پښتونخوا د جګړې په اور کې-هلته د پنجاب په شان امن ولې نشته؟
پاکستانافغانستانخیبر پښتونخوا

پښتونخوا د جګړې په اور کې-هلته د پنجاب په شان امن ولې نشته؟

PW

Pashto Washington

editor

واشنګټن - د پاکستان نارامه خیبر پښتونخوا په کوهاټ کې په پولیسو وروستی برید ښيي چې روان کال هم په پاکستان کې د پښتنو لپاره د ترهګرۍ پر ضد روانه جګړه لا هم نور تاوان رامنځ ته کړی دی. په کوهاټ کې په وروستي برید کې د نومبر په ۱۱مه لږ تر لږه ۱۰ پولیس او ۱۸ وسله‌وال وژل شوي وو.

د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، برید هغه مهال وشو چې پولیس د سروزرو د یو کان نه د عملیاتو (اپرېشن) وروسته بېرته ستنېدل. پاکستاني طالبانو (TTP) د برید مسؤلیت منلی دی.

د ترهګرو پر ضد د جګړې لپاره په ټوله صوبه کې منتخب حکومت ځنډول شوی، او د مارشل لا نه هم زیات سخت داسې یو قانون نافذ دی چې پوځ د خپلو کړنو لپاره هېچا ته د حساب ورکولو اړتیا نلري خو بیا هم د امنیت بده وضعه زړه په زړه ده.

د پښتونخوا زیاتره سیمې او په تېره بیا د افغانستان پولې ته څېرمه د قېمتي معدنو ډکې سیمې د کلونو راهیسې د وسله‌والو بریدونو، پوځي عملیاتو، د ځايي خلکو د بې‌ځایه کېدو او ناامنۍ له ستونزو سره مخ دي.

د پاکستان حکومت په وار وار د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې، پوځي عملیاتو او د امنیت د ټینګښت ژمنې کړې دي. خو د دغو ژمنو ترڅنګ لا هم، د پښتنو په مشرانو، فعالانو، د پولیسو پر پوستو، امنیتي کاروانونو، دولتي ادارو او نورو هدفونو بریدونه کېږي.

پښتونخوا او بلوچستان کې ترهګري او معدنیات:

پاکستاني چارواکي وايي په کوهاټ کې وژل شوو پولیسو د سرو زرو په کانونو کې د غېر قانوني کارکونکو پر ضد عملیات کول.

د سرو زرو د کانونو په سر دغه برید هغه ادعاوې تایدوي چې وايي جګړه په قېمتي معدنو او د هغو په ګټه کې په برخه روانه ده.

پښتون ملتپاله او بلوڅ ملتپاله ګوندونه له پخوا، او اوس د مذهبي سیاسي ګوند جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن هم وايي چې په یادو دواو صوبو کې جګړه په معدنو ده. هغه په وروستیو ویناو کې ویلي چې د معدنو ګټه د ځاي خلکو ده.

مولانا فضل الرحمن په پښتونخوا کې د اوسني سیاسي بدلون-ګورنر راج او بېړنی حالت-مخالفت کوي او د حکومت دې دریځ سره مخالفت کوي چې وايي ګورنر راج او بېړنی حالت یې په صوبه کې د بد امنۍ له امله نافذ کړی.

مولانا وايي که بدامني حدف وي نو بیا ولې ګورنر راج په بلوچستان کې نه نافذ کېږي ځکه چې د هغه په وېنا هلته وضعه لا ډېره بده ده.

نوموړي د پښتونخوا په هغو برخو کې چې قېمتي معدن لري هلته د بېړني حالت او کرفیو نافذ کولو باندې هم پوښتنې کړي. هغه وايي یادو سیمو کې ولې دوه ورځې کرفیو وي او ولې په دغو ورځو کې په لسګونو لارۍ د سیمې معدن انتقالوي. هغه پوښتنه کوي چې ترهګري یوازې پينځه ورځې وي؟

د مولانا دغو شکونو او پوښتنو ته حکومت رسمي ځواب ویلی نه دی، البته، په سوشل مېډیا باندې د پوځ پلوه فعالانو لخوا د مولانا او د هغه د کورنۍ پر ضد د کردار سپکولو لپاره یو مهم پېل شوی دی. په ټولنیزه رسنیو د مصنوعي ذهانت د لارې د هغه د کورنۍ غړي په داسې کارونو ښودل کېږي چې په اخلاقي چوکاټ کې ناسم ښکاري.

