نوې صوبې-د نقوي په ژبه د جنرل منیر د واک لا نور زیاتولو بل ارمان
Pashto Washington
editor
واشنګټن — د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د زیارت/پنجشنبې په ورځ د قامونو په اساس د څلورو تاریخي صوبو په لا زیاتو وړو انتظامي سیمو یا صوبو کې د بدلولو لپاره د پاکستان د پوځي مشر جنرل عاصم منیر د واک اختیار زیاتولو او د قامي پېژنګلو ختمولو یو بل ارمان مېډیا ته وړاندې کړی دی.
د جنرل عاصم منیر د دغه ارمان پوره کولو لپاره ښاغلي نقوي ویلي د نویو صوبو په جوړولو باندې د روان اختلاف د هواري لپاره ټولپوښتنه یا رېفرېنډم کېدلی شي.
نړیوالې معتبرې مجلې “دي اکانامسټ” تېره میاشت د اکتوبر په 8مه په مېډیا کې د خپرو شوو رپوټونو تر مخه د جنرل منیر لخوا د هېواد څلور صوبې په وړو حکومتوالیو (صوبو) کې بدلولو خواهش یا پلان د “The selfish ploy to break up Pakistan” تر عنوان لاندې یوه مقاله کې یاد کړی وو. د سرخط پښتو ترجمه ده:
د پاکستان د ویشلو (ماتولو) لپاره د خودغرضۍ ډکه دهوکه
اکانامسټ مجلې په یاده مقاله کې خبرداری ورکړی وو چې د جنرل منیر له خوا د څلورو صوبو پر ځای د ۱۲، ۱۵ یا ان ۱۶۰ کوچنیو انتظامي (اداري) برخو جوړولو طرحه ښايي د پوځ مشر د عادي خلکو د ستونزو د حل پر ځای د مودو راسې موجوده سیاسي اډانه ماتولو او د سیاسي مخالفانو د کمزوري کولو لپاره وي.
د مجلې په وینا، د پاکستان لویې صوبې د مرکزي حکومت او پوځ د واک پر وړاندې د سیاسي توازن مهم مرکزونه دي. د هغوی وېشل به د سیاسي ګوندونو اثر کمزوری او د پوځ لپاره به د هېواد پر سیاسي جوړښت د کنټرول پراخولو زمینه نوره هم برابره کړي.
د پاکستان سیاسي مشران او څېړونکي پوهېږي چې په مرکزي کابینه کې محسن نقوي د واکمنو ګوندونو په استازیتوب ناست نه دی بلکه د پوځ له مشر جنرل عاصم منیر سره د نږدې اړیکو له امله د مودو راسې په یوه یا بله څوکۍ ناست دی او تر بل هر وزیر زیات مهم او هرکاره ګڼل کېږي.
د ښاغلي نقوي د تازه څرګندونو په اړه اوس دا پوښتنه کېږي چې ایا دا د حکومتوالۍ د اصلاح هڅه ده، که د پوځ د سیاسي واک او اختیار د پراخولو یوه بله لاره؟
نوموړي په اسلام اباد کې، په ظاهره، د پوځ د مشر پلان په داسې وخت کې وړاندې کړی چې د پوځ د سیاسي رول، د صوبايي خپلواکۍ او د هېواد د طبیعي سرچینو د کنټرول په اړه نوې اندېښنې راپورته شوي دي.
د محسن نقوي د څرګندونو سیاسي اهمیت یوازې د نویو صوبو د جوړولو په وړاندیز کې نه دی، بلکې په دې کې هم دی چې نوموړی د پاکستان د پوځ د اوسني مشر فیلډ مارشل منیر له سیاسي او اداري لیدلوري سره په یوه ژبه خبرې کوي. د هغه دغه نظر د پوځ ویاند هم تکرار کړی دی او ښايي دا د یوې پراخې پوځي تګلارې برخه وي.
سیاسي مشرتابه ولې د نویو صوبو مخالفت کوي؟
د پاکستان اوسني څلور صوبايي جوړښتونه، پښتونخوا، بلوچستان، پنجاب، او سند، یوازې صوبې نه دي؛ بلکې د بېلابېلو ژبو، قامونو، تاریخونو، سیاسي مبارزو او ملي هویتونو استازیتوب هم کوي.
د نویو صوبو د جوړولو په اړه د هېواد د سیاسي مشرتابه مخالفت په ځانګړي ډول د دې موضوع حساسیت څرګندوي.
