ښار ناپرسان “پښتونخوا” کې بله تجربه— بې څېرې عدالتونه به جوړېږي
Pashto Washington
editor
واشنګټن— په پښتونخوا صوبه کې یې لومړی د عمران خان ګوند د 13 کالو لپاره واکمن کړو، بیا یې پسې نزدې 8و کالو راسې د یو نوي قانون “اېکشن ان اېډ اف سېول پاورز” په مټ پوځ ته د چا د نیولو، عدالت ته د نه وړاندې کولو، او د چا جایداد قبضه کولو بې څارې اختیار ورکولو سره ټوله صوبه په “ښار ناپرسان” وربدله کړه، پوځ د ورځې د 200و نه زیات اپرېشنونه پېل کړل، تازه یې منتخب حکومت لرې کړو - صوبه کې چرته بېړنی حالت او چرته ګورنر راج نافذ شو، او اوس وايي چې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره به صوبه کې داسې عدالتونه جوړېږي چې مخ به یې نه ښکاري.
د صوبې تر ټولو لوی افسر، چیف سېکرېټري امجد علي خان ویلي خیبر پښتونخوا حکومت د ترهګرۍ ضد بېڅېرو عدالتونو/محکمو (Faceless Anti-Terrorism Courts) جوړولو لپاره اسلام اباد ته خپل پلان ورلېږلی دی. هغه ویلي دا به د ترهګرۍ اړوند مقدمو یا قضیو کې د ګواهانو، څارنوالانو او قاضیانو ژوند خوندي وساتي. دا به یو ډول پټ عدالتونه وي او معلوم کس به یوازې تورن تن وي.
امجد علي خان د صوبې د ګورنر فېصل کریم کنډي په موجودګۍ کې په یوه رسمي غونډه کې دا پلان داسې وړاندې کړی لکه چې پلان پېښور کې جوړ شوی او اوس به ګوري چې اسلام اباد به یې منظور کړي او که نا؟
په پښتونخوا کې د حکومتي چارو څېړونکي پوهېږي چې د صوبې ظاهري واکمنان څومره بېوسه دي. او په دې پوه دي چې په صوبه کې دا ډول نوې تجربې لومړی په راولپنډۍ او اسلام اباد کې فیصله کېږي او د هلته نه بیا په پېښور کې یې د امجد علي خان په څېر منتخب یا غېر منتخب “لیډر” یا “بابو” اعلانوي.
په پښتونخوا کې د پوځ په مشرۍ کې د “ترهګرۍ پر ضد” جګړه د 20و کالو نه د زیاتې مودې راسې روانه ده خو په دې جګړه کې نیول شوي ډېر کم مشکوک ترهګر د عدالت پورې رسېدلي. ډېری یې یا له تل لپاره “بېدرکه” کړل شوي، یا بې عدالته په لارو کوڅو کې وژل شوي او یا لکه څنګه چې پوځ دعوا کوي، په پوځي عملیاتو کې وژل شوي دي.
حکومت په تېرو 20و کالو کې د ګوتو په شمېر یو څو پېژندلي تندلاري نیولي دي. په دغو کې د اولس په یاداشت کې دوه نامې پرتې دي، يو د تحریک نفاذ شریعت محمدی مشر مولانا صوفي محمد او بل د طالبانو (ټي-ټي-پي) ویاند احسان الله احسان دی.
مولانا صوفي محمد د پېښور سترې محکمې (هايي کوټ) بري کړو او د 2019م د جولايي میاشت کې په خپل کټ کوزي یې سا ورکړه.
احسان الله احسان خو د عدالت دروازه هم ونه لیده. نوموړی په داسې مشکوکو حالاتو کې د پوځیانو د ولقې نه خلاص شو چې اوسه پورې خلک پوښتنې کوي چې څنګه او چا احسان الله احسان د بندي خانې، او ان تر دې، د هېواد نه بهر وتلو کې کامیاب کړو.
د پاتې نیول شوو تندلارو یا وسله والو په اړه معلومات د نشت برابر دي، نه چا ته پته شته چې هغوی ژوندي او که مړهٔ دي؟ نه د اوسني قانون (اېکشن ان اېډ اف سېول پاورز) تر لاندې پوځ کوم عدالت یا کوم چا ته پړ دی چې د نیول شوو تندلارو د مړژوندي یا ځای ځایګي په اړه حال ووايي.
پښتونخوا صوبه د ترهګرۍ په ګډون یو شمېر چېلنجونو سره مخ ده. د صوبې حکومت ځنډول شوی دی، ځېنې سټراټېجېکي برخو (دولس ضلعو/ولسوالیو) کې بېړنی حالت او په پاتې صوبه کې ګورنر راج لګول شوی، مولانا فضل الرحمن، د صوبې د تېر واکمن ګوند پي-ټي-ايي، او ای-اېن-پي مشران او ناقدین تور پورې کوي چې جګړه د صوبې په معدنو د قبضې لپاره روانه ده، او نوې قانوني لارو دا ویره نوره هم زیاته کړې چې په صوبه کې به شخصي قانوني حقونه نور هم د پښو لاندې شي.
د صوبې چیف سېکرېټري امجد علي خان د بې څېرو عدالتونو پلان وړاندې کولو باندې تل عمري بدنامۍ اخستلو ته په داسې وخت کې تیار شوی چې صوبه کې د پوځ په رول د مولانا فضل الرحمن، پي-ټي-ايي او اې-اېن-پي نیوکې زیاتې شوي او په سوشل مېډیا پوځ پلوه فعالانو د یادو ګوندونو د مشرانو د بدنامۍ کمپاین هم شورو کړی دی.
پښتونخوا کې د مخکې نه داسې قانون وو چې د پوځ لاس یې د بې څارې حده پورې مضبوط کړی وو. او د پټو یا بې څېرې عدالتونو جوړولو کومه اړتیا نه لیدل کېدله خو د زیاتېدونکي کړکېچن او تریخ سیاسي وضیعت په وخت دا وېره رامنځ ته شوې چې کېدای شي دغه پټ عدالتونه د سیاسي مخالفینو پر ضد وکارل شي، او که داسې کېږي نو د پخواني مشر څارنورال شاه خاور خبره—دا به بیا بدنیتي وي.
خبر لرئ
هره ورځ مهمې کیسې خپل بریښنالیک ته ترلاسه کړئ.
