د بدخشان په نا ارامۍ کې ولې په پاکستان تور پورې کېږي؟
Behroz Khan
reporter
پېښور—د افغانستان د بدخشان ولايت د زيباک او يفتال پايين ولسواليو د شخړې په ترڅ کې افغان طالبان چارواکو اسلام اباد تورن کړی چې په پاکستاني سيمه چترال کې د طالبانو مخالف وسله والې ډلې روزي او سره د خپلو پوځي ځواکونو په بدرګه يې افغانستان ته وراړوي.
د پاکستان خارجه وزارت دا دعوه رد کړې او وايي د طالبانو حکومت په دې حقله هيڅ د منلو وړ بېلګې نه دي رامخ ته کړي.
د طالبانو د حکومت وياند زبيح الله مجاهد يو غربي ټيلي ويژن (ډوچه وېلي) ته ويلي په بدخشان کې د ناامنۍ په شا د پاکستان لاس دی او د هغه په وينا ځکه چې د دې ګډوډي جوړولو د پاره يې جنګي ډلې په چترال کې روزلي او په وسلو سمبال کړي.
د پاکستان د خارجه وزارت وياند طاهر اندرابي د ښاغلي مجاهد دغه تور بې اثاثه بللی او ويلي يې دي پاکستان په افغانستان کې لاس وهنه نه کوي او د طالبانو حکومت پرته له کوم ثبوت دا څرګندونه کړې ده. هغه دا هم ويلي چې واخان د افغانستان خاوره ده او دوی پرې کار نه لري.
خو څېړنکاران د زيباک شخړه په يو بل تناظر کې ګوري او ګڼي چې د بدخشان په رنګ مهم ولايت نا امنه کېدل به د څه مقصد حاصلولو نه خالي هم نه وي. د پاکستان او افغانستان ترمنځ د عامو خلکو تګ راتګ او تجارت نيزدې يولس مياشتې وشوې چې په ټپه ولاړ دی.
د عوامي نيشنل ګوند مشر ايمل ولي خان تېره اوونۍ يو خبري کانفرنس ته ويلي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې تړلو سره تر ټولو ډېر زيان پښتنو او بلوچو ته رسي.
ايمل ولي وايي:
“په زرګونو خلک يې بې روزګاره کړي چې زياتره ځوانان اوس د مزدورۍ د پاره ټوپک اخلي او په پينځلس زره روپو نوکري کوي چې خطرناکه خبره ده.”
البته د واخان راهدارۍ د موضوع په حقله د کابل نه خبريال اکرام شينواري روانې شخړې ته د خلکو نظر په پام کې نيولی او وايي:
“په عین وخت کې ځینو افغان سیاسي مشرانو ادعا کړې، چې پاکستان د تاجیکستان سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ لپاره د واخان دهلیز ( کوریډور) ته د لاس رسي غوښتنه کړې ده. د افغانستان د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د دفتر رئیس عبدالکریم خرم د ۲۰۲۲ کال د جولاې په ۲۲ د ایکس په ټولنیزه شبکه کې ولیکل چې پاکستان دغسې غوښتنه تکرار کړې ده.”
اکرام شينواري وايي:
“ځينې پاکستاني سیاسي مشرانو هم دا هیله ښودلې، چې واخان دهلیز ته د لاس رسي په صورت کې به دا هیواد ددغې له لارې د تاجیکستان او د منځنۍ اسیا نورو هیوادونو ته د اسانې سوداګرۍ او ټرانیزیټ امکانات ترلاسه کړي. خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغو راپورونو ته په غبرګون کې ویلي چې واخان دهلیز د افغانستان برخه ده او دا هیواد دغې سیمې ته لاس رسی نه غواړي.”
بدخشان ولايت او واخان دهلیز
د بدخشان ولایت د افغانستان په شمال ختیځ کې د پاکستان، چین او تاجکستان سره شريکې پولې لري او د ياد ولايت د واخان ولسوالي له د چین سره نيزدې 108 کیلو ميټره اوږد سرحد لري.
