بلوچستان کې دوه پوځي افسران، درې پوځیان، یو سرکاري افسر اؤ ۲۱ وسله وال وژل شوي
پاکستانبلوچستان

بلوچستان کې دوه پوځي افسران، درې پوځیان، یو سرکاري افسر اؤ ۲۱ وسله وال وژل شوي

FF

Farooq Firaq

reporter

پېښور — د پاکستان پوځ وايي د بلوچستان په زیارت کراسنګ کې د وسلوالو په برید کې د دوه پوځي افسرانو په ګډون، پینځه پوځیان او یو د ګمرکونو (کسټمز) د څانګې افسر وژل شوي. پوځ د بلوچستان په زیارت کراس، چاغي او پشین ضلعو کې د وژل شوو وسله والو شمېر ۲۱ ښيي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې یا آي ایس پي ار په وینا، دا پېښې د اګست د ۳۱مې او د سپتمبر د لومړۍ نېټې په منځ شپه کې په چاغي کې د نوکچا او په پشین کې د زیارت کراس په سیمو کې شوې دي.

د پوځ د ویاندې ادارې  د بیان له مخې، د اګست په ۳۱مه د بلوچستان په چاغي ولسوالۍ کې وسله والو د کوټې ـ تفتان پر N-40 لویه لار د مسافرو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره یو غیرقانوني پوسته جوړه کړې وه او غوښتل یې له خلکو باج واخلي.

آي ایس پي ار وایي ،امنیتي ځواکونو د وسله والو پر ضد سمدستي اقدام وکړ او د ډزو په نښته کې یې ۱۱ وسله وال ووژل. د پوځ په وینا، له وژل شویو کسانو څخه وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.

د ګمرک پر ودانۍ برید

د شپې په یوه بله پېښه کې وسله والو د پشین په زیارت کراس سیمه کې د ګمرک پر ودانۍ د برید او د هغې د نیولو هڅه کړې ده.

آي ایس پي ار وايي، امنیتي ځواکونو د برید مخه ونیوله او په نښته کې یې ۱۰ وسله وال ووژل. د پوځ په وینا، ځینې تښتېدونکي وسله وال هم وروسته په نښه شول.

پوځ منلې چې په  دې نښته کې د دوو افسرانو او د ګمرک د یوه چارواکي په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي.

د بلوچستان امنیتي وضعیت 

په بلوچستان کې د تېرو څو کلونو راپدیخوا د وسله والو یاغیانو له لوري د بغاوت لړۍ زیاته چټک شوې اؤ په دې بریدونو کې پوځ او ریاست مخالفه وسله وال وخت په وخت یو بل ته د درنو مالي زیانونو د اړولو دعوې کوي.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ PICSS د اګست د میاشتې په ارزونه کې ویلي چې په اګست کې په بلوچستان کې ۸۹ وسله وال بریدونه ثبت شوي؛ دا شمېر د جولای د ۸۳ بریدونو په پرتله اووه سلنه زیاتوالی ښيي.

د PICSS په وینا، په بلوچستان کې د اګست پر مهال د وسله والو بریدونو له امله ۷۶ کسان وژل شوي، په داسې حال کې چې په جولای کې دغه شمېر ۱۶۲ وو. امنیتي عملیات بیا په اګست کې د ۱۱۵ وسله والو د وژل کېدو سبب شوي دي.

په ټول پاکستان کې د اګست پر مهال ۱۹۹ وسله وال بریدونه ثبت شوي، چې د جولای د ۱۴۴ بریدونو په پرتله ۳۸ سلنه زیاتوالی دی. خو د بریدونو له امله د وژل شویو کسانو شمېر د جولای له ۲۶۸ څخه په اګست کې ۱۵۸ ته راکم شوی دی.

په بلوچستان کې د تاوتریخوالي اصلي لوبغاړي څوک دي؟

بلوچستان کې امنیتي ستونزه یوازې د یوې وسله والې ډلې له فعالیتونو سره نه تړل کېږي.

