طالبان وايي نورستان کې يې د پاکستان په ملاتړ جنګېدونکي په لسګونو وسلوال وژلي او نيولي دي
Farooq Firaq
reporter
پېښور — د افغانستان په ختیځ نورستان ولایت کې د طالبانو او یوې وسلهوالې مخالفې ډلې ترمنځ په تازه نښته کې د لسګونو کسانو د وژل کېدو، ټپي کېدو او نیول کېدو ادعاوې شوې دي.
د طالبانو د دفاع وزارت وايي، ۲۸ وسله وال وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان شوي، خو د افغانستان آزادۍ جبهه بیا وايي چې په نښته کې یې د طالبانو څو پوستې نیولې او طالب ځواکونه یې له ځینو سیمو شاتګ ته اړ کړي دي.
د دواړو خواوو ادعاوې تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.
د افغان طالبانو د دفاع وزارت وايي، په کامدېش ولسوالۍ کې یې د هغو وسلهوالو پر وړاندې عملیات کړي چې د وزارت په وینا له پاکستانه افغانستان ته اوښتي وو.
د وزارت ادعا ده چې په دغو کسانو کې د داعش وسله وال او د افغانستان د پخواني حکومت ځینې امنیتي کسان شامل وو او پاکستاني ملیشو ورسره مرسته کړې وه.
رویټرز وايي، پاکستاني پوځ او د اطلاعاتو وزارت د دغو ادعاوو په اړه د تبصرې غوښتنې ته سمدستي ځواب نه دی ورکړی.
بلخوا،د افغانستان آزادۍ جبهې په خپله اعلامیه کې چې پر اېکس یې خپره کړې، ویلي چې د شنبې په سهار طالبانو د کامدېش ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې د دوی پر مورچو د ځمکنیو ځواکونو او څو ډرونونو په وسیله برید وکړ.
جبهه وايي، د طالبانو د برید په ځواب کې یې پر څو محورونو ځوابي بریدونه وکړل، د طالبانو څو پوستې یې ونیولې او طالب ځواکونه یې د ارندو او د کامدېش له ځینو برخو څخه د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ پر لور شاتګ ته اړ کړل.
د طالبانو د دفاع وزارت په وینا، نښته وروسته له هغې پیل شوه چې یوه ډله وسله وال له پاکستانه د نورستان پر لور واوښتل.
وزارت وايي، په دغې ډلې کې د داعش اړوند کسان او د پخواني افغان حکومت امنیتي پرسونل شامل وو.
د رویټرز د راپور له مخې، د طالبانو دفاع وزارت ویلي چې په عملیاتو کې ۲۸ کسان وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان شوي دي.
وزارت پر پاکستاني ملیشو د دغو وسلهوالو د ملاتړ تور هم لګولی دی. پاکستان تر اوسه په دې اړه رسمي ځواب نه دی ورکړی.
د طالبانو اړوند یوې بلې رسنۍ بیا د افغان ځواکونو د یوه قوماندان، وحیدالله محمدي، له قوله ویلي چې شاوخوا ۴۰۰ کسانو له پاکستانه د افغانستان خاورې ته د اوښتو هڅه کړې وه.
د هغه په وینا، د نښتې وروسته د شاوخوا ۲۰ کسانو مړي د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي او ۳۰ نور کسان ژوندي نیول شوي دي.
نوموړي ویلي چې په سیمه کې د امنیتي ځواکونو د پلټنې عملیات لا هم روان دي.
د دغو شمېرو توپیر ښيي چې د پېښې د مرګژوبلې په اړه د طالبانو اړوند سرچینو کې هم یو شان معلومات نه دي خپاره شوي.
د طالبانو مخالفې د افغانستان آزادۍ جبهې بيا ویلي چې طالبانو د ځمکنیو ځواکونو ترڅنګ د ډرونونو په کارولو د دوی پر مورچو برید وکړ.
د جبهې په وینا، د دوی ځواکونو د طالبانو څو ډرونونه په نښه کړل او وروسته یې پر طالب ځواکونو ځوابي بریدونه وکړل.
د آزادۍ جبهې ادعا ده چې په دغو بریدونو کې یې د طالبانو څو پوستې ونیولې او طالب ځواکونه یې د ارندو سیمې، د کامدېش ولسوالۍ د ځینو برخو او د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ له ځینو سیمو څخه شاتګ ته اړ کړل.
د جبهې په وینا، جګړه د راپور تر خپرېدو پورې روانه وه.
طالبانو تر اوسه د آزادۍ جبهې دغو ادعاوو ته رسمي ځواب نه دی ورکړی.
د ډنیا نیوز د راپور له مخې، د کامدېش یوه سیمهییز اوسېدونکي هم د جګړې د غږونو د اورېدو خبره کړې، خو د مرګژوبلې او سیمې د کنټرول په اړه د دواړو خواوو ادعاوې یې نه دي تایید کړې.
د نورستان دا نښته په داسې وخت کې شوې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سرحدي امنیت، وسلهوالو ډلو او د یو بل پر خاوره د بریدونو په اړه اړیکې لا له وړاندې ترینګلې دي.
پاکستان په تېر وخت کې پر افغان طالبانو تور لګولی چې د پاکستاني طالبانو د فعالیتونو مخه نه نیسي، خو کابل دا تورونه رد کړي دي.
د سپټمبر په ۲۱مه پاکستان په ختیځ افغانستان کې د وسلهوالو پر مرکزونو د هوايي بریدونو خبر ورکړی و؛ پاکستان د ۲۸ وسلهوالو د وژلو ادعا کړې وه، په داسې حال کې چې افغان چارواکو د ملکیانو د مرګژوبلې خبره کړې وه.
ملګرو ملتونو هم د دغې پېښې د ملکیانو مرګژوبله تایید کړې وه.
د کامدېش د نننۍ نښتې په اړه لا د پاکستان رسمي دریځ نه دی خپور شوی او د دواړو لورو د مرګژوبلې او سیمې د کنټرول ادعاوې د خپلواکو سرچینو له خوا لا نه دي تایید شوې.
خبر لرئ
هره ورځ مهمې کیسې خپل بریښنالیک ته ترلاسه کړئ.
