خیبر پښتونخوا کې بېړنی حالت او ګورنر راج شورو شو
خیبر پښتونخواپاکستان

خیبر پښتونخوا کې بېړنی حالت او ګورنر راج شورو شو

RH

Riaz Hussain

reader

پېښور—د پاکستان صدر اصف علي زرداري د وزیر اعظم شهبازشریف په وینا په نارامه پښتونخوا صوبه کې د بېړني حالت لګولو او د صوبې د چارو واک اختیار ګورنر (والي) ته د ورکولو امر کړی دی.

د دې امر وروسته، په یاده صوبه کې د پخواني بندي وزیر اعظم عمران خان ګوند تحریک انصاف حکومت ختم شوی دی. تحریک انصاف په مرکز کې د حزب اختلاف په څوکیو ناست دی او په صوبه کې په ظاهره د پوځ او مرکزي حکومت د ګوتوهنې مخالفت کوي.

د تحریک انصاف مشر بېرسټر ګوهر په صوبه کې د بېړني حالت او ګورنر راج لګول غندلي. نوموړي دا کار غېر اییني بللی.

پښتونخوا صوبه کې د وړاندې نه پوځ ته د ترهګرۍ پر ضد د ګامونو اخستلو لپاره د یو قانون (اېکشن ان اېډ اف سېول پاور) د لارې بې سارې اختیار ورکړل شوی وو. د بشري حقونو مبارېزینو او سیاسي څېړونکو یاد قانون ته د “تور قانون” نامه ورکړې وه.

هم د یاد شوي قانون تر سوري لاندې د پاکستان پوځ د یوازې د روان کال د جولاي د میاشتې پورې په پښتنوخوا او بلوچستان صوبو کې د څلوېښتو زرو (۴۰،۰۰۰) نه زیات پوځي اپرېشنونه (عملیات) کړي دي. په دغو کې ۳۱،۰۰۰و نه زیات عملیات په بلوچستان او ۷،۱۷۷ عملیات په پښتونخوا صوبه کې شوي.

د پاکستان بلوچستان او پښتونخوا دواړو صوبو کې حالت ډېر کړکېچن شوی خو مرکزي حکومت په بلوچستان کې بېړنی حالت لګولی نه دی. د دې یو ښکاره علت دا دی چې که هلته پوځ د بلوڅ بېلتون غوښتونکو او یا طالبانو پر ضد جګړه کې بوخت دی خو صوبايي حکومت په مرکز کې د واکمن ګوند مسلم لیګ په لاس کې دی. 

پوځ او مرکزي حکومت د تېرو دریو کالو راسې په خېبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف صوبايي حکومت سره ځېني ښکاره او پټ اختلافونه لرل. اسلام اباد وېل چې د پښتونخوا حکومت د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې پورا ملګری نه دی. 

د ګورنر راج د لګولو په اړه هم وزیر اعظم شهباز شریف په خپل اېکس پاڼه ویلي چې د پښتونخوا د حکومت د ترهګرۍ پر ضد جګړې نه قصدي ډډه کولو په اړه حالاتو ته کتل شوي او بېړنی حالت یې لګولی.

په پاکستان کې مخالفو سیاسي ګوندونو او په پښتونخوا کې پخواني واکمن ګوند ای. اېن.پي. د تېرو څو ورځو راسې په صوبه کې د ګورنر راج لګولو مخالفت کوو او دا یې د مسلو د حل لپاره یو غېر اییني کار بللی وو.

په صوبه کې واکمن تحریک انصاف هم ګواښونه کړي وو چې د ګورنر راج خلاف به د قانوني چارو تر څنګ سخت مخالفت کوي. 

د صوبې وزیر اعلا د ۴م اکتوبر راسې د ګوند د بندي مشر عمران خان لپاره د احتجاجونو د لړۍ مشري کوي او اوس چې په صوبه کې ګورنر راج ولګېد نو ممکن ده چې د تحریک انصاف ځېني مشران یا ونیول شي او یا په خپله خوښه پټ یا ډډې ته شي.

د ایین تر مخه، ګورنر راج د دواو میاشتو لپاره لګول کېږي او که حالت سم نه شي نو د دواو میاشتو لپاره بیا هم غزول کېدای شي. البته د ګورنر راج موده باید د شپږو میاشتو نه زیاته نه وي.

تحریک انصاف د وړاندې نه د “قرباني ګوند” بیانیه وړاندې کوله او اوس چې یې کله په صوبه کې حکومت ختم شو نو کېدای شي دغه بیانیه نوره هم چټکه کړي.

د تحریک انصاف مشرانو تل ویلي چې تېرو ټاکنو کې درغلي شوې او اوس به وايي چې یوه صوبه کې یې حکومت هم له منځه یوړل شو.

یاد ګوند د ۲۰۱۳م راسې په پښتونخوا کې واکمن دی خو په دې موده کې د صوبې امنیتي حالت د پخوا په نسبت ډېر کړکېچن شوی دی. د صوبې جنوبي ضلعو کې د حکومت واک زیانمن شوی. مرکز د صوبې په حکومت د ترهګرو سره د اړیکو ساتلو او یا ترهګرو ته د پیسو و کولو تورونه هم لګولي دي.

په پښتونخوا کې مخالفو سیاسي ګوندونو هم د تحریک انصاف په حکومت دا تور پورې کوو چې په اېجنډا یې یوازې د عمران خان د قېد نه خوشې کول وو او دا چې د ترقۍ کارونه یې ډېر کم کړي دي.

خبر لرئ

هره ورځ مهمې کیسې خپل بریښنالیک ته ترلاسه کړئ.

خیبر پښتونخوا کې بېړنی حالت او ګورنر راج شورو شو