په امریکا کې د نا څرګنده تخنېکي ستونزو له امله ټولې الوتکې په مزکه ودرول شوې
پاکستانافغانستان

په امریکا کې د نا څرګنده تخنېکي ستونزو له امله ټولې الوتکې په مزکه ودرول شوې

PW

Pashto Washington

editor

واشنګټن — د امریکا د فېډرالي هوايي چلند ادارې (FAA) د جمعې په ورځ د هېواد په ټولو هوايي ډګرونو کې د جهازونو او الوتکو د الوتنې او پورته کېدو بهیر ځنډولی دي.

ادارې وویل، د هوايي ټرافیک د کنټرول په مرکزونو کې د مخابراتي ستونزو له امله دا پرېکړه د الوتنو د خوندیتوب لپاره شوې ده.

رپوټونه وايي د الوتکو د کېنولو د امر له امله د امریکا د ختیځ وخت سره سم د ماسپخین د څلورو بجو راسې ۱۱۰۰۰ (یولس زره) جهازونه د خپل سفر لپاره پاڅېدلي نه دي.

د امریکا د ترانسپورټ وزیر شان ډافي وویل، ستونزې د هوايي ټرافیک د کنټرول ټول ۲۲ سیمه‌ییز مرکزونه اغېزمن کړي دي. د نوموړي په وینا، دFAA تخنیکي ډلې د ستونزې د لامل موندلو لپاره څېړنې پیل کړې دي.

چارواکو وویل، هغه الوتکې چې د ځمکني تم کېدو د پرېکړې پر مهال په هوا کې وې، کولای شوې چې خپلو ټاکل شویو هوايي ډګرونو ته ښکته شي.خو نوې الوتنې تر بلې خبرتیا پورې وځنډول شوې.

دا د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ راهیسې لومړی ځل دی چې په امریکا کې په ټول هېواد کې د الوتنو د درولو پرېکړه کېږي. هغه مهال د FAA دکمپیوټري سیسټم د تخنیکي خرابۍ له امله الوتنې وځنډول شوې وې.

د هوايي چلند د خوندیتوب کارپوهانو ویلي، اوسنۍ ستونزه ښايي د هوايي ټرافیک د کنټرول له زړو مخابراتي وسایلو او تخنیکي سیسټمونو سره تړاو ولري.

د امریکا حکومت د هوايي چلند د زېربناوو د عصري کولو لپاره د ۱۲.۵ میلیارد ډالرو بودجه تصویب کړې وه. د پخوانیو مسي تارونو پر ځای د فایبرنوري کیبلونو لګول او د راډیويي سیسټمونو نوي کول د دې پروګرام برخه دي.

خو د ترانسپورټ وزیر ډافي ویلي چې د دغه پروګرام د بشپړولو لپاره ښايي ۳۰ میلیارد ډالرو نورو ته هم اړتیا وي.

د هوايي چلند پخواني کارپوه او د یونایټډ هوايي شرکت پخواني پیلوټ سټیو ارویو ویلي، که د هوايي ټرافیک کنټرولوونکي له پیلوټانو سره د باوروړ اړیکې ونه لري، نو د خوندیتوب لپاره د الوتنو درول اړین دي.

د جمعې پېښه د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته د الوتنو له عمومي درولو سره توپیر لري، ځکه په اوسني حالت کې په هوا کې الوتکو ته د سمدستي ښکته کېدو امر نه و شوی.

خبر لرئ

هره ورځ مهمې کیسې خپل بریښنالیک ته ترلاسه کړئ.

په امریکا کې د نا څرګنده تخنېکي ستونزو له امله ټولې الوتکې