مولانا فضل الرحمن دغه کمپاین ته دوه اونۍ وړاندې په ځواب کې نېغ په نېغه د پاکستان د پوځ مشر جنرل حافظ (قران) عاصم منیر ته ویلي وو چې د حافظ قران نه یې دا تمه نه وه چې دومره پرېوتي اخلاق به لري.

نړیواله مېډیا د روانې جګړې ژورتیا په ډاګه کوي

د نړیوالو رسنیو راپوټونه ښيي چې د پاکستان په پښتون مېشتو سیمو (ټوله پښتونخوا او د بلوچستان د پښتنو برخه) او د پولې بلې غاړې افغانستان کې د روانې تندلارۍ او جګړې اصلي زیان د پولې دواړو غاړو ته مېشتو ولسونو ته رسېږي.

رویټرز د 2026 کال د مارچ پر څلورمه په خپل رپوټ کې د افغانستان او پاکستان د پولې په اوږدو کې د خلکو د اندېښنو په اړه لیکلي وو چې د یادې سیمې اوسېدونکي د سختو بمباریو او چاودنو له امله د خپلو کورونو د پرېښودو په اړه فکر کوي. دا څرګندوي چې پوځي عملیات د سرحدي سیمو د عادي خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

په روانه نه ختمېدونکې جګړه کې، د حکومتي شمېرو تر مخه، تر اوسه نزدې 80 زره پښتانه وژل شوي. حکومت، البته، وژل شوي خلک د توکم په توګه نه یادوي او بهر نړۍ ته وژل شوي خلک د “پاکستانیانو” په توګه ښيي، خو د سیمې پوهان او د پښتنو د سیاسي مشرۍ دعوا کونکي سیاسي ګوندونه وايي چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې وژل شوي اولسي خلک سندیان یا پنجابیان نه دي بلکه پښتانه دي.

له افغانستانه د امریکا د وتلو وروسته پاکستان داسې پام کوو چې په کابل کې به د طالبانو د واک وروسته وضعه سمه شي خو که یوازې د مثال په توګه د روان کال لومړيو لسو میاشتو ته وکتل شي نو په اسلام اباد کې د سولې د ادارې پېکس شمېرې ښيي چې په روانه جګړه کې څښکال د جنورۍ نه تر اکتوبر پورې 3902 کسان وژل شوي او 1376 ترهګر بریدونه شوي. 

دا ښيي چې پښتونخوا او بلوچستان کې څښکال په لومړیو 10و میاشتو کې د ورځې نزدې شپږ ترهګر بریدونه شوي دي.

دغه رنګ که د تېر کال لومړۍ  یولس میاشتې وکتل شي نو د شخړو د څار نړیوالې ادارې (ACLED) رپوټ وايي چې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د نومبر تر ۲۸مې پورې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د وسله‌وال تاوتریخوالي له امله تر څلور زرو ډېر کسان وژل شوي وو.

د دغې ادارې د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له ۸۰ څخه ډېرې سرحدي نښتې ثبت شوې وې.

د پښتونخوا او بلوچستان په مقابله کې د هېواد پاتې دواو صوبو پنجاب او سند کې داسې پېښې د نشت برابر دي. د دواړو صوبو سیاسي وارثان-مسلم لیګ (ن) په پنجاب کې، او پیپلز په سند کې-په خپلو صوبو کې هم واکمن دي او مرکز کې هم شریک حکومت لري.

خبر لرئ

هره ورځ مهمې کیسې خپل بریښنالیک ته ترلاسه کړئ.

پښتونخوا د جګړې په اور کې-هلته د پنجاب په شان امن ولې نشته؟