پښتونخوا کې د ځنګل قانون-منتخب وزیراعلا قېد هم دی او بې درکه هم
پاکستانخیبر پښتونخوا

پښتونخوا کې د ځنګل قانون-منتخب وزیراعلا قېد هم دی او بې درکه هم

PW

Pashto Washington

editor

واشنګټن - په پښتونخوا کې داسې د ځنګل قانون دی چې په ۱۱م اکتوبر کې په صوبه کې د ګورنر راج او بېړني حالت لګولو راسې تر نن ورځې پورې چا ته دا پته نشته چې د صوبې لر کړل شوی منتخب وزیراعلا سهیل افریدي د کومې حکومتي یا پوځي ادارې په قېد کې دی، او چرته ده؟

د دې نه هم زیاته د حېرانتیا خبره دا ده چې په قانوني توګه د لاس تړلي وزېر اعلا د قېدوبند په اړه په شخصي او حکومتي مېډیا کې خبرې نه کېږي او واکمن سیاسي ګوندونه خو یې نامه هم نه اخلي.

د ښاغلي افرېدي د بېدرکۍ خبره نن لا نوره ښه پخه شوه ځکه چې په پېښور کې د ترهګرۍ ضد یو عدالت (محکمې) اوس هغه د یو “مفرور (چې اکثره یې خلک مخرور وايي) اعلانولو لپاره قانوني چاره پېل کړې ده. 

په نوموړي تور دی چې هغه او یو بل ملګري یې په پېښور کې د حکومتي رېډیو په ودانۍ باندې برید کې برخه اخستې وه. عدالت ته پولیسو وړاندې ویلي وو چې د ښاغلي افریدي د ځای ځاییګي په اړه معلومات نلري.

په ټوله پښتونخوا کې پوځ ته د بې سارې اختیاراتو لپاره د “اېکشن اېن اېډ اف سېول پاور” په نامه داسې قانون د تېرو اتو کالو راسې وجود لري چې پوځ څوک هم د نا معلومه وخته پورې بندي (قېد) ساتلی شي او عدالت ته د حساب ورکولو پابند نه دی.

اوس چې پولیس خپله وايي چې د سهېل افریدي یا د هغه د ملګرو په اړه معلومات نلري نو دې سره دا شکونه زیاتېږي چې د نزدې پینځه کروړه اولس منتخب وزیراعلا د پولیسو نه د زیاتې با اختیاره ادارې سره په قېد کې دی. 

د ښاغلي افریدي د نه پېدا کولو لپاره د پولیسو د عذر نه مخکې د پېښور هايي کورټ (د صوبې ستر عدالت یا محکمه) هم د هغه د ورور لخوا د هغه د درک پېدا کولو خواست باندې اورونې ودرولي دي. په اسلام اباد کې نوي جوړ شوي ستر اییني عدالت د پېښور هايي کورټ د ښاغلي افرېدي په اړه د هغه د ورور په خواست د مخکې تګ نه منع کړی دی.

پوځ د پاکستان په څلورو واڼو صوبو کې تر ټولو زیات واک اختیار په پښتونخوا کې لري. د ګورنر راج نه مخکې او وروسته هم، د پېښور کور کمانډر د صوبې د وزیرانو په غونډو کې په ناسته لیدل شوی. هم دا رنګه، امنیتي، پرمختیايي او انتظامي کارونو کې هم پوځي افسران بغېر د کوم رسمي اعلان یا حکم نه د صوبې په غېر پوځي افسرانو (سېول افسرشاهۍ) باندې لاس بري دي.

اردو مېډیا کې په سهېل افریدي خاموشي

د پاکستان د اردو مېډیا مرکزونه په لاهور، کراچۍ او اسلام اباد کې دي او په تارېخي توګه د پښتونخوا، بلوچستان، هند او افغانستان په اړه د ریاست بیانیه پر مخکې بیايي. دغو ادارو له کارکونکو خبریالانو په پښتونخوا کې د منتخب حکومت د لرې کولو او ګورنر راج په اعلانونو باندې د مریو رګونه پړسولي وو خو د یوې میاشتې نه اوس زیاته موده کېږي چې لا دا پوښتنه یې هم نه ده کړې چې د صوبې وزیر اعلا چا تښتولی دی.

د اردو مېډیا ریاست پلوه ژورنالزم (صحافت) له امله پښتانه او بلوڅان د اردو مېډیا په خپرو شوو خبرونو اعتبار نه کوي. په نارامه دواړو صوبو، پښتونخوا او بلوچستان، کې اولس او د مېډيا د څارونکو بې طرفه ډلې ځايي مېډیا د حکومت تر کنټرول لاندې لاوډسپیکر ګڼي چې یوازې د ریاست بیانه وړاندې کوي. په یادو صوبو کې د حقونو فعالین په اردو مېډیا دا تور هم پورې کوي چې په خبرونو کې د ریاست په وسېدونکو کې د تبعیض نه ډک ژورنالزم کوي. 

خبر لرئ

هره ورځ مهمې کیسې خپل بریښنالیک ته ترلاسه کړئ.

پښتونخوا کې د ځنګل قانون-منتخب وزیراعلا قېد هم دی او بې