د پښتونخوا په غرونو کې ډالرې، بيړنے حالت او ترهګري
خیبر پښتونخواپاکستان

د پښتونخوا په غرونو کې ډالرې، بيړنے حالت او ترهګري

BK

Behroz Khan

reporter

پېښور - په پښتونخوا کې د عمران خان د ګوند تحريک انصاف د متنازعه منتخب حکومت لرې کول، د صوبې په دولس ضلعو کې بيړنے حالت او په نوره صوبه د ګورنر راج لګولو په سر د سياسي مارېزو/معارېزو (ځوابي بیانونو) ترڅنګ د ترهګرۍ په شا د پښتونخوا په وسايلو او معدنو د قبضې کولو بحثونه هم راپارولي دي. 

د پښتنو په غرونو کې په پټو ډالرو (قېمتي معدنو) باندې د قبضې راپارېدلي بحث دا سیاسي نعره په سوشل ميډيا ډېره خوره کړې  “چې چرته وسايل دي نو هلته مسايل دي.”

دا په دې معنا اخستل کيږي چې ګني د پښتنو په خاوره ترهګري او د وسايلو واک يو بل سره انډول دي. 

وتلے پښتون دانشور افراسياب خټک وايي چې ترهګري د پوځ پروسه ده او دا د پښتنو په خاوره د پلانګ لاندې روانه ده ځکه چې د هغه په وينا د ايي ايس ايي پخواني مشر جنرل فيض او د هغه هلې ځلې د دې ګواه دي. د هغه د خبرو ويډوي لېنک دلته ليدلے شئ.  

https://www.facebook.com/share/v/18tedoaPtb/?mibextid=wwXIfr

معدنيات، پښتانه او د پاکستان رياست 

په اسلام اباد کې د مرکزي حکومت لخوا د معدنياتو نړيوال کانفرنس په داسې وخت کې راجوړ کړل شوے چې د نورو سره سره ورته په پاکستان کې د امريکا سفيرې نتالي بيکر هم وينا کړې او د پاکستان د قدرتي شتمنو ذکر يې په داسې ډول کړی چې د هغې په اندازه ياد ملک نزدې د اووهٔ (۷) ټريلين ډالرو د ارزښت وړ معدنيات لري. 

د معدنياتو د کانفرنس سره سم د پاکستان د مسلح ځواکونو مشر فيلډ مارشل عاصم منير هم په ملک کې د قدرتي وسايلو د رابرسېره کولو ذکر کړے او ويلي يې دي چې د ملک په کومو سيمو کې قدرتي وسايل دي بايد د هغې سيمو ځايي خلکو ته يې نېغ په نېغه ګټه ورسي. 

مرکزي حکومت د بجلۍ د پيداوار د ګټې ورکولو په برخه کې د پښتونخوا صوبې قرضدارے دے. د لرې کړل شوي وزير اعلا سهيل افريدي د وينا ترمخه مرکز د هايډل نېټ پرافېټ په برخه کې نيزدې 220 بيلينه روپۍ قرضدارے دے خو پراخه سياسي او اقتصادي پوهان دعوه کوي چې د اصل قرض شمېره د ورکړل شوو شمېرو نه ډېره ده.

د پښتونخوا د تېلو او ګېس د پيداوار ګټه د يوې لوظنامې لاندې د صوبې او د وفاق ترمنځ نيم په نيمه دے خو نه په پښتونخوا کې د پيدا کېدونکو خام تېلو د پاکولو کارخونه شته او نه هم په جنوبي ضلعو کې د راوتونکي ګېس کومه ګټه لا تر اوسه نېغ په نېغه د پښتخوا خو څه چې مقامي خلکو ته هم نه ده رسېدلې. 

د پښتونخوا په صوابۍ او هريپور ضلعو کې جوړ ټرباين او تر تورغر، کوهستان، مانسهره بډګرام او شانګلې پورې اغېز لرونکي توربېلې بند نه د پيدا کېدونکې بجلۍ پاور هاوس په لاهور کې دے. 

