نوي نښتې د پاکستان او افغانستان د سولې هڅو ته ډب شوي
Farooq Firaq
reporter
پېښور— د پاکستان او افغانستان ترمنځ د هوايي بریدونو او سرحدي نښتو له زیاتېدو سره، د دواړو هېوادونو د کړکېچ د کمولو لپاره روانې ډیپلوماتیکې هڅې له نوي خنډ سره مخ شوې دي.
پاکستان تېره ورځ ويلي وو چې په افغانستان کې یې پر 10 ځایونو هوايي او ډرون بریدونه کړي دي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ وايي، په دغو ځایونو کې د وسلوالو پټنځایونه او د ډرونونو د توغولو او ساتلو مرکزونه شامل وو.
خو د طالبانو حکومت وايي، د پاکستان بریدونه د کندهار، پکتیا او خوست پر سیمو شوي دي.
د افغان طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد د پاکستان د بریدونو د غندلو ترڅنګ ویلي چې کابل به ورته «مناسب ځواب» ورکړي.
د دواړو خواوو دا څرګندونې الجزیرې، اې پي، اې اېف پي او رویټرز په خپلو تازه راپورونو کې خپرې کړې دي.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ تازه تاوتریخوالی په داسې وخت کې زیات شوی چې چین، ترکیه، قطر او سعودي عربستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو او د شخړې د کمولو هڅې کوي.
د الجزیرې د راپور له مخې، د وروستیو بریدونو زیاتېدو له امله دغه منځګړیتوب له نوي فشار سره مخ شوی دی.
د پاکستان او افغانستان اړیکې له تېر کال راهیسې په پرلهپسې توګه ترینګلې شوې دي.
پاکستان پر افغان طالبانو تور لګوي چې د تحریک طالبان پاکستان او ځینو نورو وسلهوالو ډلو د فعالیتونو مخه نه نیسي. کابل دا تور ردوي او وايي، د پاکستان امنیتي ستونزې د هغه خپل کورنی مسئله ده.
د روان کال په لومړیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سختې نښتې وشوې. وروسته چین د خبرو لپاره د دواړو خواوو استازي د چین د ارومچي ښار ته راوبلل. د خبرو هدف د جګړې کمول او د امنیتي ستونزو لپاره د حل لارې موندل وو.
د سپټمبر په 17مه د ترکیې او قطر لوړپوړي امنیتي چارواکي هم کابل ته تللي وو.
د نړيوالو مطبوعاتو له مخې، د پاکستان او طالبانو ترمنځ کړکېچ د دغو لیدنو له مهمو موضوعاتو څخه و.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د سپټمبر په لومړیو کې ویلي وو چې چین د افغانستان لپاره خپل ځانګړی استازی پاکستان ته استولی و.
اسلاماباد وايي، د خبرو د پرمختګ لپاره له افغان طالبانو څخه د وسلهوالو ډلو پر ضد د عملي او د تصدیق وړ اقداماتو غوښتنه کوي.
خو د روانې اونۍ هوايي بریدونه او سرحدي نښتې ښيي چې د خبرو ترڅنګ پوځي تاوتریخوالی هم دوام لري.
د جمعې په ورځ پاکستاني امنیتي سرچینو د ناکراره صوبې بلوچستان په ګلستان په سیمه کې د سرحدي ډزو د دوام خبر ورکړی، خو د دې پېښې په اړه د دواړو خواوو ټولې ادعاوې لا په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.
څيړونکي وايي د شخړې اصلي اختلاف لا هم پر دې موضوع دی چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د وسلهوالو فعالیتونو لپاره کارول کېږي که نه؟
پاکستان د دې ادعا د مخنیوي غوښتنه کوي، خو کابل یې ردوي. همدا اختلاف د دواړو هېوادونو ترمنځ د روان کړکېچ تر ټولو مهمه برخه بلل کېږي.
خبر لرئ
هره ورځ مهمې کیسې خپل بریښنالیک ته ترلاسه کړئ.
