سي ټي ډي وایي د مولانا خانزیب اؤ ریحان زیب په وژنو کې ککړ ترهګر اؤ څلور نور داعشیان یې وژلي
Farooq Firaq
reporter
خېبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې ادارې (سي ټي ډي) دعوه کړې ده چې په پېښور کې یې د وسله والې ډلې داعش خراسان د وسله والو پر ضد عملیات کړي اؤ د دغه ډلې پينځه ترهګر یې وژلي دي.
د زیارت یا پینجشنې په شپه سي ټي ډي پخپل یو بیان کې ویلي په عملیاتو کې د داعش خراسان ډلې یو مهم قوماندان عمران، چې د عبدالله، بلال او ابو بکر په نومونو هم پېژندل کېده، سره د هغه د نورو څلورو وسله والو ملګرو وژل شوی دی.
سي ټي ډي وايي، عمران ابو بکر د باجوړ د دریوؤ سیاسي او ټولنیزو څېرو، مولانا خان زېب،پخواني سینیټر هدایت الله اؤ د پي ټي آي د ځایي مشر ریحان زېب، په وژنو کې هم د لاس درلودو.
تر اوسه ازادو سرچینو د ترهګرۍ ضد محکمې د پولیسو ددې ادعا پخلی نه دی کړی
د سي ټي ډي پېښور سیمهییزه څانګه وايي، عملیات د سپټمبر پر ۱۰مه پېښور سره نزدې شمشتو کمپ ته څېرمه د ارمړ پولیس سټېشن په حدودو کې د کابل انګلېش لېنګوېج سنټر په یوه ودانۍ کې ترسره شوي دي.
د ادارې په وینا، د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ امنیتي ځواکونو دغه ځای محاصره کړ او له وسله والو سره تر نښتې وروسته پنځه کسان ووژل شول.
سي ټي ډي ادعا کوي چې وژل شوي وسله وال د لویو ترهګریزو بریدونو، چاودنو او د حساسو ځایونو، امام باړو او کلیساوو د هدف ګرځولو پلانونه لرل.
د سي ټي ډي د معلوماتو له مخې له وژل شوؤ کسانو وسلې اؤ مهمات هم ترلاسه شوي دي.
د سي ټي ډي په وینا، د مولانا خانزیب ، ریحان زیب اؤ سینټر هدایت الله په وژنو کې د ککړ ترهګر پيژندګلو د هغه له شناختي کارډ څخه شوې ده چې په دغه شناختي کارډ د هغه نوم عمران د دلاور خان زوي درج دی او د باجوړ د ماموند تحصیل د ترخو کټکوټ اوسېدونکی .
د سي ټي ډي د بیان له مخې د وژل شويو کسانو له ډلې یو کس د شاهدالله په نوم، د معراج زوی او د اپر باجوړ د شیخ بابا چارتا اوسېدونکی، پېژندل شوی دی. د نورو کسانو د هویت معلومولو لپاره د پېژندنې بهیر روان بلل شوی دی.
عمران ابوبکر څوک دی؟
سي ټي ډي وايي، عمران ابو بکر په پېښور او د خېبر پښتونخوا په نورو سیمو کې په شاوخوا ۲۰ قضیو کې قلنون پځای کوونکو ادارو ته مطلوب او اعلان شوی مجرم و.
د ادارې په وینا، نوموړی د چاودنو، هدفي وژنو او نورو ترهګریزو فعالیتونو په قضیو کې د پولیسو او امنیتي ادارو له خوا تر څار لاندې و.
سي ټي ډي ادعا کوي چې عمران ابو بکر د پولیسو او امنیتي ځواکونو پر ضد د IED او موټر بم بریدونو، د پولیسو او سیاسي مشرانو د هدفي وژنو او د ځانمرګو بریدونو په تنظیم کې مهم رول درلود.
سي ټي ډي هغه د مولانا خان زېب، ریحان زېب او سناتور هدایت الله په وژنو کې هم ښکېل بولي.
