یوناما: د افغانستان په جګړو کې له ۴۰ زرو ډېر ملکي وګړي وژل شوي
افغانستانخیبر پښتونخوا

یوناما: د افغانستان په جګړو کې له ۴۰ زرو ډېر ملکي وګړي وژل شوي

FF

Farooq Firaq

reporter

پېښور- په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی، یوناما، وايي چې د ۲۰۰۹ کال له پیل څخه د طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست تر ۱۵مې د واک تر نیولو پورې د جګړو پر مهال له ۴۰ زرو ډېر ملکي وګړي وژل شوي او له ۷۷ زرو ډېر ټپیان شوي دي.

یوناما په خپل نوي راپور کې وايي، د دغو ملکي تلفاتو تر شا د جګړې بېلابېلې خواوې شاملې دي، چې طالبان، داعش، پخواني افغان امنیتي ځواکونه، له حکومت سره تړلې وسله‌والې ډلې او نړیوال ځواکونه پکې شامل دي.

په افغانستان واکمن د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو دا راپور یو اړخیز بللی دی اؤ وایي،یوناما پخپل راپور کې د اوسنیو افغان چارواکو پر مسؤلیت  له اندازې زیات ټینګار کړی دی.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د جګړو د قربانیانو د مرستې او عدالت موضوع تر اوسه په بشپړه توګه نه ده حل شوې او ډېرې کورنۍ لا هم له هغو زیانونو سره مخ دي چې د جګړو پر مهال ورته اوښتي دي.

یوناما وايي، د نوي راپور لپاره یې له ۱۹۵ قربانیانو او د هغوی د کورنیو له غړو سره خبرې کړې دي.

د مرکه شویو کسانو خبرې ښيي چې د جګړې اغېزې یوازې د خلکو تر وژل کېدو او ټپي کېدو پورې محدودې نه دي بلکې د هغوی پر رواني حالت، اقتصادي ژوند، کار او زده‌کړو یې هم اوږدمهاله اغېز کړی دی.

نږدې ۹۵ سلنه مرکه شویو کسانو ویلي چې د جګړو له امله له رواني ستونزو سره مخ شوي دي. په دغو ستونزو کې ژور خپګان، اندېښنه، د تېرو پېښو بیا بیا ور په یادېدل او په ځینو مواردو کې د ځان وژنې فکرونه شامل دي.

۵۸ سلنه کسانو ویلي چې د جګړو له امله یې د بدن زیانونه لیدلي او ډېری یې لا هم له اوږدمهاله دردونو او معدوزۍ سره ژوند کوي.

همداراز، ۸۴ سلنه کسانو ویلي چې د جګړې له امله یې مالي زیانونه لیدلي دي. د ډېرو کورنیو د عاید سرچینه له منځه تللې او ځینې ټپیان او معذوره  شوي کسان اوس د کار یا زده‌کړو توان نه لري.

ډېری قربانیان عدالت ته نه دي تللي

یوناما وايي، له نیمایي ډېرو مرکه شویو قربانیانو هېڅکله د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره له کومې ادارې څخه د مرستې یا عدالت غوښتنه نه ده کړې.

د دې کار یو مهم لامل دا و چې ډېرو کسانو باور نه درلود چې څوک به یې خبره واوري. ځینو بیا وېره لرله چې د خپلې دعوې له امله به له غچ اخیستنې سره مخ شي.

د راپور له مخې ،هغه کسان چې د عدالت یا مرستې د ترلاسه کولو هڅه یې کړې، ډېری یې هم بریالي شوي نه دي.

یوناما وايي، د قربانیانو پر وړاندې د ادارو کمزوری کار، د اړوندو ادارو له خوا د هغوی د غوښتنو نه اورېدل او د اوږدو او ستونزمنو لارو شتون هغه ستونزې دي چې د عدالت د ترلاسه کولو مخه یې نیولې ده.

قربانیان څه غواړي؟

د یوناما د مرکې له مخې، د قربانیانو تر ټولو لویه غوښتنه د خپلو زیانونو مالي جبران دی.

۸۱ سلنه مرکه شویو کسانو مالي جبران غوښتی دی.

۴۸ سلنه کسانو عدالت ته د لاسرسي غوښتنه کړې ده.

او ۴۷ سلنه کسانو ویلي چې باید داسې لارې جوړې شي چې په راتلونکي کې ورته د بشري حقونو سرغړونې بیا تکرار نه شي.

د یوناما په وینا، یوازې یو شمېر قربانیانو د بښنې یا رسمي بښنې غوښتنه کړې ده. ځینو ویلي چې یوازې بښنه د هغوی د وژل شویو خپلوانو ژوند بیرته  نه شي راستنولی  او نه یې د شوؤ ټولو زیانونو ازاله کولی شي.

د جګړې زخمونه لا هم تازه دي

د یوناما سرپرستې او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، ژیورژېت ګاګنون، وايي، له قربانیانو سره د ترسره شویو خبرو له لارې په افغانستان کې د جګړو له امله د خلکو د ژورو رواني ستونزو اندازه څرګندېږي.