کارپوهان وايي دا سیمه د هندوکش او قراقرم د غرونو په سلسله کې پرته ده چې په وروستیو څو کلنو کې د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا هیوادونو سره د چین د نښلولو يوه لنډه او په هر موسم کې خلاصه لار منلې شوې ده.
د دې لارې په اهميت او د افغانستان په نورو هېوادونو په خاصه توګه په پاکستان اړتيا د ختمولو د پاره د افغانستان تیر حکومت عملي ګامونه واخستل چې اوس يې د طالبانو د حکومت پاملرنه هم ځان ته اړولې ده.
طالبان دعوه کوي چې د لوی لارې وړومبۍ چارې، چې نيزدې 121 کيلوميټره اوږد کچه سړک پکې جوړ شوی او د چين سره د سرحد نه د بدخشان ولايت مرکز فيض اباد سره پيوست شوی، سر ته رسېدلي دي.
طالبان چارواکي وايي په کم وخت کې به پرې د چين او منځنۍ اسیا د هېوادونو ترمنځ تېز او کم خرچه تجارت پيل شي چې مرکزي حیثیت به پکې افغانستان ومومي.
څېړنکاران وايي د واخان د لارې تجارت به د پاکستان او چين ترمنځ د سي پيک د منصوبې اهميت هم راکم کړي او افغانستان به د پاکستان د سمندري لارې د احتياج نه هم خلاص شي.
په دې حقله مو د سياستمدار او پښتون دانشور افراسياب خټک نه د هغوی نظر وپوښتلو نو نوموړي پښتو واشنګټن ته وويل:
“اوس چې په یوویشتمه پیړۍ کې نړۍ د سائنس او ټیکنالوجۍ د نوي انقلابونو په درشل کې یو ځل بیا د سترو زمکنیو تجارتی دهلیزونو د جوړولو په لټه کې ده، چې د چین د جادې اوکمربند (بي ار ايي) ستره پروژه یې یو څرګند مثال دی. د واخان د دهلیز اهميت په یوه نوی کمیت او کیفیت سره رابرسیره کیږي، ځکه چې دغه دهلیز نه یوازې د افغانستان، چین، تاجکستان، پاکستان او د سیمې د نورو هیوادونو د پاره د تجارتي او اقتصادي اړیکو د پراختیا او ټینګښت په کار کې حیاتي اهمیت لري، په دې برسیره په دغه سټراټیجیک دهلیز د امریکا او چین تر مینځه په نوی سړه جګړه کې د سیالۍ په لوبه کې برابر قدرتونه هم نظر لري”.
د پخواني ولسمشر ډاکټر اشرف غني مشير او د ولسي او اسټرېټيجېکي چارو د دفتر پخواني مشر وحيد عمر د روانې شخړې په اړه په خپل فيس بوک پاڼه ليکلي:
“زه کره معلومات او ارقام نه لرم چې د افغانستان دننه په وروستیو امنیتي پېښو کې څومره فیصدي د پاکستان مستقیم حمایت لري او څومره یې مستقلانه د طالبانو د مخالفینو او داخلي نارضایتیو نتیجه ده. خو زما برداشت دا دی چې پاکستان د دې وضعیت په جوړولو او تقویه کولو کې نقش لري. دا په دې مانا نه دی چې هره حمله اسلامآباد پلانوي او یا هره وسله واله ډله د پاکستان نیابتي ډله ده. مسئله تر دې پیچلې ده. خو دا چې پاکستان له موجودو مخالفو شبکو، محلي نارضایتیو او د طالبانو له داخلي آسیب پذیریو څخه د فشار د وسیلې په توګه استفاده کوي، زما په نظر د اوسني وضعیت تر ټولو منطقي تشریح ده”.
هغه وايي:
“د افغانستان شمال شرقی ایالت کې پرتې د ۳۵۰ کیلومتره اوږدې او د ۱۶ نه تر ۶۴کیلومیترو پورې پلنې پټۍ نوم دی چې شمال ته یې دتاجیکستان ګورنو بدخشان، جنوب ته د پاکستان دپښتونخوا چترال اوګلګت بلتستان، او شرق ته یې د چین شنژیان (سنکیانګ) سیمې دي.”