ریحان زېب خان د پاکستان تحریک انصاف د قبایلي ضلعې باجوړ یو وتلی مشر ؤ چې له دغه ځایه د قامي اسمبلۍ اؤ صوبایي اسمبلیو ټاکنو ته هم کاندید ؤ خو د۲۰۲۴ کال د جنورۍ پر ۳۱مه د باجوړ په صدیق اباد پاټک بازار کې د انتخاباتي کمپاین پر مهال د وسله والو په ډزو ووژل شو.
د ریحان زېب د وژنې د وژنې پړه په هغه وخت داعش خراسان ډلې پغاړه اخستې وه.
همدا شان مولانا خان زېب د ۲۰۲۵ کال د جولای پر ۱۰مه په باجوړ کې د سولې د یوه لاریون لپاره د کمپاین پر مهال ووژل شو.
هغه د عوامي نیشنل ګوند له مشرانو او د سولې له فعالانو څخه و او د سیمې د سولې او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره یې سیاسي او ټولنیز فعالیتونه کول.
د برید پر مهال د هغه پولیس ساتونکی هم وژل شوی ؤ او درې نور کسان ټپیان شوي وو. د هغه د وژنې پر مهال کومې وسله والې ډلې په سمدستي توګه د برید مسؤلیت نه و منلی.
سي ټي ډي وايي، عمران ابو بکر د اسلام اباد په ترلي امام بارګاه د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ د شپږمې نېټې په ځانمرګي برید کې هم مطلوب و.
د ادارې په وینا، دغه برید د هغه په پلان کې ترسره شوی و او هغه له باجوړ څخه ځانمرګی واسکټ برابر کړی او بریدګر یې له نوښار څخه اسلام اباد ته رسولی و.
سي ټي ډي وايي، شاهدالله د برید له ترسره کېدو مخکې د هدف د څارنې او پېژندنې دنده ترسره کړې وه.
سي ټي ډي ادعا کوي چې عمران ابو بکر د ۲۰۲۳ کال په باجوړ کې د جمعیت علمای اسلام (ف) د کارکوونکو پر غونډه د ځانمرګي برید په تنظیم کې هم لاس درلود.
د ادارې په وینا، د هغه فعالیتونه یوازې د یوه یا دوو هدفي وژنو تر کچې محدود نه وو، بلکې د چاودنو، ځانمرګو بریدونو او امنیتي ځواکونو پر ضد د بریدونو په پراخه تنظیم کې یې رول درلود.
پر عمران ابو بکر د ۱۲ میلیونه روپو انعام
سي ټي ډي وايي، د عمران ابو بکر د نیولو یا د هغه په اړه د داسې معلوماتو ورکولو لپاره چې د هغه د نیولو سبب شي، ۱۲ میلیونه پاکستانۍ روپۍ انعام ټاکل شوی و.
د ادارې په وینا، نوموړی د اوږدې مودې لپاره د امنیتي ادارو له خوا مطلوب و او د هغه پر ضد په بېلابېلو سیمو کې د ترهګرۍ، هدفي وژنو او چاودنو قضیې ثبت شوې وې.
خېبر پښتونخوا کې د ناامنۍ وروستۍ پېښې:
پېښور کې دا وروستي عملیات په داسې وخت کې ترسره شوي چې د ۲۰۲۶ کال په اوږدو کې په خېبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ او وسله والو بریدونو لړۍ دوامداره ده.
د ساوتهـ ایشیا تروریزم پورټل South Asia Terrorism Portal (SATP) د معلوماتو له مخې، د سپټمبر تر ۸مې پورې په خېبر پښتونخوا کې د وژنو ۴۵۹ پېښې ثبت شوې او ټولټال ۱،۴۹۳ کسان پکې وژل شوي دي.
په دې کې ۲۲۷ ملکي وګړي، ۲۸۱ امنیتي ځواکونه او ۹۸۵ وسله وال/ترهګر شامل دي. SATP وايي، دا شمېرې د خبري راپورونو پر بنسټ راټولې شوې او موقتي دي.
د SATP د معلوماتو له مخې، یوازې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) پورې تړلو پېښو کې د سپټمبر تر ۸مې ۵۹۵ کسان وژل شوي، چې ۴۶ ملکي وګړي، ۶۷ امنیتي کسان او ۴۸۲ وسله وال پکې شامل دي.