نوموړې وايي، هغه څه چې په تېرو جګړو کې پېښ شوي، لا هم د ډېرو قربانیانو او د هغوی د کورنیو پر ژوند اغېز کوي.

د یوناما په وینا، د جګړې پای په خپله د قربانیانو ستونزې نه شي ختمولی او د هغوی لپاره د حق غوښتنې، مرستې او د زیانونو د جبران لارې هم اړینې دي.

راپور ته د طالبانو غبرګون

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوناما په راپور کې خپل لیکلی غبرګون ورکړی او د راپور پر ځینو موندنو یې نیوکه کړې ده.

دغه وزارت وايي، د یوناما راپور متوازن نه دی او د اوسنیو افغان چارواکو پر مسؤلیت یې له اندازې زیات ټینګار کړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې چې د راپور له ۴۴ وړاندیزونو څخه ۳۶ یې په مستقیم ډول د اوسنیو چارواکو په اړه دي.

د وزارت په وینا، په دې ډول د سپارښتنو وېش د افغانستان په تېرو جګړو کې د ټولو ښکېلو خواوو مسؤلیت په سمه توګه نه څرګندوي.

طالبانو ټینګار کړی چې د بهرنیو ځواکونو او د جګړې د نورو خواوو کړنې هم باید په پام کې ونیول شي خو

یوناما په خپل راپور کې یوازې اوسني افغان چارواکي د تېرو جګړو د ټولو ستونزو مسؤل نه بولي.

راپور وايي، د قربانیانو حقونو ته د رسېدو لپاره د جګړې ټولې ښکېلې خواوې باید خپله برخه واخلي.

یوناما له هغو هېوادونو هم غواړي چې ځواکونه یې په افغانستان کې د جګړو پر مهال موجود وو، که د خپلو ځواکونو د بشري حقونو د سرغړونو په اړه تورونه موجود وي، هغه وڅېړي او د مسؤلیت موضوع روښانه کړي.

راپور له پخوانیو ښکېلو ډلو هم غواړي چې د هغو کسانو د برخلیک په معلومولو کې مرسته وکړي چې د جګړو پر مهال ورک شوي دي.

یوناما څه غوښتنې لري ؟

یوناما له اوسنیو افغان چارواکو غواړي چې د بشري حقونو او د جګړې د اصولو د سرغړونو د څېړلو لپاره داسې لارې جوړې کړي چې قربانیان خپلې دعوې ثبت او تعقیب کړای شي.

د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی همداراز د قربانیانو لپاره د مرستې او مالي جبران د پراخو پروګرامونو د جوړولو غوښتنه کوي.

یوناما وايي، د تېرو جګړو د قربانیانو ستونزې باید یوازې د پیسو په ورکولو حل نه شي، بلکې د هغوی د حقونو پېژندل، د پېښو رښتیا معلومول، عدالت ته لاسرسی او د ورته پېښو د بیا نه تکرار لپاره ګامونه هم اړین دي.

د افغانستان د جګړې د ملکي تلفاتو شمېرې د تېرو کلونو په اوږدو کې په پرله‌پسې توګه لوړې شوې دي.

د یوناما د پخوانیو شمېرو له مخې، د ۲۰۰۹ کال له پیل څخه د ۲۰۲۱ کال د اګست تر ۱۵مې پورې په افغانستان کې لسګونه زره ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي.

په دغو کلونو کې د طالبانو او داعش بریدونه، د افغان امنیتي ځواکونو عملیات، د حکومت پلوه وسله‌والو ډلو فعالیتونه او د نړیوالو ځواکونو هوايي او ځمکني عملیات د ملکي تلفاتو له مهمو لاملونو څخه ګڼل شوي دي.

یوناما وايي، د جګړو د قربانیانو لپاره د حق غوښتنې موضوع په داسې حال کې لا هم نه ده حل شوې چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د پراخې جګړې کچه کمه شوې ده.

خو د ملګرو ملتونو په وینا، د جګړې د ټپیانو، د وژل شویو کسانو د کورنیو، معذوزانو او هغو کسانو ستونزې چې خپل کورونه او د عاید سرچینې یې له لاسه ورکړي، لا هم دوام لري.

د یوناما نوی راپور وايي، په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو له امله رامنځته شوي زیانونه د یوې ورځې یا یوه کال په تېرېدو نه ختمېږي.

د قربانیانو په وینا، دوی یوازې د خپلو وژل شویو او ټپیانو د کورنیو لپاره مرسته نه غواړي؛ بلکې غواړي د دوی د زیانونو په اړه حقیقت روښانه شي، د حق غوښتلو زمینه ورته برابره شي او په راتلونکي کې نور افغانان له ورته برخلیک سره مخ نه شي.

یوناما وايي، د افغانستان د جګړو د قربانیانو د حقونو ساتل د اوسنیو چارواکو، پخوانیو ښکېلو خواوو او نړیوالې ټولنې ګډ کار ته اړتیا لري.

خبر لرئ

هره ورځ مهمې کیسې خپل بریښنالیک ته ترلاسه کړئ.

یوناما: د افغانستان په جګړو کې له ۴۰ زرو ډېر ملکي وګړي وژل