‎نظرپوښتنې د امریکا سېنټ لپاره په ټاکنو کې د ډېموکرېټانو د بریا اټکل کوي
پاکستانافغانستان

‎نظرپوښتنې د امریکا سېنټ لپاره په ټاکنو کې د ډېموکرېټانو د بریا اټکل کوي

PW

Pashto Washington

editor

واشنګټن — په امریکا کې د منځمهاله مهمو ټاکنو یوه ورځ وړاندې د نیویارک ټایمز او د سینه پوهنتون خپرې شوې وروستۍ انتخابي نظرپوښتنې ښيي چې د مخالف ډېموکرېټ ګوند امېدواران (کانډيډان) د سېنټ لپاره روانو سیالیو کې په پینځیو داسې څوکیو کې مخکې دي چې اوسني سنېټران یې د ریپبلېکن ګوند غړي دي.

د امریکا منځمهاله ټاکنې د کانګرس د استازو جرګې ۴۳۵ ټولو غړو لپاره او د سل کسیزه سېنټ د دریمې برخې (۳۰+) غړو لپاره تر سره کېږي. نظر پوښتنو له وړاندې د استازو جرګې لپاره د ډېموکرېټانو د بریا اټکلونه کړي دی.

ورستۍ نظرپوښتنې ښيي چې ډېموکرېټان د سېنټ په نورو دواو څوکیو کې هم یو څه لږ مخکې دي. په سېنټ کې د اکثریت ګټلو لپاره ډېموکرېټان څلورو داسې څوکیو ګټلو ته محتاجه دي چې اوسني غړي یې د رېپبلېکن (جمهوري پالي) ګوند وي. صدر ټرمپ د رېپبلېکن ګوند استازیتوب کوي. 

د نظرپوښتنو له مخې، د ډېموکرېټ ګوند امېدواران یا نوماندان په کنساس، مېن، اوهایو او ټکساس ایالتونو کې د رېپبلېکن د سیالانو نه مخکې دي. په الاسکا کې هم د ډیموکرېټ نومانده مخکښه ده، خو توپیر یې د نظرپوښتنې د احتمالي تېروتنې په حد کې دی. په آیوا ایالت کې سیالي نږدې برابره ده. 

په میشیګان کې بیا د ډېموکرېټ د سېنټ د هغې څوکۍ د ساتلو په سیالۍ کې د پام وړ مخکښوالی لري چې اوس هم د ډېموکرېټ ګوند سره ده او کانډیډ یې د ډېموکریټ ګوند مسلمان نوماند عبدل السید دی. هلته ښاغلی السید د مخالف نوماند مایک راجر نه ۱۱ درجې مخکې ښودل شوی دی.

د نظر پوښتنو نتیجې د غلطۍ احتمال لري او لازمه نه ده چې د ټاکنو د نتیجو سره سمون وخوري. پخوا هم په ۲۰۱۶م کې د ټاکنو وړاندې انتخابي نظرپوښتنې غلطې ثابتې شوې وې. 

ډیموکراتان باید د سېنټ د کنټرول ترلاسه کولو لپاره خپلې اوسنۍ څوکۍ وساتي او لږ تر لږه څلور نورې څوکۍ هم وګټي.

نظرپوښتنو ښودلې چې د ټکساس په ایالت کې ډیموکرټ جېمز ټالاریکو له رېپبلېکن کن پاګز سره د ۵۰ سلنه په مقابل کې د ۴۳ سلنه ملاتړ په لرلو مخکښ دی. ډیموکرېټانو په دغه ایالت کې له ۱۹۸۸ کال راهیسې د سېنټ څوکۍ ګټلې نه ده.

په کنساس کې ډیموکرېټ اډم هېملټن د رېپبلېکن د اوسني سېنټر راجر مارشال په وړاندې د ۴۹ سلنه په مقابل کې د ۴۴ سلنه ملاتړ په لرلو مخکې دی. 

ډېموکرېټانو په دغه ایالت کې له ۱۹۳۲ کال راهیسې د سنېنټ څوکۍ نه ده ګټلې.

په مېن ایالت کې ډیموکرېټ ټرای جکس جمهوري‌پالې اوسنۍ سېنټرې سوزن کولینز په وړاندې د ۵۱ سلنه په مقابل کې د ۴۵ سلنه ملاتړ په لرلو مخکښ دی. په اوهایو کې بیا ډیموکرېټ  شیراډ براون له جمهوري‌پال جان هسټډ څخه د ۴۹ سلنه په مقابل کې د ۴۴ سلنه ملاتړ په لرلو مخکې دی.

په الاسکا کې ډېموکرېټ مېري پېلټولا د جمهوري‌پال اوسني سناتور ډان سلیوان په وړاندې د ۴۸ سلنه په مقابل کې د ۴۶ سلنه ملاتړ په لرلو مخکښه ده. خو دا توپیر د نظرپوښتنې د احتمالي تېروتنې په حد کې راځي.

په آیوا کې هم سیالي نږدې برابره ده.

د نظرپوښتنو پایلې ښيي چې په هغو ایالتونو کې هم جمهوري‌پالان له سیاسي ستونزو سره مخ کېدای شي چې په دودیز ډول د دوی د ملاتړ مرکزونه ګڼل کېږي. خو د نظرپوښتنې مخکښوالی د ټاکنو د بریا ضمانت نه کوي، په ځانګړي ډول په هغو سیالیو کې چې د نوماندانو ترمنځ توپیر د احتمالي تېروتنې په محدوده کې وي.

د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دریځ او د هغه د کارکردګۍ په اړه د رایه‌ورکوونکو نظرونه هم د ټاکنو پر پایلو اغېز لرلای شي. د راپور له مخې، په دغو اوو ایالتونو کې د نظرپوښتنې ۳۸ سلنه ګډونوالو د ټرمپ د ولسمشرۍ له کړنو ملاتړ کړی دی.

اقتصادي اندېښنې، په ځانګړي ډول د ژوند د لګښتونو لوړېدل، د رایه‌ورکوونکو لپاره پر یوې مهمې مسئلې بدلې شوې دي. د نظرپوښتنو له مخې، د دغو اوو ایالتونو په کچه د ژوند د لګښتونو په موضوع کې ډېموکرېټان د جمهوري‌پالو په پرتله د رایه‌ورکوونکو د ملاتړ له پلوه مخکې دي.

که په کانګرس کې سېنټ او د استازو جرګه دواړه او یا په دې دواو کې یو هم ډېموکرېټ ګوند وګټي نو د صدر ټرمپ لپاره به پاتې دوه کاله کې قانون سازي او د بجټ منظورول ډېر ګران شي. صدر ټرمپ کېدای شي د کانګرس د ملاتړ نه د محروم کېدو په حالت کې ډېرې فیصلې ویټو کړي.

خبر لرئ

هره ورځ مهمې کیسې خپل بریښنالیک ته ترلاسه کړئ.

‎نظرپوښتنې د امریکا سېنټ لپاره په ټاکنو کې د ډېموکرېټانو د