د سند واکمن پیپلز ګوند د سند د وېش مخالفت کړی دی. د ګوند مشر بلاول بوټو زرداري هم د دې موضوع په اړه د پارلماني بحث غوښتنه کړې او د نوي سیاسي او اداري جوړښت د تجربو پر اړتیا یې پوښتنې راپورته کړې دي.
د پیپلز ګوند د پنجاب څانګې هم د نویو صوبو د جوړولو مخالفت کړی او ویلي یې دي چې دا کار به نه ګراني ختمه کړي او نه به بېکاري راکمه کړي.
په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې هم د صوبايي واک، قومي هویت، طبیعي سرچینو او د مرکزي حکومت د مداخلې په اړه ژورې اندېښنې شته. د دې صوبو د سیاسي او ملتپالو ډلو لپاره د صوبو د سرحدونو بدلول یوازې اداري موضوع نه ده، بلکې د هغوی د قامي پېژندګلو، سیاسي حقونو او ملي هویت له مسئلې سره تړلې ده.
د پښتونخوا پخواني وزیر اعلا او د ای اېن پي غړي امیر حېدر خان هوتي ویلي پښتونخوا د پښتنو مور ده او د ویشلو پلان یې له وړاندې رد کړی دی.
د پاکستان اساسي قانون د یوې صوبې د وېش لپاره د اړوندې صوبايي اسمبلۍ دوه پر درېیمه اکثریت هم ضروري بولي. له همدې امله ټولپوښتنه به یوازې ځان د اساسي قانون له غوښتنو څخه د تېرېدو لاره نه شي کېدای.
د معدنو او د سیمو د کنټرول جګړه:
د نویو صوبو د جوړولو په اړه تر ټولو جدي سیاسي اندېښنه دا ده چې ایا دا به د واک د ولسي وېش وسیله وي، که د طبیعي سرچینو د کنټرول لپاره د پوځ او مرکزي ادارو د اختیار د پراخولو یوه نوې لاره؟
خیبر پښتونخوا د اوبو، برېښنا، قېمتي او نادره معدني سرچینو او جغرافیايي سټرېټیژیک موقعیت له پلوه ځانګړی ارزښت لري.
بلوچستان د مسو، سرو زرو، ګازو، سکرو او نورو معدني زېرمو له پلوه د پاکستان له شتمنو سیمو څخه دی. د ګوادر بندر او د مکران ساحلي سیمه هم ډېر اهمیت لري.
د سند طبیعي ګاز، د سکرو زېرمې، د اوبو سرچینې او بندري اقتصاد هم د هېواد د اقتصاد مهمې برخې دي.
د ملتپالو او سیاسي ناقدینو اندېښنه دا ده چې د دغو سیمو په وړو صوبو وېشل به د هغوی ګډ سیاسي دریځ کمزوری کړي او د اسلاماباد او راولپنډۍ مرکزي ادارو ته به د سیمهییزو سرچینو او پرېکړو پر وړاندې د اختیار واګې په پوره ډول په لاس ورکړي.
ځینې څېړونکي دا هم وايي چې د وړو صوبو په جوړولو سره به پښتون، بلوڅ او سندهي ملتپال سیاسي ځواکونه ټوټه ټوټه شي او د خپلو طبیعي سرچینو، سیاسي حقونو او واک د دفاع لپاره به یې ګډ دریځ کمزوری شي.
دا تورونه لا تر اوسه د کوم ثابت شوي رسمي پلان په توګه نه شي وړاندې کېدای، خو د پاکستان سیاسي تاریخ، د مرکز او صوبو د شخړو، ان تر دې چې د پنجاب او نورو صوبو تر منځ په وسیلو د مودې راسې جګړو او د طبیعي سرچینو پر سر اوږدهٔ اختلافونه د چا نه پټ نه دي.
په دې ټول بحث کې د نویو صوبو جوړولو خبره کېږي خو د ولسونو د خوشالۍ او ترقۍ لپاره هېڅ روښانه ضمانتونه نه ورکول کېږي. او بله دا چې که پوځ په اوسنیو صوبو کې د سولې، امنیت او سیاسي ثبات په راوستلو کې بریالی نه دی، نو یوازې د صوبو په وېشلو سره به څنګه دا ستونزې حل کړي؟
خبر لرئ
هره ورځ مهمې کیسې خپل بریښنالیک ته ترلاسه کړئ.
