اسلام اباد کې د اي-سي-او غونډه کې د کابل تشه څوکۍ د پاکستان تجارتي تګلاره کې تضاد ښيي
پاکستانافغانستان

اسلام اباد کې د اي-سي-او غونډه کې د کابل تشه څوکۍ د پاکستان تجارتي تګلاره کې تضاد ښيي

WA

Waqar Ahmed

reader

اسلام اباد — پاکستان په اسلام اباد کې د اقتصادي همکارۍ سازمان (ECO) د بهرنيو چارو وزيرانو ۳۰مې غونډه کې د سيمه ‌ييز سازمان يو غړي هېواد، افغانستان ته بلنه نه ده ورکړې. د غونډې هدف، البته، سیمه ایز اقتصادي نښول (اتصال) دي.

د نومبر په ۱۵مه او ۱۶مه په اسلام اباد کې په دې دوه ورځنۍ غونډه کې د سازمان د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو او لوړپوړو استازو ګډون کړی دی. د غونډې مشري د پاکستان د بهرنيو چارو وزير او مرستيال وزيراعظم اسحاق ډار کوي.

افغانستان د اقتصادي همکارۍ سازمان له لسو غړو هېوادونو څخه دی، خو په کابل کې واکمن طالبان د اسلام اباد غونډې ته نه دي بلل شوي.

دا پرېکړه په داسې وخت کې شوې چې پاکستان د سازمان د ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو د مشرۍ پر مهال د سيمه ‌ييزو اړيکو، سوداګرۍ، ټرانزيټ او اقتصادي همکارۍ د پياوړتيا خبرې کوي.

افغان حکومت، البته، اعلان کړې چې راتلونکې میاشت په ایران کې د یاد سازمان په غونډه کې به ګډون کوي. د خبر د پاکستان خبریال طاهر خان په اېکس پاڼه هم شریک کړی دی.

افغانستان د منځنۍ اسيا او جنوبي اسيا ترمنځ د ځمکنيو لارو مهمه برخه ده او د پاکستان د سيمه ‌ييزو اقتصادي پلانونو لپاره هم اهميت لري.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د وروستيو پوځي نښتو، د پولو د بندېدو او د سوداګرۍ د محدودېدو له امله د دواړو هېوادونو اړيکې، په ظاهره، ترينګلې شوې دي.

د دې وضعيت له امله پوښتنه پيدا کېږي چې ايا پاکستان له افغانستان سره د اړيکو له خرابېدو سره سره کولای شي ځان د منځنۍ اسيا او جنوبي اسيا ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزيټ مهم مرکز جوړ کړي؟

د افغانستان نه بلل؛ سياسي پرېکړه که د امنيتي اندېښنو څرګندونه؟

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند سجاد حيدر خان د افغانستان انټرنېشنل خبري شبکې ته ويلي چې د طالبانو حکومت ته د سازمان د اصولو له مخې په غونډه کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

خو د سازمان هغه ځانګړی اصول يا قانون چې د دې پرېکړې بنسټ بلل شوی، په خپرو شويو معلوماتو کې نه دی وړاندې شوی.

د غونډې لپاره پر ځينو بينرونو د افغانستان ملي بيرغ هم ليدل شوی، خو د طالبانو حکومت استازي غونډې ته نه دي بلل شوي.

دا په دې معنا ده چې افغانستان لا هم د سازمان غړی دی، خو د دغه هېواد اوسنی واکمن حکومت د بهرنیو چارو د وزیرانو په دې غونډه کې ګډون نه لري.

د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت مرستيال عبداللطيف نظري ويلي چې سياسي اختلافات بايد د اقتصادي غونډو لپاره د افغانستان د ګډون خنډ نه شي.

د هغه په وينا، د اقتصادي همکارۍ سازمان د سيمه‌ييزې سوداګرۍ او اقتصادي اړيکو د پراختيا لپاره جوړ شوی او افغانستان بايد په داسې غونډو کې استازيتوب ولري.

د پاکستان دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې شاوخوا ۱۶ مياشتې وړاندې د طالبانو د حکومت د اقتصادي چارو مرستيال ملا عبدالغني برادر د ۲۰۲۵ کال په جولای کې د اذربايجان په خانکندۍ کې د اقتصادي همکارۍ سازمان په ۱۷مه سرمشريزه کې ګډون کړی و.

په هغه غونډه کې د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف هم ګډون کړی و.

دا توپير ښيي چې په تېرو څه باندې يو کال کې د اسلام اباد او کابل ترمنځ اړيکې څومره بدلې شوې دي.

له ډيپلوماتيکو اړيکو تر پوځي شخړو د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړيکو خرابېدو څو مهم پړاوونه لرلي دي.

د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۱۲مه د دواړو هېوادونو ترمنځ له نښتو وروسته پاکستان له افغانستان سره خپلې مهمې ځمکنۍ پولې وتړلې.

د پولې بندېدو د دواړو هېوادونو سوداګري اغېزمنه کړه او په ځانګړي ډول يې د خيبر پښتونخوا او بلوچستان هغه سوداګر او ټرانسپورټي کاروبارونه زيانمن کړل چې پر افغان بازارونو يې تکيه کوله

د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۲۷مه د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف د دواړو هېوادونو ترمنځ روانه شخړه ښکاره جګړه وبلله. له دې وړاندې پاکستان په افغانستان کې هوايي بريدونه هم کړي وو.

