پاکستان کې د خبریالانو د وژلو هڅو، او لانجمن پېکا قانون مطبوعاتي ازادي زیانمنه کړې
پاکستانخیبر پښتونخوا

پاکستان کې د خبریالانو د وژلو هڅو، او لانجمن پېکا قانون مطبوعاتي ازادي زیانمنه کړې

RH

Riaz Hussain

reader

پېښور: د مطبوعاتو د څارنې اداره وايي په پاکستان کې خبریالان په ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو کې د وژنې د هڅو، تاوتریخوالي، ګواښونو او قانوني فشارونو سره مخ پاتې شوي وو.

دا څرګندونې د رسنیو یا مطبوعاتو د حقونو لپاره د اسلام اباد مېشتې ادارې «فریډم نېټورک» په یوه تازه رپوټ کې شوې دي. رپوټ وايي د رسنیو د ازادۍ او د خبریالانو د خوندیتوب په اړه اندېښنې لا هم پر خپل ځای دي.

د رپوټ له مخې، د ۲۰۲۵ کال له اکتوبر څخه د ۲۰۲۶ کال تر اګست پورې په پاکستان کې د خبریالانو پر ضد د سرغړونو ۷۸ پېښې ثبت شوې دي. په دغو پېښو کې د یوه خبریال وژنه، د وژنې درې هڅې، د وژنې او بدني زیان ګواښونه، فزیکي تاوتریخوالی او قانوني اقدامات شامل دي.

که څه هم د تېر رپوټ ورکولو دورې په پرتله د سرغړونو په ثبت شویو پېښو کې کموالی راغلی، خو راپور ټینګار کوي چې د پېښو کمېدل په خپله د خبریالانو لپاره د خوندي چاپېریال د رامنځته کېدو معنا نه لري.

د فریډم نېټورک د ۲۰۲۶ کال د معافیت له سزا څخه د خوندي پاتې کېدو کلني رپوټ عنوان دی: «له تاوتریخوالي څخه تر قانوني فشار پورې؛ د خبریالانو د سزا لپاره د قانوني بهیر کارول».

د پېکا قانون کارونه د اندېښنې وړ ده

په رپوټ کې د خبریالانو پر ضد د فزیکي تاوتریخوالي او ګواښونو ترڅنګ، د الکټرونیکي جرمونو د مخنیوي قانون (PECA) له لارې پر خبریالانو د قانوني فشارونو زیاتوالی هم د رسنیو د ازادۍ پر وړاندې یوه مهمه ننګونه بلل شوې ده.

د فریډم نېټورک مشر اقبال خټک ویلي، پاکستان په نړیواله کچه، په ځانګړې توګه د ایران اړوند شخړې د پای ته رسولو لپاره، ډیپلوماټیکې هڅې کوي؛ خو په کور دننه هم باید د بیان ازادۍ او د ولسواکۍ د حقونو خوندیتوب ته ورته پاملرنه وشي.

هغه ویلي:

“د بیان ازادي او پر حکومت د نیوکې حق بنسټیز بشري حقونه دي. له دغو ازادیو پرته د نورو حقونو د خوندیتوب تصور همستونزمن دی. په حقیقت کې د بیان ازادي د ټولو بشري حقونو مور ده.”

د نوموړي په وینا، د پېکا قانون له لارې پر خبریالانو فشارونه د هغوی پر خپلواکه نظر څرګندولو او د مسلکي دندو پر ترسره کولو اغېز کوي.

اقبال خټک د ډیجیټلي رسنیو پر اهمیت هم ټینګار کړی او ویلي یې دي چې ټولنیزې رسنۍ، پوډکاسټونه او نور ډیجیټلي پلېټفارمونه هغو کسانو ته د غږ پورته کولو فرصت برابروي چې په دودیزو رسنیو کې د خپل نظر د څرګندولو مناسب فرصت نه لري.

د هغه په خبره، د بیان د ازادۍ د محدودولو هڅې د پاکستان په ملي ګټه نه دي.

خبریالان معلوماتو او اغېزمنو سیمو ته له لاسرسي سره ستونزې لري

د خیبر پښتونخوا مشرې خبریالې فرزانه علي ویلي، په پاکستان کې پر ژورنالېزم محدودیتونه زیات شوي او خبریالان معلوماتو او د پېښو له امله اغېزمنو سیمو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

د هغې په وینا، پر خبریالانو فشار راوړل کېږي چې کوم خبرونه خپاره کړي، څوک ټلوېزیوني بحثونو ته راوبولي او په خپلو شننو کې پر کومو موضوعاتو خبرې وکړي.

فرزانه علي ویلي، د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په څېر سیمو د حساسو موضوعاتو په اړه پر شخصي ټولنیزو رسنیو، یوټیوب چینلونو او پوډکاسټونو نظر څرګندول هم کله ناکله د خبریالانو لپاره د مسلکي ستونزو او د دندو د له لاسه ورکولو لامل کېږي.

هغې د خپلې تجربې یادونه هم کړې او ویلي یې دي چې د سیمه‌ییزو حساسو موضوعاتو په اړه د نظر څرګندولو له امله یې هم له مسلکي فشارونو او د دندې اړوند ستونزو سره مخامخ شوې ده.

نوموړې زیاته کړې چې خبریالانو ته ګواښونه، د هغوی پر کورونو بریدونه او د پېښو په اړه د رپوټ ورکولو پر وړاندې خنډونه د رسنیو کاري چاپېریال لا ستونزمن کړی دی.

