ډي آي خان:په چیک پوسټ ځانمرګی برید، کې 11 کسان وژل شوي، 30 ژوبل
Farooq Firaq
reporter
پېښور—د خېبر پښتونخوا د ناکراره سيمې ډي آی خان په درازنده کې د امن مېلې په چیک پوسټ باندې د بارودو د ډک موټر په وسیله ځانمرګی برید شوی چې له امله یې لږ تر لږه 11 کسان وژل شوي او 30 نور ژوبل شوي دي.
د ریسکیو 1122 چارواکي وايي، په وژل شویو کې 8 نارینه، 2 ښځې او یو ماشوم شامل دي. دا لا معلومه نه ده چې په دغه برید کې پولیسو ته څومره ځاني تاوان اوښتی دی.
د خېبر پښتونخوا د پوليسو وياند د ځانمرګي بريد پخلی کړی او پخپل بيان کې يې ويلي لمري معلومات ښيي چې يوولس کسان وژل شوي او 30 ژوبل روغتون ته رسول شوي.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، بریدګر د بارودو ډک موټر د پولیسو، کسټم او نورو امنیتي ادارو له ګډ چیک پوسټ سره وجنګاوه او وروسته زوروره چاودنه وشوه.
سرچينې وايي د پېښې له امله چیک پوسټ او شاوخوا ودانیو ته دروند زیان اوښتی او د ژغورنې ډلې د خاورو او ملبې لاندې د قربانیانو د مړو او ژوبلو کسانو د ایستلو لپاره عملیات کوي.
پولیس وايي، د پېښې ځای ته د بمونو شنډولو ډلې هم رسېدلې دي، څو د چاودنې څرنګوالی او د کارول شویو چاودېدونکو موادو په اړه معلومات راټول کړي.
د برید مسؤلیت تر دې دمه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.
د درازندې دا سیمه کې له دې وړاندې هم يو شمير وسله وال بریدونه شوي دي.
د 2024 کال د اکتوبر پر 25مه د درازندې پر زام ایف سي چیک پوسټ وسله وال برید کې د د ايف سي 10سرتېري وژل شوي او 3 نور ژوبل شوي وو
د چیک پوسټونو پر ضد د بارودو ډکو موټرو کارول هم په سیمه کې نوې خبره نه ده.
د2026 کال په فبرورۍ کې په باجوړ کې پر ګډ چیک پوسټ د برید پر مهال د پاکستان پوځ ویلي وو چې وسله والو د امنیتي ځواکونو له ځوابي ډزو وروسته د بارودو ډک موټر د چیک پوسټ له دېوال سره جنګولی و، چې په نتیجه کې یې 11 امنیتي کسان او یوه ماشومه نجلۍ وژل شوي وو.
د درازندې له ننني برید څو ورځې وړاندې،د سپټمبر پر 18مه په کوهاټ کې د پولیسو د زاړه مرکز ترڅنګ پر جومات هم ځانمرګي بريد شوی و.
د پولیسو او نورو چارواکو په وینا، په هغه برید کې بریدګر د بارودو ډک موټر د پولیسو مرکز ته نږدې ورساوه او له چاودنې وروسته وسله والو له امنیتي ځواکونو سره نښته وکړه. د ډان د وروستي راپور له مخې، د کوهاټ په برید کې د وژل شویو شمېر 23 کسانوته رسېدلی چې 17پکې پولیس او 6 ولسي وګړي پکې شامل دي.
د کوهاټ برید مسؤلیت د اتحاد المجاهدین په نوم هغې ډلې منلی و چې د پاکستاني طالبانود حافظ ګل بهادر ډلې سره تړاو لري، خو د درازندې د ننني برید مسؤلیت لا تر اوسه چا نه دی منلی.
د کوهاټ له برید وروسته په خیبر پښتونخوا کې د امنیتي پېښو او د پولیسو او امنیتي ځواکونو پر پوستو د بریدونو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
د درازندې نننۍ پېښه هم په داسې وخت کې شوې چې په وروستیو میاشتو کې په صوبه کې پر امنیتي پوستو ګڼ بریدونه شوي دي.
خبر لرئ
هره ورځ مهمې کیسې خپل بریښنالیک ته ترلاسه کړئ.
