ډېموکرېټ ګوند د امریکا د کانګرس دواړه مجلسونه وګټل
Pashto Washington
editor
واشنګټن – د امریکا منځمهاله ټاکنو کې د ولسمشر ټرمپ مخالف ډیموکرېټ ګوند د کانګرس سېنټ (سنا) او استازو جرګه (هاوس) دواړو کې اکثریت ګټلی دی.
د ټاکنو نتیجې د ولسمشر ډانلډ ټرمپ او جمهوري غوښتونکي (ریپبلېکن) ګوند لپاره یوه ستره سیاسي ماتې بلل کېږي او د ټرمپ د ولسمشرۍ د پاتې دوو کلونو لپاره به د واشنګټن سیاسي انډول بدل کړي.
تر وروستیو شمېرو پورې ډېموکرېټانو د سېنټ په سلو څوکیو کې ۵۳، او د استازو جرګه کې یې په ۴۳۵ کې ۲۲۴ څوکۍ ګټلې دي. امریکايي څېړونکي د ټاکنو پایلو ته د سونامي او یا د “اودي چپې” کلمې کارولي. اودي چپه ورته ځکه وايي چې د ډېموکرېټ ګوند رنګ اودي دی.
ډیموکرېټانو په هغو ایالتونو کې هم د سنا مهمې څوکۍ وګټلې چې له اوږدې مودې راهیسې د جمهوري غوښتونکو پیاوړي مرکزونه ګڼل کېدل. په دې کې ټکساس، کنساس، آیوا، جنوبي کارولاینا، اوهایو او شمالي کارولاینا شامل دي.
د ټاکنو پایلې ښيي چې د ژوند د لګښتونو لوړوالی، ګراني، له ایران سره جګړه او د ټرمپ د ادارې د کړنو په اړه د خلکو ناخوښۍ د رایه ورکوونکو پر پرېکړو اغېز کړی دی.
ډیموکراتانو د سنا په ټاکنو کې لږ تر لږه اووه څوکۍ له جمهوري غوښتونکو وګټلې او په دې توګه یې د مشرانو جرګې (سنا) اکثریت ترلاسه کړ. په استازو جرګه کې هم د جمهوري غوښتونکو له دوه درځنو څخه د زیاتو څوکیو په ګټلو سره د واک د بېرته ترلاسه کولو لپاره لاره هواره کړه.
د سنا لپاره په لومړي ځل مسلمان نوماند عبدل السید د مېشېګن ایالت نه منتخب شوی دی. نوموړي د سنا څوکۍ د یوې سختې سیالۍ وروسته ګټلې ده.
په مهمو ایالتونو کې تاریخي بریاوې
په ټکساس کې ډیموکرېټ جېمز ټالاریکو د جمهوري غوښتونکي کین پاکسټن په ماتولو سره د سنا څوکۍ وګټله. دا د ډیموکرېټانو لپاره یوه تاریخي بریا وه، ځکه دغه ایالت له څو لسیزو راهیسې د جمهوري غوښتونکو تر واک لاندې و.
په آیوا کې جاش ټوریک د جمهوري غوښتونکو نوماندې اشلي هینسن ته ماتې ورکړه او په کنساس کې ادم هېملټن د جمهوري غوښتونکي سناتور راجر مارشال څوکۍ وګټله.
په اوهایو کې پخواني ډیموکرات سناتور شیراډ براون د جمهوري غوښتونکي جون هسټډ په ماتولو سره سنا ته بېرته لار وموندله. په شمالي کارولاینا کې رای کوپر هم د سنا ټاکنې وګټلې.
په جورجیا کې ډیموکرات سناتور جان اوساف د جمهوري غوښتونکي مایک کولینز پر وړاندې خپله څوکۍ وساتله.
د استازو جرګې کې هم ډېموکرېټانو اکثریت تر لاسه کړی او اوس هم په لسګونو نورو څوکیو د نتیجو اعلان شوی نه دی. تمه کېږي چې د استازو جرګې مشر حکیم جیفریز به د جرګې د مشر په توګه وټاکل شي. که داسې وشي، نوموړی به د امریکا د استازو جرګې لومړنی تورپوستی مشر وي.
ډیموکراتانو ویلي چې په کانګرس کې د اکثریت له ترلاسه کولو وروسته به د ټرمپ د ادارې پر کړنو پراخه څارنه وکړي او د حکومت د احتمالي فساد، د کډوالۍ د پالیسیو او د ادارې د چارواکو د پرېکړو په اړه به پلټنې وکړي.
د کانګرس دواړو مجلسونو ته د ډیموکراتانو بریا به د ټرمپ لپاره د خپلو قوانینو او سیاسي اجنډا د پلي کولو بهیر ستونزمن کړي. ډیموکراتان به وکولای شي د هغه ځینې قانوني وړاندیزونه ودروي او د ولسمشر د نوماندو پر ټاکلو د سنا له واک څخه کار واخلي.
خبر لرئ
هره ورځ مهمې کیسې خپل بریښنالیک ته ترلاسه کړئ.