د پاکستان د انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سېکیورټي سټډیز (PICSS) د اګست میاشتې د رپورټ له مخې، په اګست کې په ټول پاکستان کې ۱۹۹ ترهګریز بریدونه ثبت شوي، په داسې حال کې چې په جولای کې دا شمېر ۱۴۴ و.
په خېبر پښتونخوا کې، د پخوانیو قبایلي سیمو له جلا حساب سره، په اګست کې ۵۴ ترهګریز بریدونه ثبت شوي چې د جولای د ۳۶ بریدونو په پرتله ۵۰ سلنه زیاتوالی ښيي. په دې بریدونو کې د مړو شمېر ۴۴ او د ټپیانو شمېر ۷۰ و.
په پخوانیو قبایلي سیمو یا د خېبر پښتونخوا په ضم شویو ضلعو کې بیا ۵۲ بریدونه ثبت شوي چې د جولای د ۲۳ بریدونو په پرتله ۱۲۶ سلنه زیاتوالی ښیي. په دغو بریدونو کې ۳۴ کسان وژل شوي او ۵۹ ټپیان شوي دي.
دا شمېرې ښيي چې د خېبر پښتونخوا امنیتي وضعیت یوازې د لویو ترهګریزو بریدونو له امله نه، بلکې د هدفي وژنو، IED بریدونو، د پولیسو پر پوستو بریدونو او نورو وسله والو پېښو له امله هم جدي پاتې شوی دی.
په ډان نیوز کې د خپور یو رپورټ له مخې تر دې وړاندې د سپټمبر په دریمه نیټه د پېښور په بډه بیره سیمه کې د سي ټي ډي په عملیاتو کې څلور وسله وال وژل شوي وو، چې په کې یو قوماندان او یو افغان وګړی هم شامل و.
دا پېښه د سپټمبر د ۱۰مې د اوسني عملیاتو څخه څو ورځې وړاندې شوې وه او ښيي چې په پېښور او شاوخوا سیمو کې امنیتي ادارې د وسله والو د خوځښتونو پر ضد پرله پسې عملیات کوي.
د رویټرز د اګست د ۲مې راپور له مخې، د خېبر پښتونخوا د سوات د کبل په سیمه کې د یوه پولیس سټېشن مخې ته په ځانمرګي چاودنه کې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي او ۳۴ نور ټپیان شوي وو.
د وژل شويو کسانو له ډلې اووه پولیس او لس ملکي وګړي وو، او د پولیسو په وینا بریدګر هم په وژل شويو کې شامل و. تحریک طالبان پاکستان د دغه برید مسؤلیت منلی و.
رویټرز وایي په وروستیو میاشتو کې د وسله والو بریدونو اصلي هدفونه امنیتي ځواکونه او پولیس پاتې شوي دي.
د اسوشیټډ پرېس (AP) د سپټمبر د ۳مې راپور له مخې، پاکستاني پوځ ویلي وو چې امنیتي ځواکونو په شمالي وزیرستان کې له افغانستان څخه د پولې د اوښتو هڅه کوونکي ۱۵ وسله وال وژلي دي.
د ډان د سپټمبر د ۶مې راپور له مخې، امنیتي ځواکونو د سپټمبر له ۳مې تر ۵مې پورې په خېبر پښتونخوا کې په بېلابېلو نښتو کې د ۲۰ څخه د زیاتو وسله والو د وژلو ادعا کړې وه.
ډان په یوه تحلیلي راپور کې ویلي چې وسله وال اوس یوازې پر دودیزو ځمکنیو بریدونو تکیه نه کوي، بلکې د څارنې او بریدونو لپاره د کوادکوپټرونو او ډرونونو کارول هم زیات شوي دي. د خېبر پښتونخوا پولیسو د دې ګواښ د مخنیوي لپاره ځانګړی UAV واحد هم جوړ کړی دی.
د خېبر پښتونخوا د پولیسو مشر ذوالفقار حمید او د سي ټي ډي اضافي انسپکټر جنرال په پېښور کې د داعش د وسله والو پر ضد د تازه عملیاتو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د ترهګرۍ پر ضد به عملیات دوام ولري
خبر لرئ
هره ورځ مهمې کیسې خپل بریښنالیک ته ترلاسه کړئ.
