انوارالحق کاکړ هم په بدنامۍ قار دی! واه
Pashto Washington
editor
واشنګټن - د پاکستان پوځ پلوه پخوانی مواقتي وزیر اعظم انوارالحق کاکړ د یو بېوسه خبریال شاهد مېټلا سره په جګړه دی او وايي د هغه بدنامي یې کړې ده.
دا نو د اخېرې زمانې یوه بله نښه ده چې انوارالحق کاکړ هم دا فکر کوي چې عزت داره سړی دی او د یو خبریال څه مجال دی چې داسې رپوټ ورکړي چې لنګۍ یې د سره وغورځوي.
د کاکړ صېب ملګري زوره ور خلک دي. قانون د هغوی د پښو خاورې.
د پاکستان د خبریالانو د اتحادیې مشر افضل بټ وايي چې د ښاغلي کاکړ په شکایت د خبریال د نیولو لپاره د کوټې نه اسلام اباد ته کسان ورلېږل شوي وو او هلته یې تېره شپه د یو رېسټورانټ نه خبریال ځان سره بوتلو.
د پخواني مواقتي وزیر اعظم انوارالحق کاکړ قار او غصه په اېکس باندې د هغه په ټویټونو کې څرګنده ښکاري. د انتقام او غصې ډک، په ماته ګوډه انګرېزۍ کې، ښاغلی کاکړ وايي چې په ډېر شدت سره به دغه قضیه پر مخ بیايي.
ښاغلی کاکړ د بېوسه خبریال نه انتقام هم په خپله خوښه اخستل غواړي.
نوموړی د اسلام اباد عدالتونو کې قانوني جګړه کول نه غواړي. کېدای شي هلته یې د انتقام لمبې سړې نه شي نو غواړي چې خبریال کوټې ته بوځي او هلته ورسره حساب کتاب وکړي.
پښتانه وايي: په کور خو مېږی هم تکړه وي.
د خبریال بېوسي په خپل ځای، خو په کومه لاره چې ښاغلی کاکړ د خبریال نه بدل اخلي نو دا ښيي چې اوسني پاکستان کې څومره واړه خلک په څومره غټو څوکیو ناست دي.
په پاکستان کې چې د ریاست او پوځ ګوډاګی یې نو ټپس پکې د سپین باز په بیعه خرڅېږي. ځکه خو تېره ورځ د پیپلز ګوند مشر بلاول بهټو زرداري ووېل چې پاکستان کې د کرپشن (بډې رشوتونو) تر ټولو اسانه لار دا ده چې تاسو د ریاست ښي لاس ته ولاړ يئ نو بیا هر څه کولای شئ.
البته، دغه حېثیت یوه نیمګړتیا لري. د دغه ډول خلکو د “عزت” محل د داسې شګو جوړ وي چې د هغوی په فکر د خبریال یوه جمله یې تس نس کولای شي.
خبر لرئ
هره ورځ مهمې کیسې خپل بریښنالیک ته ترلاسه کړئ.
