فضل الرحمن جنرل منیر ته، “له حافظ قران مې د دومره اخلاقي زوال تمه نه وه”
Pashto Washington
editor
واشنګټن— په پاکستان کې تر ټولو لوی مذهبي ګوند جمیعت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن په یوه تازه وینا کې د پوځ مشر او د قران حافظ جنرل عاصم منیر باندې نیوکې کړي او په ملکي چارو کې د معاملو په اړه یې هغه ته د یو پټ خبرداري ورکولو هڅه هم کړې ده.
په پاکستان کې په سوشل مېډیا بېخي زیاته خپره شوې وینا کې مولانا فضل الرحمن د پاکستان د پوځ له مشر جنرل عاصم منیر څخه په ښکاره شکایت کړی او ویلي یې دي چې له یوه حافظِ قرآن څخه یې د دومره اخلاقي زوال تمه نه لرله.
د مولانا فضل الرحمن دلیل دی چې د هغه پر ضد په وروستیو کې په پارلېمان کې دننه د ځینو وزیرانو ویناوې او د ځینو نورو خلکو لخوا د هغه په کردار د ګوزارونو شاته د پوځ مشر دی.
“دا ټول کارونه څوک کوي. دا هغه ژبه کوي چې زما د ارمي چیف د پزې لاندې ده.”
د مولانا فضل الرحمن او د پوځ د اوسني مشر تر منځ روان پټ او ښکاره اختلافونه مهم ځکه دي چې یو د مذهبي ګوند مشر دی او بل د یو داسې پوځ د مشرۍ پېټی په سر کړی چې په ولسي کچه د ځان پېژندګلو د “افواج اسلام” یعني د اسلام د پوځ په توګه کوي.
د دواړو تر منځ د اوسني مخالفت په وخت، البته، داسې ښکاري چې د مولانا پر ضد د بیانیې جوړولو په سیالۍ کې پوځ پلوه وزیران، خبریالان او یا د سوشل مېډیا فعالین زیات تېز دي. یو مثال یې د یو خبریال طلعت حسېن هغه وېډیويي ټوټه ده چې نوموړی ورکې په اېکس پاڼه د “مارخور” په نوم جوړ د یو اکاونټ نه د یو ټويټ ذکر کوي چې وايی د مولانا لپاره احترام نور ختم شو.
په تازه وینا کې مولانا تور لګولی چې د پوځ د مشر تر نظر لاندې ځینې کسان د سیاسي مخالفینو پر ضد سپکې خبرې، کنځلې او تبلیغات کوي او دا څرګندونې د هغوی خپلې نه، بلکې د نورو له خوا ورته ویل کېږي.
هغه ویلي دا خبرې دا بچونګړي نه کوي. دا د دوی ژبه نه ده. د مولانا فضل الرحمن اشاره د اوسني حکومت ځینو وزیرانو او په تېره بیا د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ته ده. مولانا په مخکنیو ویناو کې هم ښاغلي نقوي لپاره د “اقا د غلام” کلمه کارولې او دا یې هم ویلي چې دی خو “هغوی” له لوښي وینځي.
مولانا ویلي چې له ۱۹۹۳ کال راهیسې له تورونو او پروپاګنډ سره مخ دی. کله پرې د پلازو، فابریکو او هوټلونو د ترلاسه کولو تورونه لګول کېږي او کله یې د شخصي لګښتونو په اړه بې بنسټه ادعاوې خپرېږي.
مولانا له پوځ او اړوندو کړیو غوښتي چې د تبلیغاتو، جعلي ویډیوګانو او کنځلو پر ځای دې د خبرو اترو له لارې د ده پوښتنو او اندېښنو ته ځواب ووایي.
“هغه کسان چې له سره تر پښو پورې په فساد کې ډوب دي، هغوی زما د کور د پخلنځي، د جنراتور او د کور د نورو وړو مسایلو پسې رااخیستې ده. دا څه ډول سپک او ناوړه کړنې دي؟ لږ خو شرم او حیا وکړئ.”
يوه صوبه او ولې دوه نظامونه-ګورنر راج او بېړنی حالت؟
مولانا فضل الرحمن ویلي په یوه صوبه خیبر پښتونخوا کې د دواو نظامونو، یعني ګورنر راج او بېړني حالت، د لګولو تر شا د پښتنو معدني زېرمو نه ګټې ترلاسه کول او د هغې په اړه معاملې کول دي.
مولانا فضل الرحمن خپله وینا په اېکس پاڼه خپره کړې او په ټولنیزو رسنیو نورو ګڼو خلکو او خبریالانو هم دغه وینا د تبصرو سره شریکه کړې ده.
مولانا فضل الرحمن ویلي د قبایلي سیمو د معدني زېرمو موضوع یې د دغو امنیتي اقداماتو له اعلان مخکې راپورته کړې وه. هغه ټینګار کړی چې له نړیوالې پانګونې سره مخالفت نه لري، خو د طبیعي زېرمو په اړه تړونونه باید شفاف وي او ملت باید د هغوی له شرایطو او ګټو خبر وي.
فضل الرحمن ادعا کړې چې متحده ایالات هم د پاکستان له معدني زېرمو سره لېوالتیا لري او د چین د پانګونې د ځای نیولو هڅه کوي. خو د دغې ادعا د خپلواک تایید لپاره په وینا کې مشخص شواهد نه دي وړاندې شوي.
هغه پر ځینو پاکستاني سیاستوالو هم نیوکه کړې چې، د ده په وینا، د ملي ګټو تر څنګ خپلې شخصي ګټې او د بهرنیو قدرتونو لومړیتوبونه په پام کې نیسي.
د امنیتي اقداماتو پر موخو پوښتنې:
د جمعیت علمای اسلام مشر وايي د خیبر پښتونخوا په ځینو سیمو کې د ګورنر راج او ځینو کې بېړنی حالت لګولو لپاره د ترهګرۍ پر ضد مبارزه د دلیل په توګه وړاندې کېږي، خو د ده په باور، د دغو پرېکړو شا ته د معدني زېرمو موضوع ده. هغه د افغانستان، عراق او لیبیا په اړه د امریکا پخوانیو پوځي اقداماتو ته په اشارې ادعا کړې چې د ترهګرۍ موضوع کله ناکله د پوځي مداخلې لپاره کارول شوې ده.
فضل الرحمن همداراز د افغانستان او پاکستان ترمنځ د قانوني سوداګرۍ د لارو د تړل کېدو او د قاچاق د احتمالي دوام په اړه پوښتنې راپورته کړې دي. هغه د ټرکونو د تګ راتګ د زیاتوالي په اړه د وضاحت غوښتنه کړې او پوښتنه یې کړې چې انتقالېدونکي توکي چېرته ځي.
نوموړي د ریکوډک د کانونو د تړون موضوع ته په اشارې ویلي چې د شهباز شریف د حکومت پر مهال یې د کابینې د غړي په توګه د تړون په اړه اندېښنې لرلې او د دوی څلورو وزیرانو د اعتراض په توګه د کابینې غونډه پرېښې وه.
فضل الرحمن ټینګار کړی چې طبیعي زېرمې د ملت امانت دی او د هغو په اړه ټول تړونونه باید شفاف وي، څو خلک وکولای شي د خپلو سرچینو د مدیریت او عوایدو په اړه معلومات ترلاسه کړي.
خبر لرئ
هره ورځ مهمې کیسې خپل بریښنالیک ته ترلاسه کړئ.
