‎په مارشل منیر د نیوکو وروسته، مولانا فضل الرحمن په لاهور کې “محاصره” شوی
پاکستانافغانستان

‎په مارشل منیر د نیوکو وروسته، مولانا فضل الرحمن په لاهور کې “محاصره” شوی

PW

Pashto Washington

editor

واشنګټن — د پاکستان مذهبي او سیاسي ګوند جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن د پاکستان پوځي مشر فیلډ مارشل عاصم منیر پر لا زیاتېدونکي واک، سیاسي مداخلې او د پوځي ادارې پر کړنو له سختو نیوکو وروسته، ادعا کړې چې پولیسو په لاهور کې د هغه کور کلابند کړی او د وتلو مخه یې نیولې ده.

فضل الرحمن ویلي، غوښتل یې د لاهور هایکورټ د وکیلانو ټولنې په یوه سیاسي او حقوقي غونډه کې ګډون وکړي، خو د ښار په بېلابېلو برخو کې د پولیسو پوستو او سړک‌ بندیزونو هغه له ګډون څخه منع کړی دی. نوموړي دا وضعیت د دولت له خوا «محاصرې» سره تشبیه کړی دی. 

نوموړي په خپله یوه تازه ویډیويي وینا او پر اېکس (پخواني ټویټر) پیغام کې د پوځ مشر عاصم منیر نامه اخستې نه ده خو اشارې یې هغه او د هغه پلانونو ته کړي دي او وايي:

“دا حصارونه (قلعه ګانې) به ماتېږي. جبر کله هم د همېش لپاره نه وي.”

مولانا فضل الرحمن په خپل پېغام کې د پوځ د مشر سره د نوو صوبو په سر د روانې جګړې نامې اخستلو نه ډډه کړې خو د صوبو د حقونو د خوندي ساتلو عزم یې کړی دی.

“که صوبه خیبر پښتونخوا وي، صوبه بلوچستان وي، ګوادر وي، ساحلي علاقې وي، سند وي، سمندري جزیرې وي یا د پنجاب د ولس او د هغوی حقونه وي، مونږ د ټولو صوبو د حقونو جنګ کوو.”

مولانا فضل الرحمن زیاته کړې.

“دا د ولس ملکیت دی، د وفاق (مرکز/اسلام اباد) ملکیت نه دی، د کومې طاقتورې ادارې ملکیت نه دی، او مونږ چا ته هم د دې لوټولو (تالان) اجازه نه ورکوو.”

مولانا فضل الرحمن مخکې ویلي وو چې د مارشل منیر تر مشرۍ لاندې ځینې کسان د سپکاوي، تورونو او جعلي ویډیوګانو له لارې سیاسي مخالفین په نښه کوي.

د پوځي مشر سره د اختلاف په اړه خبرونه مولانا فضل الرحمن پخپله ښکاره کړل او په یوه وینا کې یې له عاصم منیر څخه پوښتنه کړې وه چې له حافظ قرآن يې د اخلاقو پرېوتو کارونو تمه نه کوله. د نوموړي اشاره مارشل منیر ته وه ځکه چې د هغه په اړه ویل کېږي چې قران یې حفظ کړی دی.

د جمعیت علمای اسلام ویاند حافظ غضنفر عزیز ویلي، شاوخوا درې زره پولیس د مولانا فضل الرحمن د استوګنې په سیمه کې ځای پر ځای شوي دي.د ګوند په وینا، په اسلام‌اباد کې یې مرکزي دفتر هم د پولیسو له خوا کلابند شوی او په پنجاب کې یې یو شمېر غړي نیول شوي دي.

د مولانا فضل الرحمن وکیل ابرار حسین د لاهور هایکورټ ته عریضه سپارلې او له محکمې یې غوښتي چې د هغه د کور شاوخوا امنیتي محدودیتونه لرې کړي. وکیل ادعا کړې چې د فضل الرحمن د بندي کولو یا د تګ راتګ د محدودولو لپاره کوم قانوني حکم نه دی ورښودل شوی. عریضه لا محکمې ته د اورېدو لپاره نه ده ټاکل شوې. 

مولانا فضل الرحمن د نومبر پر ۲۶مه په سرګودها کې د خپل ګوند د عامې غونډې د ترسره کولو هوډ هم څرګند کړی او ادعا یې کړې چې چارواکي د غونډې د مخنیوي لپاره د ګوند پر غړو فشار راوړي.

په لاهور کې د نومبر له ۲۴مې تر ۲۶مې د پاکستان د جزایي قانون د ۱۴۴مې مادې له مخې پر عامه غونډو او د پنځو یا زیاتو کسانو پر راټولېدو بندیز هم لګېدلی دی. د پنجاب حکومت د دې پرېکړې لپاره امنیتي ګواښونه یاد کړي، خو د فضل الرحمن د کور مخې ته د پولیسو د ځای پر ځای کولو په اړه یې جلا رسمي وضاحت نه دی ورکړی. 

خبر لرئ

هره ورځ مهمې کیسې خپل بریښنالیک ته ترلاسه کړئ.

‎په مارشل منیر د نیوکو وروسته، مولانا فضل الرحمن په لاهور