د خاتم النبیین مرکز طالبانو ته خبرداری ورکړی چې په هغو دې وسله وال برید ونکړي
Fawad Lameh
reporter
واشنګټن—په افغانستان کې د شیعه مسلمانانو ډلو په کابل کې د هغوی په یو ستر پوهنتون، خاتم النبیین، او رسنیزو مرکزونو د واکمنو طالبانو چاپې غندلي او خبرداری یې ورکړی چې دغه ګامونه به په ټولنه، په ځانګړې توګه، د شیعه مسلمانانو د پراخ غبرګون سبب شي.
واکمنو طالبانو په تېرو څو ورځو کې د شیعه ډلو په یو شمېر تعلیمي او رسنیزو مرکزونو چاپې وهلي او هغو پورې اړوند د دوو ټلویزیوني چېنلونو د بندولو ترڅنګ یې د پوهنتون، خاتم النبیین، د انخلا امر هم کړی دی.
د افغانستان د شیعه مسلمانانو پورې اړوندو ځینو مشرانو د طالبانو دا کړنې غندلي او هغه یې تفریقي یا تبعیض ناکه چلند بللی دی. طالبانو تر اوسه د خپلو دې وروستیو ګامونو په اړه څه رسمي بیان ندی ورکړی، خو بي بي سي پښتو د طالبانو د یوې سرچینې له قوله په خاتم النبیین مرکز کې د یو شمېر کسانو د نیولو خبر تائید کړی دی.
رپوټ کې ویل شوي چې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي چې د حکومتي ځمکو د واپس کولو کمیسیون مشر هم دی، امر کړی چې د ځانګړې محکمې/عدالت د حکم پر اساس دې خاتم النبیین مرکز کې دننه د استاذانو کورونه خالي کړی شي، ځکه طالبان دعوه لري چې دا مرکز په غصب شوې حکومتي ځمکې جوړ شوی. نو ځکه د دوی ځواکونه د خالي/شنبې په ورځ هلته ورغلل، خو چې کله د مخالفت سره مخ شول، نو ځیني کسان یې ګرفتاره کړل.
د خاتم النبیین پوهنتون یو مشر، محمد جواد محسني، د خالي/شنبې په ورځ پخپل فېسبوک کې ولیکل چې د طالبانو د عدلیې وزیر په امر، د دوی اته ویشت (۲۸) تنه استاذان او زده کوونکي ونیول شول. هغه په یاد مرکز باندې د طالبانو د چاپې وهلو یوه ویډیو هم خپره کړه.
تمدن ټلویزیون چې خپرونې یې د طالبانو لخوا بندې شوې، ویلي چې ممکن طالبان په خاتم النبیین مرکز باندې وسله وال برید وکړي.
محسني د اتوار/یکشنبې په ورځ په خپلې فېسبوک پاڼې وویل چې په خاتم النبیین پوهنتون کې دننه د ټولو موجودو کسانو امنیت او ځان ساتنه، د "اسلامي امارت د مسئولو چارواکو" ذمه واري ده.
نوموړي دا خبرداری هم ورکړی چې که طالبان وغواړي د وسلو سره په زور دغه پوهنتون ته ننوځي یا مدرسې ته بې احترامي وکړي یا استاذانو ته یې زیان ورسوي، نو دا ګام به په ټولنه کې، په خصوص د شیعه مسلمانانو د پراخ او دوامداره غبرګون سبب شي.
خاتم النبیین او د تمدن ټلویزیون
د خاتم النبیین مرکز چې په کې د خاتم النبیین پوهنتون او د تمدن ټلویزیون شامل دی، کلونه وړاندې د جمهوري نظام پر مهال، د یو پخواني شیعه جهادي مشر محمد آصف محسني لخوا په کابل کې جوړ شو. که څه هم طالبان دعوه لري چې یاد تعلیمي مرکز په غصب شوو دولتي ځمکو جوړ شوی، او دا ځمکې باید بېرته دولت ته وسپارلی شي، خو د مرکز مشران وایي چې دوی سره د ځمکې با قاعده دستاوېزات یا اسناد شته. طالبان دا هم وایي چې افغانستان کې پخواني سیاسي ګوندونه د ټلویزیوني نشریاتو حق نلري، نو په همدې دلیل څه موده وړاندې د نورو ګوندونو د نشراتي مرکزونو د بندولو ترڅنګ یې، د تمدن ټلویزیون په نشراتو هم پابندي ولګوله. خو د خاتم النبیین مرکز مشران وایي، شېخ آصف محسني چې کله دغه مرکز جوړ کړ، نو هغه مهال یې له خپل ګوند، حرکت اسلامي افغانستان، سره کار ختم کړی و، او دا تعلیمي مرکز او تمدن ټلویزیون، د هغه ګوند پورې هېڅ اړه نلري.
د تمدن ټلویزیون باندې دا تورونه هم شته چې ګوندې د ایران سره یې تعلقات نږدې و، خو چارواکي یې وایي چې د دوی نشریات خپلواکه دي. تمدن ټلویزیون دا اعلان هم کړی چې د طالبانو د بندیز باوجود به، دوی په سوشل مېډیا باندې خپل نشریات بیا جاري کړي.
د راه فردا ټلویزیون
د دې ترڅنګ، افغانستان کې د يو بل ټي وي چېنل (راه فردا) د بندېدلو خبر هم ورکړی شوی دی. د هزاره شیعه ګانو د یو ګوند (وحدت اسلامي مردم افغانستان) مشر حاجي محمد محقق چې د طالبانو د بیا واکمنېدو راهیسي له افغانستانه بهر اوسېږي او هرکله یې د ایران سره نږدې تعلقات پاللي دي، د یو بیان په خپرولو سره ویلي چې طالبانو "په دې وروستیو کې د افغانستان د شیعه او هزاره خلکو په ضد یو لړ ناقانونه اقدامات پیل کړي دي."
هغه د طالبانو د یو شمېر نورو کړنو ترڅنګ، د راه فردا او تمدن ټلویزیونونو د بندولو خبره هم یاده کړې ده.
په دې بیان کې چې د محقق په فېسبوک خپور شوی، راغلي چې د دوی ګوند د طالبانو د ناقانونه او تبعیض ناکه چلند غندي. په بیان کې د افغانستان له خلکو غوښتل شوي چې یو موټی پاته شي او د طالبانو د "ظالمانه" اعمالو په ضد دې "قانوني او منطقي" مقابله وکړي.
خبر لرئ
هره ورځ مهمې کیسې خپل بریښنالیک ته ترلاسه کړئ.