د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې د بلوچستان د بېلتون غوښتونکو وسله والو لپاره د «فتنه الهندوستان» اصطلاح کاروي، په داسې حال کې چې د پاکستان د طالبانو تحریک، یا TTP، ته د «فتنه الخوارج» نوم کارول کېږي. د حکومت په وینا بلوچستان کې د ترهګرۍ په وروستیو پېښو کې د دواړو ډلو اړوند وسله وال شامل پاتې شوې دي.

د پاکستان دا دریځ چې د بلوچستان ځینې وسله والې ډلې د هند له ملاتړ څخه برخمنې دي، هند ردوي. افغانستان هم د پاکستان هغه تورونه رد کړي چې له خپلې خاورې څخه د پاکستان پر ضد د وسله والو فعالیتونو ته اجازه ورکوي.

د بلوچستان د بېلتون غوښتونکو ډلو په منځ کې بلوچ لبریشن آرمي یا بي ایل اې تر ټولو مشهوره او ځواکمنه ډله بلل کېږي.

د رویټرز د یوې تفصیلي څېړنې له مخې بي ایل اې له څو لسیزو راهیسې د پاکستان له مرکزي حکومت سره په وسله واله شخړه کې ده او د بلوچستان د طبیعي زیرمو، سیاسي واک او د صوبې د خلکو د برخې په اړه شکایتونه لري. دغه ډله د بلوچستان د خپلواکۍ غوښتنه کوي.

د بغاوت بڼه ولې بدله شوې؟

رویټرز وايي چې په تېرو کلونو کې د بلوچستان وسله وال بغاوت له نسبتاً کم شدت لرونکې جګړې څخه په لا منظم، همغږي او مرګوني وسله وال حرکت بدل شوی دی.

د ۲۰۲۴ کال په اګست کې د بلوچستان په ګڼو سیمو کې همغږي بریدونه وشول، په ځینو لویو لارو کې مسافر له بسونو ښکته او د پېژندنې له وروسته ووژل شول.

په ۲۰۲۵ کال کې د جعفر اېکسپرېس د تښتونې پېښې هم د بلوچستان د وسله والو د فعالیتونو نوی اړخ څرګند کړ. 

د رویټرز په وینا، وسله والو د رېل پټلۍ ویجاړه کړه، پر اورګاډي یې برید وکړ او له ۴۰۰ څخه د زیاتو مسافرو د یرغمل کولو هڅه وشوه.

د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په لومړیو کې بیا بلوچستان د وروستیو کلونو له تر ټولو پراخو همغږو بریدونو سره مخ شو. رویټرز هغه مهال راپور ورکړ چې د بي ایل اې وسله والو په یو شمېر ښارونو او سیمو کې پر امنیتي مرکزونو، دولتي ودانیو او نورو ځایونو بریدونه کړي وو. د پاکستان چارواکو د سختو عملیاتو په ترڅ کې د ګڼو وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړی و.

د بلوچستان شخړه یوازې امنیتي مسئله نه ده

بلوچستان د پاکستان تر ټولو لویه صوبه ده، خو د ابادۍ  له پلوه تر ټولو کمه ده. دغه سیمه د طبیعي ګاز، مسو، سرو زرو او نورو معدني زیرمو له پلوه ډېره غني ده.

د رویټرز د معلوماتو له مخې، د بلوچستان د بېلتون غوښتونکو یوه اساسي دعوه دا ده چې د صوبې طبیعي شتمني په کافي اندازه د سیمې خلکو ته نه رسېږي او مرکزي حکومت پرې خېټه اچولې ده.

 پاکستان حکومت بیا د بېلتون غوښتونکو وسله وال فعالیتونه د دولت پر ضد ترهګري او بغاوت بولي.

د بلوچستان ستراتیژیک اهمیت د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلېز سي پيک CPEC، د ګوادر بندر او د کانونو له لویو پروژو سره هم تړلی دی. د رویټرز په وینا، د چین پانګونې او د بلوچستان د کانونو پروژو له امله په دغه سیمه کې امنیتي وضعیت د پاکستان ترڅنګ د چین لپاره هم مهم دی.

خبر لرئ

هره ورځ مهمې کیسې خپل بریښنالیک ته ترلاسه کړئ.

بلوچستان کې دوه پوځي افسران، درې پوځیان، یو سرکاري افسر اؤ