چين د ۲۰۲۶ کال په اپرېل کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خبرو کوربه توب وکړ. په اورومچي ښار کې د درې اړخيزو خبرو پر مهال د امنيتي اندېښنو او سوداګرۍ د بيا پيلولو موضوعات وڅېړل شول، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ کومه لويه موافقه ونه شوه.

د سوداګرۍ کمېدل؛ پاکستان او افغانستان دواړه اغېزمن شوي:

د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ شمېرې ښيي چې سياسي او امنيتي کړکېچ اقتصاد ته ډېر تاوان رسولی دی.

د پاکستان د سوداګرۍ پراختيا ادارې (TDAP) د شمېرو له مخې، چې ډان ورځپاڼې خپرې کړې، د پاکستان او افغانستان ترمنځ دوه اړخيزه سوداګري په ۲۰۲۴-۲۵ مالي کال کې له شاوخوا ۱.۳ ميليارده ډالرو څخه په ۲۰۲۵-۲۶ مالي کال کې ۳۵۸ ميليونه ډالرو ته راټيټه شوې ده. دا شاوخوا ۷۴ سلنه کموالی ښيي.

د سوداګرۍ کمېدو د پاکستان پر صادرونکو، درمل جوړونکو شرکتونو، ټرانسپورټي کاروبارونو او د سرحدي سيمو پر سوداګرو منفي اغېز کړی دی.

افغانستان هم د پاکستان د بازارونو او بندرونو پر ځای د نورو سوداګريزو لارو په لټه کې دی.

د ايران له لارې د سوداګرۍ او د چابهار بندر کارول د افغانستان لپاره له هغو بديلو لارو څخه دي چې له پاکستان سره د ستونزو پر مهال يې اهميت زياتېدای شي.

خو دا هم مهمه ده چې د ايران له لارې سوداګري په ټولو برخو کې د پاکستان د لارو بشپړ بديل نه شي کېدای. د لېږد لګښتونه، زېربناوې او سياسي محدوديتونه لا هم مهمې ستونزې دي.

د پاکستان لپاره اوږدمهاله اندېښنه دا ده چې که افغان سوداګر له نورو هېوادونو سره نوي سوداګريز تړونونه او ټرانزيټي لارې جوړې کړي، نو د اړيکو له عادي کېدو وروسته به هم د پاکستان پخوانی سوداګريز مقام بېرته ترلاسه کول اسانه نه وي.

د منځنۍ اسيا خوب او د افغانستان جغرافيايي اهميت:

پاکستان غواړي له منځنۍ اسيا سره خپلې سوداګريزې اړيکې پراخې کړي او د کراچۍ او ګوادر بندرونه د سيمې د هېوادونو لپاره د نړيوالې سوداګرۍ مهمې لارې وګرځوي.

خو افغانستان د دې پلانونو لپاره مهم جغرافيايي موقعيت لري.

د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د اورګاډي د پټلۍ وړانديز شوې پروژه د دې تګلارې يوه مهمه بېلګه ده.

د دې پروژې موخه دا ده چې د ازبکستان او د منځنۍ اسيا نورې برخې د افغانستان له لارې د پاکستان له بندرونو سره ونښلول شي.

که دا پروژه عملي شي، نو د سيمې د سوداګرۍ او ټرانزيټ لپاره به نوې لارې پرانيزي.

خو د دې پروژې عملي کېدل يوازې په مالي سرچينو او تخنيکي امکاناتو پورې تړلي نه دي. د افغانستان امنيتي وضعيت او د پاکستان او افغانستان ترمنځ سياسي اړيکې هم د دې پروژې په برياليتوب کې مهم رول لري.

د پاکستان تګلاره کې تضاد:

اسلام اباد له يوې خوا غواړي له منځنۍ اسيا سره خپلې اړيکې پراخې کړي، خو له بلې خوا له هغه هېواد سره يې اړيکې خرابې دي چې د دې پلانونو لپاره مهم ټرانزيټي رول لري.

ايران ته د افغانستان پام او د سيمه‌ييزو لارو بدلون

افغانستان له پاکستان سره د سوداګرۍ د ستونزو په دوام کې له ايران سره د اقتصادي همکارۍ د پراختيا هڅې هم کوي.

د افغانستان د ماليې وزير محمد ناصر اخوند په تهران کې د ايران له بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي سره د اقتصادي همکارۍ او د سرحدي زېربناوو د پراختيا په اړه خبرې کړې دي.

عراقچي بيا د اقتصادي همکارۍ سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته راغلی دی.

دا پرمختګونه ښيي چې د سيمې هېوادونه له يو بل سره د سوداګرۍ او اقتصادي اړيکو د پراختيا هڅې کوي، خو د پاکستان او افغانستان ترمنځ اختلافات د سيمه‌ييزې همکارۍ پر لارو اغېز کوي.

البته دا نه شي ويل کېدای چې ايران په بشپړ ډول د افغانستان لپاره د پاکستان بديل ګرځېدلی دی. خو د بديلو لارو پراختيا کولای شي د پاکستان د ټرانزيټي اهميت په راتلونکې کې کم کړي.

خبر لرئ

هره ورځ مهمې کیسې خپل بریښنالیک ته ترلاسه کړئ.

اسلام اباد کې د اي-سي-او غونډه کې د کابل تشه څوکۍ د پاکستان