مولانا فضل الرحمن: په یو پښتونخوا کې د ګورنر راج او بېړني حالت تر شا د معدنو ګټې دي
Pashto Washington
editor
اسلاماباد — د پاکستان د مذهبي ګوند جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن ویلي په یوه صوبه خیبر پښتونخوا کې د دواو نظامونو، یعني ګورنر راج او بېړني حالت، د لګولو تر شا د پښتنو معدني زېرمو نه ګټې ترلاسه کول او د هغې په اړه معاملې کول دي.
فضل الرحمن د خپل ګوند غړو ته په وینا کې د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منیر نه د ګیلې تر څنګ د هېواد د معاملو په اړه پوځ ته د یو پټ خبرداري ورکولو هڅه هم کړې او پوښتته یې کړه چې معاهدې چرته ده او ولې ولس ته نه ښکاري. د نوموړي اشاره سعودي عربستان سره شوي تړون او د معدنو په اړه معاملو ته وه.
مولانا فضل الرحمن خپله وینا په اېکس پاڼه خپره کړې او په ټولنیزو رسنیو نورو ګڼو خلکو او خبریالانو هم دغه وینا د تبصرو سره شریکه کړې ده.
مولانا فضل الرحمن ویلي د قبایلي سیمو د معدني زېرمو موضوع یې د دغو امنیتي اقداماتو له اعلان مخکې راپورته کړې وه. هغه ټینګار کړی چې له نړیوالې پانګونې سره مخالفت نه لري، خو د طبیعي زېرمو په اړه تړونونه باید شفاف وي او ملت باید د هغوی له شرایطو او ګټو خبر وي.
فضل الرحمن ادعا کړې چې متحده ایالات هم د پاکستان له معدني زېرمو سره لېوالتیا لري او د چین د پانګونې د ځای نیولو هڅه کوي. خو د دغې ادعا د خپلواک تایید لپاره په وینا کې مشخص شواهد نه دي وړاندې شوي.
هغه پر ځینو پاکستاني سیاستوالو هم نیوکه کړې چې، د ده په وینا، د ملي ګټو تر څنګ خپلې شخصي ګټې او د بهرنیو قدرتونو لومړیتوبونه هم په پام کې نیسي.
د امنیتي اقداماتو پر موخو پوښتنې
د جمعیت علمای اسلام مشر د خیبر پښتونخوا په ځینو سیمو کې د ګو نر راج او ځینو کې بېړني حالت د اعلان پر پرېکړې هم اعتراض کړی او پوښتنه یې کړې چې ولې د معدني زېرمو او پانګونې په اړه د ده اندېښنو ته د ځواب پر ځای امنیتي اقدامات شوي دي.
نوموړي ویلي، د ترهګرۍ پر ضد مبارزه د دغو اقداماتو لپاره د دلیل په توګه وړاندې کېږي، خو د ده په باور، د معدني زېرمو موضوع هم د دغو پرېکړو په شالید کې مهمه ده. هغه د افغانستان، عراق او لیبیا په اړه د امریکا پخوانیو پوځي اقداماتو ته په اشارې ادعا کړې چې د ترهګرۍ موضوع کله ناکله د پوځي مداخلې لپاره کارول شوې ده.
فضل الرحمن همداراز د افغانستان او پاکستان ترمنځ د قانوني سوداګرۍ د لارو د تړل کېدو او د قاچاق د احتمالي دوام په اړه پوښتنې راپورته کړې دي. هغه د ټرکونو د تګ راتګ د زیاتوالي په اړه د وضاحت غوښتنه کړې او پوښتنه یې کړې چې انتقالېدونکي توکي چېرته ځي.
نوموړي د ریکوډک د کانونو د تړون موضوع ته په اشارې ویلي چې د شهباز شریف د حکومت پر مهال یې د کابینې د غړي په توګه د تړون په اړه اندېښنې لرلې او د دوی څلورو وزیرانو د اعتراض په توګه د کابینې غونډه پرېښې وه.
فضل الرحمن ټینګار کړی چې طبیعي زېرمې د ملت امانت دی او د هغو په اړه ټول تړونونه باید شفاف وي، څو خلک وکولای شي د خپلو سرچینو د مدیریت او عوایدو په اړه معلومات ترلاسه کړي.
مولانا فضل الرحمن په جنرل منیر نیوکه-«له حافظ قران مې د دومره اخلاقي زوال تمه نه وه”
په سوشل مېډیا خپره شوې وینا کې مولانا فضل الرحمن د پاکستان د پوځ له مشر جنرل عاصم منیر څخه په ښکاره شکایت کړی او ویلي یې دي چې له یوه حافظِ قرآن څخه یې د دومره اخلاقي زوال تمه نه لرله.
هغه تور لګولی چې د پوځ د مشر تر نظر لاندې ځینې کسان د سیاسي مخالفینو پر ضد سپکې خبرې، کنځلې او تبلیغات کوي او دا څرګندونې د هغوی خپلې نه، بلکې د نورو له خوا ورته ویل کېږي.
“دا ټول کارونه څوک کوي. دا هغه ژبه کوي چې زما د ارمي چیف د پزې لاندې ده.”
هغه ویلي دا خبرې دا بچونګړي نه کوي. دا د دوی ژبه نه ده. د مولانا فضل للرحمن اشاره د اوسني حکومت ځینو وزیرانو او په تېره بیا د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ته ده. مولانا په مخکنیو ویناو کې هم ښاغلي نقوي لپاره د اقا د غلام کلمه کارولې او دا یې هم ویلي چې دی خو “هغوی” له لوښي وینځي.
مولانا ویلي چې له ۱۹۹۳ کال راهیسې له تورونو او پروپاګنډ سره مخ دی. کله پرې د پلازو، فابریکو او هوټلونو د ترلاسه کولو تورونه لګول کېږي او کله یې د شخصي لګښتونو په اړه بې بنسټه ادعاوې خپرېږي.
مولانا له پوځ او اړوندو کړیو غوښتي چې د تبلیغاتو، جعلي ویډیوګانو او کنځلو پر ځای دې د خبرو اترو له لارې د ده پوښتنو او اندېښنو ته ځواب ووایي.
خبر لرئ
هره ورځ مهمې کیسې خپل بریښنالیک ته ترلاسه کړئ.