تربېله تر هر يو بل ډيم ډېره بجلي جوړوي چې دا وخت نيزدې 4900 ميګا واټ او په راتلونکي کې تر شپږ شپږنيم زره ميګاواټ ته رسيږي، پيداوار لري خو په پښتونخوا د بجلۍ د نيشتوالي ګيله د ملک د بلې هرې صوبې نه زياته رپورټ کيږي. 

په اسلام اباد کې په معدنياتو رابلل شوي کانفرنس ته د پوځ مشر وينا کړې او د جيو ټيلي ويژن د خبر ترمخه مارشل منير ويلي “د پاکستان معدني شتمني په کار راوستل زمونږ اجتماعي قامي مقصد دے”. 

جنرل منير او وزير اعظم شهباز شريف تېر کال د امريکا په ګډه سرکاري دوره کې ولسمشر ډانلډ ټرمپ ته د پاکستان د ناوياته معدني توکو ډالۍ هم ورکړې وه. وایټ هاوس لخوا خپور شوي عکس کې ښکاري چې د پوځ مشر جنرل منیر ښاغلي ټرمپ ته ناویاته معدني توکي په صندوق کې وړاندې کوي.

د پاکستان په سېنټ کې په دغه معامله سنېټر او د عوامي نيشنل ګوند مشر ايمل ولي خان اعتراض کړے و او ويلي يې وو چې دا معدنيات نه يوازې د صوبو حق دے بلکې دا د پوځ د مشر دنده نه ده چې معدنيات وپلوري. 

د ايمرجنسي او ګورنر راج په حقله مولانا فضل الرحمان هم خپل اختلاف په ډاګه کړے. نوموړي ویلي وو اصل مسله په پخوانیو قبایلي سیمو کې د قېمتي معدنو او وسایلو دن.

د مولانا د نیوکو په ردعمل کې په سوشل ميډيا د مولانا، د هغه د کورنۍ او بيا د ګوند د مرکز په تجاوزاتو کې راوستلو په باب يو منظم کمپين روان شوی دی چې څېړونکي یې سياسي انتقام بولي.

په پاکستان کې د کارپوهانو په وينا د معدنياتو زېرمې تر ډېره حده په پښتونخوا او بلوچستان کې دي چې دواړه صوبې د کلونو کلونو راهسې د بدامنۍ او ترهګرۍ ښکار دي خو ځايي خلک او سياسي ګوندونه دعوه کوي چې د پوځ په نګرانۍ کې د معدنياتو درنګونه فعاله دي، مشينريانې يې خوندي دي او کارکونکي يې هم د کوم جدي ګواښ سره مخ نه دي. 

يو شمېر سياسي او مدني فعالانو د صوبې حکومتي انتظام په دوه برخو کې وېشل په اصل کې د پوځي اېسټيبلېشمېنټ د هغې پلان عملي ګام پورته کول بللے چې غواړي په پاکستان کې موجوده صوبې ختمې کړي او د پوځ او مرکز لا نور مضبوطولو لپاره ملک په وړو وړو اتتظامي يونټونو کې وربدل کړي. 

ايمرجنسي او ترهګرۍ ته سياسي غبرګون 

په پښتونخوا کې مرکزي حکومت د اکتوبر په يولسمه نېټه یوازې په ۱۲ ضلعو کې ايمرجنسي لا بېړنے حالت لګولے او غټه وجه يې په صوبه کې ورځ تر بلې زياتېدونکې ترهګري په ګوته کړې وه. 

ايمرجنسي د د پښتونخوا د باجوړ ضلعې چرته چې ځايي مشر او قامپاله عالم مولانا خانزيب د وژل کېدو نه وړاندې ډېر ارزښناک کتاب “شتمنه پښتونخوا” ليکلے و چې د صوبې په قدرتي وسايلو يو ښه تحقيق شوے دستاويز منل کيږي.

 

د باجوړ ترڅنګ مومند، خيبر، کورمه، اورکزي، شمالي وزيرستان، بر جنوبي وزيرستان، کوز جنوبي وزيرستان، ټانک، ډېره اسماعيل خان، لکي مروت اوبنو د ايمرجنسي لاندې ضلعې دي. 

