افغان طالبان وايي د پاکستان ورستیو هوايي بریدونو کې څلور افغانان وژل شوي دي
Farooq Firaq
reporter
پاکستان وايي، له افغانستان څخه د ډرونونو د ورغورځولو او د پولې هغې غاړې څخه د وسله والو د اوښتو له هڅو وروسته یې په افغانستان کې د ډرونونو د توغولو او ساتلو ۱۰ ځایونه په هوايي بریدونو کې په نښه کړي دي.
په افغانستان کې د واکمنو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وروستي بریدونه په افغانستان تېری بللی، او وايي په کندهار، پکتیا او خوست کې په دغو بریدونو کې څلور ملکي افغانان وژل شوي دي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ وايي، دغه بریدونه د افغانستان له خاورې پر پاکستان د ډرونونو د برید په ځواب کې شوي دي. افغانستان یوه ورځ وړاندې د پاکستان دا ادعا رد کړې وه چې ګویا د افغانستان لخوا په پاکستان د ډرون برید شوی وو.
د پاکستان او افغان طالبانو تر منځ د وروستیو نښتو او یا په دغو جګړو کې د وژل شوو ترهګرو په اړه کره معلومات ټولول د خبریالانو لپاره ګران شوي دي او بې طرفه سرچینې هم د دواړو خواو ادعاوې نه تایدوي.
دا پېښې یوه ورځ وروسته له هغې مخې ته راغلي چې پاکستاني امنیتي چارواکو وویل، د افغانستان له لوري راغلي ۸ ډرونونه یې د تورخم پولې او کوهاټ سیمې ته څېرمه غورځولي دي.
د چارواکو په وینا، ۴ ډرونونه د تورخم ترڅنګ او ۴ نور د کوهاټ په شاوخوا کې په نښه شوي دي.
له دې سره هممهاله د پاکستاني ځواکونو لخوا دعوه شوې چې د کورمې په سرحدي سیمه کې يې د افغانستان له لوري د وسله والو د اوښتو هڅه شنډه کړې او د دواړو خواوو ترمنځ نښته شوې ده.
پاکستاني چارواکي وايي، له دغې هڅې وروسته د افغانستان طالبانو پر پاکستاني پوستو ډزې وکړې چې په ځواب کې یې پاکستاني ځواکونو د افغانستان ځینې سرحدي پوستې او د هاوان ځایونه په نښه کړل.
پاکستاني امنیتي سرچینو ویلي چې د سپټمبر پر ۲۳مه له افغانستان څخه څو ډرونونه پاکستاني فضايي حدودو ته داخل شول.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ ویلي چې پاکستان په افغانستان کې د ډرونونو د توغولو او ساتلو ۱۰ مرکزونه په نښه کړي دي.
نوموړي دا بریدونه محدود او یوازې د پوځي هدفونو پر ضد وبلل او ویې ویل چې پاکستان به د خپلې خاورې او خلکو د دفاع حق لري.
په کورمه کې پاکستاني امنیتي سرچینې وايي، وسله والو غوښتل له افغانستان څخه پاکستان ته واوړي، خو امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله.
د پاکستان د سرکاري راډیو د راپور له مخې، دغه هڅه د افغانستان د ننګرهار او پکتیا له سیمو څخه شوې وه.
له دې وروسته د افغانستان طالبانو پر پاکستاني سرحدي پوستو د درنو وسلو او هاوانونو ډزې وکړې، چې پاکستاني ځواکونو یې په ځواب کې د افغانستان څو سرحدي پوستې او د هاوان مورچې په نښه کړې.
دا تازه کړکېچ د هغې هوايي حملې څو ورځې وروسته رامنځته شوی چې پاکستان د سپټمبر پر ۲۱مه د افغانستان په ختیځو سیمو کې کړې وه.
پاکستان د دغو بریدونو پر مهال د ۲۸ وسله والو د وژلو دعوه کړې وه خو افغان چارواکو او ملګرو ملتونو د ۳ ولسي وګړو د وژل کېدو او ۴ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی و.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستیو نښتو اصلي اختلاف د پاکستان هغه تورونه دي چې وايي، د تحریک طالبان پاکستان او ځینو نورو وسله والو ډلو مرکزونه په افغانستان کې دي او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه کوي.
د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي او پر پاکستان د افغانستان د حاکمیت د سرغړونې تور لګوي.
خبر لرئ
هره ورځ مهمې کیسې خپل بریښنالیک ته ترلاسه کړئ.
