پاکستان د افغانستان په کونړ او پکتیکا کې بیا هوایي بریدونه کړي دي
Shaheed Munaza
editor
واشنګټن—په پاکستان کې د تېرو څو ورځو راسې په پوځیانو او پولیسو باندې د پرله پسې بریدونو وروسته، د دغه هېواد جنګي جهازونو د افغانستان په کونړ او پکتیکا ولایتونو کې د شپې ناوخته په نزدې دریو ځایونو بمونه غورځولي دي.
د افغان طالبانو ویاند په اېکس پاڼه لیکلي چې په کونړ کې د پاکستان لخوا په شوي برید کې د یوې مېرمن په ګډون درې ملکي کسان وژل شوي دي. نوموړي د برید غندنه کړې ده.
نړیوالو مطبوعاتو هم د پاکستان په تازه بمباریو کې د ملکي خلکو وژنې او تاوان خبرونه ورکړي دي.
د پاکستان حکومت دعوی کړی چې د کره استخباراتي معلوماتو په اساس یې د پاکستاني طالبانو، ټي. ټي. پي. او هغوی پورې تړلي وسله وال یې په تازه هوايي حملو کې په نښه کړي دي.
په افغانستان کې، په ظاهره، د پاکستاني طالبانو په اډو باندې د پاکستان د هوايي جنګي الوتکو بریدونه د نزدې یو کال راسې یوه ځانګړې طرحه یا بڼه لري، او هغه دا چې پاکستان تر هغې په افغانستان کې دننه بمبار نه کوي تر څو په پاکستان کې دننه د وسله والو په بریدونو کې د پاکستان پوځ ته کوم لوی زیان اوښتی نه وي، او یا پاکستان کې د امنیت په موضوع حکومتي بیانیه په جدي توګه چېلنج شوې نه وي.
د تازه هوايي بمبار په اړه د پاکستان د اطلاعاتو وزارت په اېکس پاڼه لیکلي چې په دغو بریدونو کې ''د ځانمرګو بریدګرو د روزنې یوه مرکز هم په نښه شوی او د یو شمېر ځانمرګو بریدګرو په ګډون ۲۸ ترهګر پکې وژل شوي دي.''
افغان طالبان د پاکستان دعوې ردوي او وايي د تېرې شپې بمبارۍ د کونړ نورګل ولسوالۍ او د پکتیکا برمل ولسوالۍ کې د ملکي خلکو مېشت ځایونه په نښه کړي دي.
خبر لرئ
هره ورځ مهمې کیسې خپل بریښنالیک ته ترلاسه کړئ.
