د سعودي او یمن (حوثیان) جګړه کې پاکستان ولی یوازې د سعودي دریځ مني؟
پاکستانافغانستان

د سعودي او یمن (حوثیان) جګړه کې پاکستان ولی یوازې د سعودي دریځ مني؟

PW

Pashto Washington

editor

واشنګټن- پاکستان د دواو مسلمانو ډلو یا هېوادونو-سعودي عربستان او د یمن حوثیان-تر منځ جګړه کې د سعودي عربستان لخوا په مکه او مدینه باندې د حوثیانو د بریدونو ناتاید شوې ادعا مني او غندي خو پاکستان هېڅ کله په سوریا (شام) او د مودې راسې په یمن باندې د سعودي عربستان د هوايي بریدونو یا د بدنام زمانه اېپسټین سره د سعودي د شاهي دربار د لانجمنو اړیکو نه غندنه کوي او نه په دغه موضوع پاکستان کې بحث کېږي.

پاکستان د حوثیانو د وروستیو بریدونو غندنه د اکتوبر په ۲۶مه کړې. په مکه او مدینه د ناتاید شوو بریدونو ادعا يوازې سعودي کړې خو خپلواکه سرچینې د سعودي د ادعاو پخلی نه کوي او حوثیان هم دغه رپوټونه ردوي او وايي د بریدونو حدف یې د تېلو اسانتیاوې یا تاسیسات وو. 

رايټرز خبري ادارې هم د سعودي د ادعاو پخلی کړی نه دی خو اسلام‌اباد دغه بریدونه د سعودي عربستان د حاکمیت جدي سرغړونه وبلله او له ریاض سره یې خپل پیوستون بیا څرګند کړو. 

سعودي عربستان د ۲۰۱۵ کال راسې په یمن باندې بریدونه کوي. په دغو حملو کې ملکي وګړي وژل شوي او په پراخه کچه یې ویجاړی او لوږه رامنځته کړی. سعودي دغه کار په سوریه کې هم کړی خو پاکستان د سعودي په کړنو او بې ځایه جګړو باندې خاموش پاتې شوی دی.

د کعبې شریفې غلاف  بدنام زمانه اپسټین ته لېږل او د هغه سره لانجمنې درباري اړیکې:

نیویارک ټایمز د اکتوبر په ۲۳مه په خپور شوي یو رپورټ کې د حوثیانو پر ضد د سعودي پراپېګنډې او هغې ته د حوثیانو ځوابي اطلاعاتي جګړې باندې تفصیلي رڼا اچولی ده. په رپوټ کې لیکل شوي چې حوثیان د سعودي د شاهي کورنۍ اخلاقي او مذهبي اړخونو باندې ځوابي بریدونه کوي او په سوشل مېډیا دا خبره کوي چې څنګه د دربار کسانو د مسلمانانو د مقدس ځای کعبې غلاف تر جېفري اېپسټین جزیرې ته رسولی وو.

جېفري اېپسټين باندې تور وو چې یو شمیر حکومتي مشران، نړیوال سیاسي خلک او مالدار شخصیتونه یې د ښځو سره د جنسي اړیکو په جال کې ګېر کړي وو. نوموړي د محاکمه کېدو مخکې ځان په بندي خانه کې وژلی وو. د هغه د مړینې وروسته ښکاره شوې اسناد ښيي چې نوموړي کم عمره جینکۍ هم د دغه کار لپاره کارولي دي.

د نیویارک ټایمز رپوټ وايي چې حوثیان په سوشل مېډیا داسې سندرې اچوي او یا معلومات خپروي چې څنګه د کعبې غلاف اېپسټین پورې ورسېد، او د سعودي شاهي کورنۍ تر نظر لاندې دا کار څنګه شوی دی. البته داسې کوم رپورټ نشته چې ثابته کړي چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان په شخصي توګه د غلاف د لېږلو اجازه ورکړې وه یا له کوم ناسم عمل څخه خبر و.

حوثیان نه غواړي چې سعودي عربستان ځان یوازې د اسلام د سپېڅلو ځایونو د مدافع په توګه معرفي کړي. بلکې پوښتنه راپورته کوي چې ایا سعودي مشران په خپلو کړنو کې هماغه دیني ارزښتونو ته پام کوي چې د اسلامي نړۍ لپاره سپېځلې ګڼل کېږي. د حوثیانو مشر مهدي المشاط ځکه د سعودي دا تورونه ردوي چې حوثیان په مکه او مدینه حملې کوي او وايي چې مکې ته اصلي خیانت هغو کسانو کړی چې د کعبې سپېڅلې پردې یې اپسټین ته لېږلې وې.

پاکستان ولې ښکاره د یوې ډلې دريځ باندې باور کوي؟

پاکستان د سعودي سره د وفادارۍ لپاره لوی دلیل دا ورکوي چې هلته د اسلام مقدس ځایونه دي او د سعودي د دفاع لپاره یې په وروستیو کې د مکه تړون په نوم یوه لوظنامه هم لاسلیک کړې ده. اسلام اباد، البته، د اسلامي هېوادونو او ډلو پر ضد د سعودي د بریدونو او په سوریا او یمن کې د هغوی پر ضد د امریکا او لویديځ نه د سعودي په مرستو ترلاسه کولو باندې تل خاموش پاتې شوی دی. د پاکستان په دغه ډول دوه برغې تګلاره باندې په سوشل مېډیا خبرې کېږي خو په پاکستان کې د حکومت تر کنټرول لاندې مېډیا کې څوک د اسلام اباد تبعیضه تګلاره باندې خبری کولای نه شي او نه هم دا پوښتنه کولای شي چې څنګه د پارلېمان د اجازې پرته، د پاکستان پوځ د سعودي او ترکیې سره “مکه تړون” لاسلیک کړی دی.

خبر لرئ

هره ورځ مهمې کیسې خپل بریښنالیک ته ترلاسه کړئ.

د سعودي او یمن (حوثیان) جګړه کې پاکستان ولی یوازې د سعودي