امریکا کې د جهازونو په الوت بندیز ختم، خو ګډوډي دوام لري
Pashto Washington
editor
واشنګټن — د امریکا د فېډرالي هوايي چلند ادارې د جمعې په ورځ په ټول هېواد کې د الوتکو په الوتلو لګول شوی بندیز د شاوخوا پنځه ساعته وروسته ختم کړو.
په ټول هېواد کې د جهازونو په الوت باندې د نزدې څلورو ساعتونو د بندیز له امله په زرګونو جهازونه په خپل وخت الوتو کې ناکامه شو او په زرګونو مسافرو په هوايي مېدانونو کې په انتظار وو.
د امریکا د ټرانسپورټ وزیر شان ډفي وویل، د هوايي ټرافیک د کنټرول په زړو تخنیکي سیسټمونو کې د نوې ټکنالوژۍ د ورزیاتېدو له امله سیسټمونه تر فشار لاندې راغلل، چې په پایله کې یې د اړیکو او راډار په فعالیت کې ستونزې رامنځته شوې.
د کورني امنیت وزیر مارکوېن مولن خبریالانو ته وویل، تر اوسه داسې شواهد نشته چې دا پېښه دې د امریکا پر وړاندې د سایبري برید یا کومې بلې قصدي تخریبي کړنې پایله وي.
نوموړي زیاته کړه چې د الوتکو د ځمکې پر سر درولو پرېکړه د خلکو د خوندیتوب لپاره د احتیاطي اقدام په توګه شوې وه.
د راپورونو له مخې، دغه بندیز په ټول هېواد کې زرګونه الوتنې اغېزمنې کړې او له ۱.۵ میلیونو څخه ډېر مسافر له ځنډونو او لغوه شویو الوتنو سره مخ شول.
که څه هم د الوتکو الوتنې بېرته پیل شوې، خو چارواکي وايي چې د الوتنو عادي بهیر ته د ستنېدو لپاره ښايي څو ورځې وخت ته اړتیا وي، ځکه ګڼې الوتکې او د الوتنو عملې په بېلابېلو هوايي ډګرونو کې بند پاتې دي.
د دغه بندیز له امله د مسافرو تر څنګ د ورزشي لوبډلو او بار وړونکو الوتنو سفرونه هم اغېزمن شوي دي.
چارواکو ویلي چې د ستونزې د اصلي لامل معلومولو لپاره څېړنې روانې دي.
خبر لرئ
هره ورځ مهمې کیسې خپل بریښنالیک ته ترلاسه کړئ.
