امریکا کې ټاکنې-د ټرمپ واک، او د کانګرس د کنټرول سیالي
Pashto Washington
editor
واشنګټن — په امریکا کې د ۲۰۲۶م منځمهاله ټاکنو کې نن په ملینونو امریکایان په یو داسې تود سیاسي چاپېریال کې رایې اچوي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سیاست، د امریکايي ټولنې د ژور سیاسي وېش او د کانګرس د راتلونکي کنټرول پر سر پکې سخته سیالي روانه ده.
د دې ټاکنو پایلې به نه یوازې د کانګرس په دواړو مجلسونو، استازو جرګه (هاوس) او سېنټ (سنا)، کې د واک توازن بدل کړي، بلکې دا به هم څرګنده کړي چې امریکايي رایه ورکوونکي د ټرمپ د ادارې له تګلارو څومره ملاتړ کوي او د هغه د پاتې ولسمشرۍ لپاره به سیاسي فضا څه ډول وي.
د ټاکنو وړاندې شوې نظر پوښتنې ښيي چې ډېموکرېټ ګوند په سېنټ او د استازو جرګه کې اکثریت تر لاسه کړي خو په تېرو کلونو کې نظر پوښتنې غلطې هم ثابت شوې دي.
د امریکا د منځمهاله ټاکنو اهمیت په دې کې دی چې د ولسمشر د څلور کلنې دورې په منځ کې ترسره کېږي او د استازو جرګې ټول غړي او د سنا شاوخوا درېیمه برخه څوکۍ پکې ټاکل کېږي. د دغو ټاکنو پایلې کولای شي د سپینې ماڼۍ او کانګرس ترمنځ د سیاسي ځواک انډول بدل کړي.
د سېنټ فېصله به یو څو سیالۍ کوي:
د سېنټ د کنټرول لپاره سیالي د دې ټاکنو تر ټولو مهمه ګڼل کېږي. یپبلېکن (جمهوري غوښتونکي) اوس په سېنټ کې ۵۳ او ډېموکزېټان ۴۷ څوکۍ لري، خو د ډېموکرېټانو په ۴۷ غړو کې خپلواک غړي دي.
ډیموکرېټان باید خپلې ټولې اوسنۍ څوکۍ او څلور نورې د ریپبلېکن ګوند څوکۍ وګټي نو هله به په سېنټ کې اکثریتي ګوند جړړېږي.
د استازو جرګې د کنټرول لپاره بیا ډېموکرېټان خپلو ټولو اوسنیو څوکیو د ګټلو سره سره درې اضافي نورو څوکیو ګټلو ته حاجت لري.
د سېنټ یا سنا په ټاکنو کې د مېن، شمالي کارولاینا، جورجیا، میشیګن، اوهایو، آیوا، کنساس، ټکساس، الاسکا، جنوبي کارولاینا او نیوهمپشایر ایالتونو سیالۍ ځانګړی اهمیت لري.
د دغو ایالتونو د ټاکنو پایلې ښايي د سنا د اکثریت برخلیک وټاکي. که ډیموکراېټان سنا وګټي، د ټرمپ د کابینې د نوماندانو تایید، د قاضیانو مقرر کول او د هغه د ادارې د مهمو سیاستونو پر وړاندې د خنډونو جوړولو پراخ واک به ترلاسه کړي. برعکس، که جمهوري غوښتونکي خپل اکثریت وساتي، ټرمپ به د خپلې ولسمشرۍ په وروستیو دوو کلونو کې د کانګرس له ملاتړ څخه برخمن وي.
اقتصادي ناخوښي او د امریکا ژور سیاسي وېش
د ټاکنو په کمپاینونو کې اقتصاد، د ژوند د لګښتونو لوړوالی، کډوالي، د ایران جګړه، د روغتیايي خدماتو لګښتونه او د ټرمپ د حکومت کړنې د رایهورکوونکو د بحثونو مهم موضوعات وو.
د اسوشیټېډ پرېس او نورک د عامه چارو د څېړنیز مرکز وروستۍ نظرپوښتنه ښيي چې یوازې ۳۵ سلنه امریکایان د ولسمشر ټرمپ له کاري کړنو ملاتړ کوي. د نظرپوښتنې له مخې، ډېری امریکایان د لوړو بیو پړه د هغه پر حکومت اچوي او نږدې ۷۰ سلنه باور لري چې هېواد په ناسم لوري روان دی.