خو څېړونکي وايي يادې دولس ضلعې هغه سيمې دي چې د صوبې د نورو برخو په نسبت د معدنياتو نه شتمنې دي او ترهګري پکې د نورې صوبې په نسبت ډېره زياته ده خو د ډېرو د پاره د حيرانتيا خبره دا ده چې په معدني درنګونو کې کندنه پرته له کوم خطر په دوامداره توګه روانه ده. 

ان تر دې چې د پېښور نه څو میله لرې د کوهاټ او نوښار سیمو کې هم په ښکاره ورځ د معدنو کندنه کېږي او د صوبې ګورنر فېصل کریم کنډي خپله دغه لوټ مار په یو وېډیو کې د نومبر په ۱۵مه په اېکس خپور کړی دی.

څېړونکے او په ترهګرۍ د مېلېټنټ ډېسکورس نومې کتاب ليکوال ډاکټر خادم حسين په سوشل ميډيا پوښتنه کړې چې ايا “د پښتونخوا شمالي وزیرستان (میر علي)، جنوبي وزیرستان او چاپېره سیمو کښې کرفیو او هدفي وژنو د ولس ژوند دوزخ کړی دی. دوي اېمرجنسي د ترهګرۍ ختمولو د پاره نه وه لګولې؟

په سوشل ميډيا ځينې فعالان په اسلام اباد کې د جوړ شوي معدنيات کانفرنس ارزښت او د پښتنو د خپلو شتمنو نه د بېغورۍ په اړه د پټ خفګان اظهار د طنز په ژبه کوي او په پښتنو ملنډې وهي چې وارث څوک دے او د شتمنو واک يې د چا په لاس کې دے. 

د ژوب ټايمز يوې ځايي رسنۍ په يو پوسټ کې ملک صحبت خان مندوخېل وايي “لاهوريان په اسلام اباد کې نړۍ ته د معدنياتو توکي ننداره کوي او سودا يې کوي خو د معدنياتو اصلي وارثان په لاهور کې شپږو نمبرو زده کولو کې بوخت دي.” 

د مندوخېل اشاره په پاکستان کې د مذهبي تبليغ هغه کلنۍ اجتماع ته ده چې د لاهور په رايونډ سيمه کې کال په کال کيږي او تر ټولو ډېر ګډونوال يې پښتانه وي. 

خو په دې حقله د سياستمدار او پښتون دانشور افراسياب خټک وينا چې د پوهانو په يوه رسمي ناسته کې کړې او دا کړۍ سره ايښلوي نو د انتظامي تقسيم په شا د رياستي پاليسۍ په حقله خپل نظر داسې وايي: 

“د دې تقسيم نه صوبه بيرته د 1901 د لارډ کرزن وخت ته لاړه. دا د ټي ټي پي د واپس راوستلو د پاره شوي دي. دا د ټي ټي پي غوښتنې وې چې زمونږ په افغانستان کې بندي ملګري ازاد شوي دي او هغه به بيرته راځي. د دې د پاره د هغه وخت ډي جي ايي ايس ايي جنرل فيض حميد خوست او کابل ته تلے و او خبرې اترې يې کړې وې چې دوۓ به واپس راځي.” 

افراسياب خټک وايي چې څنګه د دغې پوځي او ولسي ګډ حکومت کې د پنجاب د جېلونو نه د ټي ټي پي بنديان په پوځي هوايي زريعو پښتونخوا ته شپې د شپې راوړل شول. 

خو د ګورنر راج يوازينے واکمن ګورنر فيصل کريم کونډي بيا وايي د صوبې د تقسيم خبرې نيشته، ترهګري به ځپي او د صوبې د وسايلو د خرڅ په اړه به د صوبې د حقونو ساتنه کوي. 

خبر لرئ

هره ورځ مهمې کیسې خپل بریښنالیک ته ترلاسه کړئ.

د پښتونخوا په غرونو کې ډالرې، بيړنے حالت او ترهګري