د واخان تاريخي تجارتي لاره او اهميت
ښاغلی افراسياب خټک وايي په تیرو پنځوسو کلونو کې په افغانستان کې ډېر درانه جنګونه او شخړې تېرې شوي دي خو د واخان کورېډر دغو جګړو اوشخړو نه بهر پاتې شوی دی.
“د واخان سټراټیجیکه پټۍ د حضرت عیسی د زیږیدو نه دوه پېړۍ وړاندې نه تر د پنځلسمې میلادي پیړۍ پورې د چین او اروپا تر مینځه د ریښمو د سترې تجارتي لارې برخه وه کومه چې د بشر په تاریخ کې د تر ټولو مهمو او سترو تجارتي لارو کې یوه لاره منل شوې ده.”
هغه زياتوي په نولسمه پیړۍ کې چې په جنوبي او مرکزي آسیا کې د هغه وختو دؤو سترو امپراتوریو یعنی دروسیې د تزاري امپراتورۍ او د بریتانوي امپراتورۍ تر مینځه سیالی او تقابل سوا شول نو د دواړو امپراتوریو نمائندګانو دیوه بل سره خبرې اترې وکړې او په نتیجه کې یې د دواړو ترمینځه په آسیا کې د حایلو سیمو یعنی د بفر زونونو په جوړولو
د نظر اتفاق اوشو، نو دې سره د روسیې او بریتانوی امپراتوریو په مینځ کې پروت افغانستان په رسمی توګه د یوه حایل دولت په توګه وپیژندل شو، او هسې هم د پنځلسمې پیړۍ په پای او د شپاړسمې پیړۍ په پیل کې بحري لارو نه د تجارت د پراخیدو سره د زمکنیو لارو د تجارت د بهیر ملا ماته شوی وه.
د پاکستان په واخان ولې نظر دی؟
افراسياب خټک وايي چې د پاکستان د پاره د واخان دهلیز اهمیت څو اړخونه لری، وړومبی پاکستان واخان د ځان د پاره مرکزي آسیا کې د تجارتي ورکړې راکړې، اقتصادي همکارۍ او سټراټېجیکو اړیکو د ټینګولو د پاره لنډه او عمومی لاره ګڼي، پاکستان د پښتونخوا د چترال د سیمې د بروغل درې له لارې د واخان دهلیز سره وصل کیږی، په تیرو څو کلونو کې پاکستان د پښتونخوا ایالت په شمالي برخه کې د دیر او چترال د ضلعو تر مینځه د هندوکش په غره کې د لواری په نوم ټونل یا سرنګ تکمیل کړی دی او دغه لاره اوس په اوړی او ژمی دواړو کې داستفادې وړ ده.
د بروغل د درې نه پورې غاړه ځینی ځایونو کې د پاکستان او تاجکستان تر مينځه هغه یو څو کیلومتره فاصله یا واټن دې کوم چې د واخان دهلیز پلنوالی دې، همدغه رنګه د پاکستان د ګلګت بلتستان سیمه هم د افغانستان دبدخشان ولایت او د واخان دهلیز سره جوخته ده او د دواړوسیمو تر مینځه د تګ راتګ لارې جوړیدای شی.
ښاغلي خټک پښتو واشنګټن ته ويلي د واخان دهلیز لاره د پاکستان د پاره د چین سره د تجارتي اړیکو په پراخولو کې ځانګړې اهمیت لری، ځکه چې پاکستان د چین سره کومې اقتصادی، پوځی، او اولسی اړیکې جوړول په نظر کې لری نو د هغهې د پاره د قراقرم په غرونو کې تیره شوی یوه لاره کفایت نه کوی، بله خبره دا ده چې په تیرو دواو لسیزو کې دا خبره جوته شوی ده چې د قراقرم د غرونو د کمرونو په پرله پسې توګه د رغړیدو له امله دغه لاره په میاشتو میاشتو بنده پاتې کیږی.
