلي چې ممتازې په ۴۹ مقدمو کې د خیبر پښتونخوا پولیسو ته مطلوب و.
د لحاظ علي په پوسټ کې د ممتازي پر ضد د قتل، د قتل د هڅې، هدفي وژنې، قلنګ اخیستنې، تښتونې، شوکو، ناقانونه وسلو، پر پولیسو د بریدونو، د خلکو پر جایدادونو د مبینه قبضو او په خلکو کې د وېرې خپرولو په څېر قضیې یادې شوې دي.
خو ممتازي تر دې وړاندې وخت په وخت خپلو بیانونو کې دا ټولې دعوې رد کړې وې اؤ ویلي یې وؤ هغه نه بدمعاش دی اؤ نه یې بېګناه وژنې یا په جایدادونو قبضې کړې دي ، بلکې خپلې خانداني دښمنۍ یې دي اؤ په هغې کې یې هم عدالتونو نه ضمانتونه اخستي دي.
خبریال لحاظ علي ویلي چې د ۲۰۲۵ کال په جولای کې د خیبر پښتونخوا پولیسو د ممتازې د سر بیه ۵۰ لکه روپۍ ټاکلې وه.
د ممتازې له پېښې وړاندې هم په تېرو څو میاشتو کې په پېښور او شاوخوا سیمو کې په جعلي پولیس مقابلو کې په سنګینو جرمونو کې د ککړو ملزمانو د وژنې راپورونه مخې ته راغلي دي.
د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر میاشت کې د پېندۍ اؤ پېښور د پولیسو په ګډو عملیاتو کې د ادم خان عرف ادمي د وژل کېدو په اړه پولیسو ویلي وو چې هغه په ګڼو سنګینو قضیو کې مطلوب و او د پېښور او راولپنډۍ پولیسو د ګډو عملیاتو پر مهال په واه کینټ کې د نښتې په ترڅ کې ووژل شو خو ادم خان هم له وژل کیدو مخې پخپل یو غږیز پیغام کې تورونه لګولي وؤ چې پولیسو یې پر سر پيسې اخستې دي.
د پېښور د پولیسو مشر یا سي سي پي او ډاکټر میا سعید د ادم خان ټول تورونه دروغ بللي وؤ او دعوه یې کړې وه چې هغه په ګڼو قضیو کې پولیسو ته مطلوب ؤ اؤ پولیس سره د مقابلې پر مهال وژل شوی.
ډاکټر سعید وخت په وخت جرایم پيشه عناصرو ته ګوت څنډنه کوي چې خپل انجام ته به یې رسوي.
له ادم خان وروسته أه دسمبر ۲۰۲۵م کې د پېښور پولیسو په یوه مقابله کې د پېښور د یوې بلې وسله والې ډلې لعل شیر ګروپ د دریوؤ مشرانو لال شیر، جان شیر اؤ رمضان شیر د وژلو دعوه هم کړې چې خپلو کې وروڼه وؤ.
مطبوعاتي رپورټونه ښایي چې د تیر یو کال په مهال د پېښور پولیسو په بیلابیلو مقدمو کې د شلګونو جرایم پیشه عناصرو د وژنو دعوې کړې دي خو وخت په وخت خبریالان اؤ د بشري حقونو ادارې دې کې زیاتره مقابلې جعلي ګرځوي اؤ وژنو ته د عدالت تر شا د خودسرانه وژنو نوم ورکوي
خبر لرئ
هره ورځ مهمې کیسې خپل بریښنالیک ته ترلاسه کړئ.
