بلاول بهټو زرداري: که د ټوپک په زور (نوې صوبې) جوړوئ نو جوړې یې کړئ
پاکستانخیبر پښتونخوابلوچستان

بلاول بهټو زرداري: که د ټوپک په زور (نوې صوبې) جوړوئ نو جوړې یې کړئ

PW

Pashto Washington

editor

واشنګټن - د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بهټو زرداري په کراچۍ کې خبریالانو سره خبرو کې د نوو صوبو د جوړولو وړاندیز سره مخالفت ښودې او د پوځ د مشر جنرل عاصم منیر نامه یې اخستې نه ده خو هغه ته يې په اشاره کې ویلي چې که د ټوپک په زور یې جوړوئ نو جوړې یې کړۍ “نور به څه ووایم؟”

د پاکستان د مرکزي کابینې غېر منتخب غړی او جنرل منیر ته نزدې وزیر محسن نقوي په هېواد کې د نوو صوبو جوړولو په حاجت څو ځله خبرې کړي. سیاسي مشران او څېړونکي د ښاغلي نقوي خبرې د پوځ د مشر جنرل منیر خبرې ګڼي.

د ښاغلي نقوي لخوا د نوو صوبو جوړولو وړاندیز ته تر اوسه زیاتره ځوابونه د پیپلز ګوند، د عوامي نېشنل پارټۍ مشران او د جمیعت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن ورکوي او د دې وړاندیز په منطق یې پوښتنې او شکونه کړي دي. د مرکزي حکومت لوی برخه وال او د پنجاب صوبې لوی سیاسي ګوند مسلم لیګ (ن) په دغه موضوع په ظاهره خاموش دی. د مسلم لیګ تازه دریځ دی چې وخت راشي خبره به کوي.

په کراچۍ کې خپله وینا کې بلاول بهټو زرداري ویلي ګوند یې په څلورو واړو صوبو کې وجود لري خو تر اوسه دوی سره چا د صوبو په وېش یا نوو صوبو جوړولو باندې خبرې نه دي کړي.

د نوو صوبو جوړولو وړاندیز مېډیا سره د ښاغلي نقوي په خلهٔ شریک کړل شوی دی خو یو سیاسي ګوند—لوی یا ورکوټي—تر اوسه دا ویلي نه دي چې د یاد وړاندیز په اړه ورته معلومات ورکړل شوي دي.

د سند اسمبلۍ د مخکې نه د سند د وېش پر ضد یو پرېکړه لیک (قرارداد) منظور کړی. پنجاب د نوي وړاندیز په اړه لا څه ویلي نه دي. د نا ارامه بلوچستان اسمبلي هم خاموش ده خو هلته ناست وزیر اعلا د اسټېبلشمنټ (پوځ) نماینده ګڼل کېږي او د نوو صوبو د وړاندیز ملاتړ یې کړی دی.

د پښتونخوا اسمبلي او د عمران خان د ګوند تحریک انصاف صوبايي حکومت د ۱۱م اکتوبر راسې ځنډول شوی دی خو د ګوند بندي مشر عمران خان او په صوبه کې د تحریک انصاف مشرانو پخوا د نوو صوبو جوړولو پلوي پاتې شوي، البته، دا معلومه نه ده چې نوې وړاندیز ته به لبېک وايي او که نا.

په پښتونخوا او بلوچستان کې پښتون او بلوڅ ملت پاله ګوندونه او مولانا فضل الرحمن تر دې دمه د نوو صوبو جوړولو وړاندیز شا ته د اسټېبلشمنټ لاس ویني او وايي چې حدف د حکومتوالۍ ښه کول نا، بلکه، د یادو صوبو په وسایلو د قبضې یو چال دی.

د ای-اېن-پي مشر او سنېټر اېمل ولي خان په اېکس پاڼه څو پوښتنې کړي. هغه پوښتلي:

څوک د قام په ویشلو کې علاقه لري-ولس که واکمن؟ حدف یې اېن-اېف-سي دی؟ که اتلسم ترمیم او که د دفاع بجټ زیاتول؟ لږه پوهه هم دا هر څه ښکاره کولای شي.

په کراچۍ کې بلاول بهټو زرداري د ګلګت او بلتستان خبره هم کړې ده او وايي د یادې سیمې خلک او سیاسي مشران هلته د صوبې حېثیت غواړي خو یو مرکزي وزیر هم په دغه موضوع خبرې نه کوي. هغه زیاتوي چرته چې خلک صوبه غواړي او یو ډول د ولس رضا ورکې هم شامل ده نو هلته صوبه نه جوړوي.

دې پوښتنو او په حکومتي او سیاسي چارو کې د جنرل منیر زیاتېدونکي مداخلت د نړیوالې مېډیا پام هم د تاریخي صوبو د وېش وړاندیز ته اړولی دی. 

د اکتوبر په دویمه هفته کې معتبرې مجلې “دي اکانامسټ” د صوبو د وېش پلان د “The selfish ploy to break up Pakistan” تر عنوان لاندې یوه مقاله کې یاد کړی وو. د سرخط پښتو ترجمه ده:

د پاکستان د ویشلو (ماتولو) لپاره د خودغرضۍ ډکه دهوکه

  اکانامسټ مجلې په یاده مقاله کې خبرداری ورکړی وو چې د جنرل منیر له خوا د څلورو صوبو پر ځای د ۱۲، ۱۵ یا ان ۱۶۰ کوچنیو انتظامي (اداري) برخو جوړولو طرحه ښايي د پوځ مشر د عادي خلکو د ستونزو د حل پر ځای د مودو راسې موجوده سیاسي اډانه ماتولو او د سیاسي مخالفانو د کمزوري کولو لپاره وي.

د مجلې په وینا، د پاکستان لویې صوبې د مرکزي حکومت او پوځ د واک پر وړاندې د سیاسي توازن مهم مرکزونه دي. د هغوی وېشل به د سیاسي ګوندونو اثر کمزوری او د پوځ لپاره به د هېواد پر سیاسي جوړښت د کنټرول پراخولو زمینه نوره هم برابره کړي.

خبر لرئ

هره ورځ مهمې کیسې خپل بریښنالیک ته ترلاسه کړئ.

بلاول بهټو زرداري: که د ټوپک په زور (نوې صوبې) جوړوئ نو