د افغانستان او سيمې د چارو کارپوه افراسياب خټک چې د سياسي شړونتيا څو کلونه يې په افغانستان کې تېر کړي او د سيمې په سياسي، نظامي او جغرافيايي اهميت نظر اچوي نو وايي چې په داسې شرایطو کې پاکستان دپاره د چین سره د تجارت د متبادلې لارې اړتیا نوره هم زیاتیږی، تر څو پورې چې د چین او هند او د پاکستان مناسبات خړپړ او کړکیچن دی تر هغه وخته پورې به چین او پاکستان دواړه هندوستان په مرکزی آسیا کې د هند اقتصادي، سیاسي او فرهنګی نفوذ پراختیا ته لاره ور نه کړي.
چین د وړاندې نه د مرکزي آسیا سره د تجارت تر ټولو غټ شراکت لري، اوس پاکستان هم مرکزي آسیا ته ننوتل غواړی ، ځکه چې پاکستان دغه سیمه د خپل سیاسي او پوځي نفوذ د پراختیا د پاره مساعده ګڼی.
افراسياب خټک د افغانستان او پاکستان د تعلقاتو په اړه وايي:
“پاکستان که خپله زړه افغان پالیسي بدله کړی وی او افغانستان یې یو آزاد هیواد منلی وی نو د افغانستان هرحکومت به په سیمه کې د پاکستان مشروع ګټې منلی وې او پاکستان سره به یې د هغو ګټو په لاس ته راوړلو کې همکاري کړی وی، خو مشکل دا دې چې د جرنیلانو تر واک لاندې پاکستان چې په تیرو پنځوسو کالونو کې یې د غربی قوتونو په مرسته په افغانستان کې مسلسل یو نا اعلان شوی جنګ په مخ بیولې دی، او د افغانستان سره د سالمو سیاسی او اقتصادي اړیکو په جوړولو کې پاتې راغلی دی.”
هغه زياتوي چې د پاکستاني جرنیلانو داخیال دی چې هغوی د پوځي غلبې له لارې افغانستان نه خپل یو تحت الحمایه هیواد جوړولی شي، په افغانستان کې په پرله پسې توګه د حکومتونو بدلولو هدف هم دا دی چې په دې پروسه کې به بالآخره یو نه یو افغان حکومت د پاکستان غلبه په رسم یي توګه ومني.
افراسياب خټک د پخواني ولسمشر کرزۍ د مشير ښاغلي خرم د دعوې په ملاتړ کې وايي:
“پاکستان د طالبانو په پروژه کې پانګونه کړې ده ،هغه په دې طمع وو چې د طالبانو واکمني به د پاکستان د ښېګړو په بدل کې د واخان دهلیز یو څو کیلومتره هغه برخه چې پاکستان او تاجکستان سره وصل کوي، پاکستان ته په لیز یا اجاره ورکړي. پاکستاني جرنیلانو د طالبانو د واکمن کیدو نه لږه موده پس دا غوښتنه د هغوی نه کړی وه ، خو طالبانو د دې کار د کولو نه ډډه کړی ده.”
ښاغلي خټک پښتو واشنګټن ته وويل چې طالبانو ته مشکل دا دې چې دافغانانو اکثریت هغوی هسې هم د پاکستان ګوډاګیان ګڼي، او که چرې هغوی د واخان د دهلیز یوه برخه پاکستان ته په اجاره ورکړي نو په افغانستان کې به د طالبانو مخالفینو ته د هغوی په ضد قیام کول آسان شي.
افراسياب خټک وايي:
“د واخان دهلیز له لارې د تجارتي زیربنا د اعمار او د تجارت پراختیا ته بل جدي خطر د دهشت ګردۍ نه پیښ دی، په افغانستان او پاکستان کې شتون لرونکي دهشګرد سازمانونه لکه داعش، ټي ټي پي، د شرقي ترکستان اسلامی نهضت، القاعده، د ازبکستان اسلامی نهضت او د تاجکستان انصارالله په سیمه کې فعاله دي، ورسره بله خطره په بدخشان کې د طالبانو او د هغوي د مخالفینو تر مینځه مخ په زیاتیدوتکې وسله والې جګړې هم وضع بې ثباته کوي، تر څو چې د سیمې ټول هیوادونه د ترهګرۍ په مقابل کې یو لاس نه شي، د دغه خطر له مینځه تلل امکان نه لري.”
خبر لرئ
هره ورځ مهمې کیسې خپل بریښنالیک ته ترلاسه کړئ.
