‎د ټرمپ د وژلو د پلان په تور یو پاکستاني ته د ۲۷ نیم کاله قېد سزا ورکړل شوې ده
پاکستانافغانستان

‎د ټرمپ د وژلو د پلان په تور یو پاکستاني ته د ۲۷ نیم کاله قېد سزا ورکړل شوې ده

PW

Pashto Washington

editor

نیویارک — د امریکا یوې فدرالي محکمې پاکستاني وګړي آصف مرچنټ ته د ولسمشر ډانلډ ټرمپ او نورو امریکايي سیاسي مشرانو د وژلو د پلان په تور د ۲۷ نیمو کالو لپاره د قېد سزا ورکړې ده.

په ۴۸ کلن آصف مرچنټ تورن و چې په ۲۰۲۴ کال کې یې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ د لارښوونې له مخې هڅه کړې وه چې د امریکا یو مهم سیاسي مشر ووژني.

د امریکا د عدلیې وزارت په وینا، د مرچنټ د پلان احتمالي هدفونه د هغه مهال ولسمشر جو بایډن، د ولسمشرۍ پخوانۍ نومانده نیکي هیلي او ډانلډ ټرمپ وو، چې هغه مهال د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند و.

مرچنټ د روان کال په مارچ میاشت کې د اجرتي یا اجیر قاتل په ګومارلو او د نړیوال ترهګریز فعالیت د هڅې په تور د محکمې له خوا مجرم پېژندل شوی و.

د محکمې د اسنادو له مخې، نوموړي هغو کسانو ته چې ګومان یې کاوه اجیر قاتلان دي، د سیاسي مشر د وژلو د پلان په اړه معلومات ورکړي او پنځه زره ډالره یې هم ورکړي وو. خو هغه کسان په حقیقت کې د امریکا د تحقیقاتو فدرالي ادارې (اېف بي ای) پټ مامورین وو.

مرچنټ په خپله دفاع کې ویلي وو چې د ایران د انقلابي ګارډ یوه استخباراتي چارواکي د هغه د کورنۍ د غړو د خوندیتوب په اړه ګواښونه کړي وو او دی اړ شوی و چې د وژنې په پلان کې برخه واخلي.

هغه محکمې ته ویلي وو چې تمه یې لرله امریکايي چارواکي به یې پلان شنډ کړي او دی به وکولای شي له هغوی سره همکاري وکړي.

خو څارنوالانو د هغه دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې مرچنټ د امریکا او ټرمپ پر ضد په ټولنیزو رسنیو کې هم څرګندونې کړې وې.

قاضي ایریک کومیتي د سه شنبې په ورځ د سزا د اعلان پر مهال ویلي چې د یوه امریکايي ولسمشر یا لوړپوړي دولتي چارواکي د هدفي وژنې پلان یو له تر ټولو جدي جرمونو څخه دی.

د مرچنټ مدافع وکیلانو ویلي چې نوموړی به پر محکمې د استیناف غوښتنه وکړي.

ایران په وار وار د امریکايي چارواکو د وژلو په داسې پلانونو کې لاس لرل رد کړي دي.

خبر لرئ

هره ورځ مهمې کیسې خپل بریښنالیک ته ترلاسه کړئ.

‎د ټرمپ د وژلو د پلان په تور یو پاکستاني ته د ۲۷ نیم کاله