ډیموکرېټان هیله لري چې د اقتصادي ستونزو او د ایران د جګړې په اړه د خلکو ناخوښي به د دوی د رایو شمېر زیات کړي. دوی جمهوري غوښتونکي په دې تورنوي چې د عادي امریکایانو د اقتصادي ستونزو پر ځای یې پر سیاسي شخړو او نورو لومړیتوبونو تمرکز کړی دی.
جمهوري غوښتونکي بیا هڅه کوي د ټرمپ د پلویانو رایې راټولې کړي او د خپلو انتخاباتي کمپاینونو لپاره د پراخو مالي امکاناتو په کارولو سره د ډیموکرېټانو د احتمالي پرمختګ مخه ونیسي.
د ټرمپ کارډ او د ټاکنو سیاسي اهمیت
ولسمشر ټرمپ د جمهوري غوښتونکو د کمپاینونو په وروستیو ورځو کې په ګڼو ایالتونو کې غونډې وکړې او له خپلو پلویانو یې وغوښتل چې ټاکنې داسې وګڼي لکه دی چې خپله هم نوماند وي.
هغه د کانزاس ایالت په یوه انتخاباتي غونډه کې خپلو پلویانو ته ویلي وو چې داسې رایه ورکړي لکه دی چې پر انتخاباتي پاڼه (بېلټ) موجود وي.
خو د جمهوري غوښتونکو ځینو نوماندانو هڅه کړې چې په خپلو کمپاینونو کې له ټرمپ څخه یو څه فاصله وساتي، څو هغه رایهورکوونکي هم ځان ته راجلب کړي چې د ولسمشر له کړنو ناخوښ دي.
د رایه ورکوونکو ګډون او د ټاکنو پراخې اغېزې
د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، د دوشنبې تر ورځې پورې له ۵۷ میلیونو څخه زیاتو امریکایانو خپلې رایې له وخته مخکې کارولې وې. په ۳۶ ایالتونو کې د واليانو ټاکنې هم ترسره کېږي، چې د فېډرالي ټاکنو ترڅنګ به د ایالتونو په سیاسي واکمنۍ هم اغېز ولري.
په استازو جرګه کې د ټولو ۴۳۵ څوکیو او په سنا کې د ۳۵ څوکیو لپاره ټاکنې روانې دي. د دواړو ګوندونو لپاره د څوکیو د ګټلو یا له لاسه ورکولو هره کوچنۍ بدلون هم د کانګرس د راتلونکي سیاسي جوړښت په ټاکلو کې مهم رول لوبولی شي.
د ټاکنو پایلې به د ټرمپ د ولسمشرۍ د پاتې دوو کلونو لپاره ډېرې مهمې وي. که ډیموکرېټان د کانګرس په یوه یا دواړو مجلسونو کې اکثریت ترلاسه کړي، د ټرمپ د حکومت د سیاستونو څارنه او مخالفت به پیاوړی شي. خو که جمهوري غوښتونکي خپل اکثریت وساتي، ولسمشر ته به د خپلې اجنډا د عملي کولو لپاره لا ډېر سیاسي فرصت برابر شي.
د امریکا دا منځمهاله ټاکنې په داسې حال کې ترسره کېږي چې د هېواد سیاسي وېش د دواړو ګوندونو ترمنځ له عادي انتخاباتي سیالۍ څخه پراخ شوی او د حکومت د واکونو، اقتصادي راتلونکي او د امریکا د نړیوال رول په اړه یې اختلافات هم ژور کړي دي.
په دې توګه، د ۲۰۲۶ کال ټاکنې یوازې د کانګرس د څوکیو سیالي نه ده، بلکې د ټرمپ د دویمې ولسمشرۍ، د امریکا د سیاسي راتلونکي او د واکونو ترمنځ د توازن په اړه یوه مهمه ټولپوښتنه هم ګڼل کېږي.
خبر لرئ
هره ورځ مهمې کیسې خپل بریښنالیک ته ترلاسه کړئ.