هغې ویلي: 

“خبریالان د چا ترجمانان یا د خولې غږ نه دي. زموږ دنده دا ده چې د خپل چاپېریال پېښې راپور کړو او حقایق خلکو تهورسوو.”

په پنجاب کې د خبریالانو پر ضد تر ټولو ډېرې پېښې ثبت شوي

د رپوټ له مخې، د ۲۰۲۵ کال له اکتوبر څخه د ۲۰۲۶ کال تر اګست پورې د خبریالانو پر ضد ثبت شوې ۷۸ پېښې په لاندې ډول دي:

• د مسلکي دندې د ترسره کولو پر مهال د یوه خبریال وژل کېدل.

• د وژنې درې هڅې.

• د وژنې یا بدني زیان ۱۸ ګواښونه.

• د فزیکي تاوتریخوالي ۱۱ پېښې.

• ۱۳ قانوني اقدامات.

• د قانوني اقدام ۳۲ ګواښونه.

د سیمو له مخې، پنجاب د ۴۹ پېښو په ثبتېدو سره په لومړي کتار کې دی، چې د ټولو پېښو تر نیمايي ډېرې جوړوي. ورپسې خیبر پښتونخوا، اسلام اباد او بلوچستان کې هم د خبریالانو پر ضد سرغړونې ثبت شوې دي.

رپوټ ډیجیټلي رسنۍ او خپلواک خبریالۍ بنسټونه د هغو برخو په توګه یاد کړي چې خبریالان یې له ځانګړو ګواښونو سره مخ دي.

د قانوني بهیر له لارې پر خبریالانو فشارونه

په رپوټ کې د پېکا قانون او د ملي سایبري جرمونو د پلټنو ادارې (NCCIA) له خوا د دغه قانون کارول د انلاین ژورنالېزم لپاره د اندېښنې وړ بلل شوي دي.

رپوټ وايي د بدنامۍ، ناسمو معلوماتو خپرولو، ځورونې او د شهرت زیانمنولو په تورونو قانوني اقدامات د ځینو خبریالانو لپاره د فشار سرچینه ګرځېدلې ده.

په رپوټ کې ځینې داسې قضیې هم یادې شوې چې د دولتي لګښتونو، اداري فساد د تورونو او د دولتي چارواکو د کړنو په اړه د خبریالانو له څېړنیزو راپورونو وروسته رامنځته شوې دي. خبریالان ان د قضیې د وروستۍ پرېکړې تر صادرېدو مخکې له مالي، مسلکي او شخصي ستونزو سره مخ کېدای شي.

په دغو ستونزو کې د پلټنو لپاره پرله‌ پسې غوښتل کېدل، د موبایل ټیلیفونونو او نورو ډیجیټلي وسایلو پلټنه، د سفر لګښتونه، د وکیلانو فیسونه، بندي کېدل، محکمې ته تګ راتګ او د مسلکي اعتبار زیانمنېدل شامل دي.

رپوټ زیاتوي په ځینو قضیو کې خبریالانو ته یوازې ضمانت یا لنډمهاله قانوني خوندیتوب ترلاسه شوی، خو د هغوی د بې‌ګناهۍ وروستی ثبوت او د مسلکي اعتبار بېرته ترلاسه کول لا هم ستونزمن پاتې دي.

رپوټ د هغو خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو لپاره لارښوونې هم وړاندې کړې چې د پېکا قانون له مخې له قضیو سره مخ دي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېسیونونه تر پوښتنې لاندې

رپوټ د خبریالانو د خوندیتوب او د هغوی پر ضد په جرمونو کې د مجازاتو د معافیت د مخنیوي لپاره د جوړې شوې اداري نظام پر فعالیت هم نیوکې کړې دي.

د رپوټ له مخې، که څه هم په فېډرالي کچه او په سیند ایالت کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېسیونونه جوړ شوي، خو د هغوی عملي فعالیت او خلکو ته لاسرسی محدود پاتې شوی دی.

رپوټ د خبریالانو د خوندیتوب نظام په عملي توګه غیرفعال بللی دی. د سیند ایالت کمېسیون تر دې نسبتاً فعال ښودل شوی، خو له کراچۍ بهر د هغه لاسرسی محدود دی او د ایالت په نورو سیمو کې یې اغېز هم کم دی.

اقبال خټک ویلي، دا رپوټ باید د اړوندو چارواکو او په ځانګړې توګه د خبریالانو د خوندیتوب او د هغوی پر ضد د جرمونو د مخنیوي لپاره د جوړو شویو کمېسیونونو د مسؤلینو لپاره د اندېښنې وړ وي.

د پېښو کمېدل د خوندیتوب معنا نه لري

د فریډم نېټورک رپوټ ټینګار کوي چې د خبریالانو پر ضد د تاوتریخوالي، ګواښونو او قانوني فشارونو دوام ښيي چې یوازې د ثبت شویو پېښو کموالی د رسنیو د ازادۍ او د خبریالانو د خوندیتوب د ښه کېدو قطعي ثبوت نه شي کېدای.

رپوټ له اړوندو ادارو غواړي چې د خبریالانو د خوندیتوب، د بیان د ازادۍ او معلوماتو ته د لاسرسي لپاره اغېزمن اقدامات وکړي، څو خبریالان وکولای شي له وېرې او فشار پرته خپلې مسلکي دندې ترسره کړي.

خبر لرئ

هره ورځ مهمې کیسې خپل بریښنالیک ته ترلاسه کړئ.

پاکستان کې د خبریالانو د وژلو هڅو، او لانجمن پېکا قانون