امریکا به اسراییلو ته د روان کال تر پای کلنۍ څلور میلیارډه ډالرې پوځي مرستې تړي
Pashto Washington
editor
واشنګټن — د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي امریکا به اسراییلو ته د روان کال تر پای هر کال د شاوخوا څلور میلیارډه (اربه) ډالرو پوځي مرستې تړي.
ټرمپ د سېشنبې په ورځ له فاکس نیوز سره په ټیلیفوني مرکه کې وویل، د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نټانیاهو له نوموړي سره په دې موضوع څو میاشتې مخکې خبرې کړي او د مرستو په ودرولو فیصلې ته رسېدلي دي.
ټرمپ وویل، اسراییل نور دغو مرستو ته اړتیا نه لري او امریکا ته د دومره پیسو لګول دروند مالي بار دی.
هغه زیاته کړه چې اسراییلو ته د امریکا پوځي مرستې په امریکايي سیاست کې هم پر یوې جنجالي موضوع بدلې شوې دي او چپ اړخه سیاسي فعالین دغه مرستې د نا انصافۍ په توګه یادوي او نور دا کولای نه شي.
د اسراییلو سره د امریکا په مرستو باندې د زیاتېدونکو نیوکو په لړ کې ښاغلي ټرمپ د ډېموکرېټ ګوند لخوا په مېشېګن کې د سېنټ د څوکۍ لپاره د مسلمان نوماند عبدل السید نوم واخست. ښاغلي السید په انتخابي کمپاین کې د اسراییل په ګډون بهرنیو هېوادونو سره د مرستو مخالفت کړی او د پاکستان، مصر او نورو هېوادونو نامې یې هم په یوه مرکه کې اخستې دي.
ولسمشر ټرمپ د فاکس سره مرکه کې اسراییل سره د امریکا په مرستو باندې د ښاغلي السید نیوکې یادې کړي دي.
“مونږ ولې د السید غوندې لېونیانو نیوکې برداشت کړو، هر کله چې هغوی (اسراییل) ته حاجت هم نه وي. دا د خبرو لپاره یوه خرابه موضوع ده.”
د ولسمشر ټرمپ په وینا، د اسراییلو له لومړي وزیر سره یې د دې بدلون په اړه له څو کلونو راهیسې خبرې روانې دي.
د نټانیاهو دفتر سمدستي د ټرمپ د څرګندونو په اړه څه ویلي نه دي.
امریکا د ۲۰۲۳م راسې اسراییل ته د ۲۱.۷ ملیارډه ډالرو پوځي مرستې ورکړي
امریکا له اوږدې مودې راهیسې اسراییلو ته د پوځي مرستو مهمه سرچینه ده. د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې د حماس تر بریدونو او په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې، واشنګټن اسراییلو ته په لسګونو میلیارده ډالره پوځي مرستې برابرې کړې دي.
د یوه علمي څېړنیز راپور له مخې، د جو بایډن او ډانلډ ټرمپ د حکومتونو پر مهال، د غزې د جګړې له پیل وروسته، اسراییلو ته د امریکا پوځي مرستې لږ تر لږه ۲۱.۷ میلیارده ډالرو ته رسېدلې دي.
د براون پوهنتون د «د جګړې لګښتونه» پروژې په یوه جلا څېړنه کې اټکل شوی چې امریکا په تېرو دوو کلونو کې په پراخه منځني ختیځ سیمه کې د امنیتي مرستو او پوځي عملیاتو لپاره شاوخوا لس میلیارده ډالره نور هم لګولي دي.
د ټرمپ د اعلان له مخې، د اسراییلو لپاره د مستقیمو مرستو بندول به د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي همکاریو د پای ته رسېدو معنا ونه لري، ځکه امریکا به اسراییلو ته د وسلو پلور ته دوام ورکړي.
خو د مرستو د بندولو عملي کېدل به د کانګرس له همکارۍ سره هم تړاو ولري، ځکه امریکايي قانون جوړونکو تر ۲۰۲۸ کال پورې د اسراییلو لپاره د مرستو په ګډون د پوځي ملاتړ ځینې پروګرامونه منظور کړي دي.
خبر لرئ
هره ورځ مهمې کیسې خپل بریښنالیک ته ترلاسه کړئ.
