پېښور کې ۳۰ ماشومان او یوه استاذه د حکومتي غفلت قرباني شول
Pashto Washington
editor
واشنګټن—د نارامه پښتونخوا پېښور کې د حکومتي غفلت او لاپرواهۍ له امله د یو سکول (ښونځي) د زړې ودانۍ د غورځېدو پېښه کې د زیارت/پنجشبې په سحر ۳۰ ماشومان او یوه استاذه په يو وخت وژل شوي دي.
د سکولونو د ودانیو د څارنې یا معاینې یو پخواني حکومتي چارواکي عبدالقدوس خان په سوشل مېډیا باندې خپره شوې یوه وېډیو کې وايي چې د ړنګ شوي سکول په اړه یې دوه درې کاله مخکې په یو رپوټ کې دغه وداني ښایسته حاله (ورسته او کمزورې) یاده کړې وه او د سکول مالک خان محمد ته یې لیکلي وو چې وداني خالي کړي ځکه چې یاده وداني خرابه شوې ده.
عبدالقدوس خان وايي چې که خبره یې منل شوی وی نو ولې به نن ګلونه ماشومان وژل کېدل.
په پېښور ښار کې د میاندو پلارونو او د سکول د ماشومانو لپاره په تېرو ۱۲ کالو کې دا دوېمه لويه غمیزه (ټرېجېډي) ده چې په یو وخت او په یوه ورځ په سکول کې دومره لوی شمېر ماشومان وژل کېږي. د دې وړاندې، په ۲۰۱۴م کې د ډسمبر په ۱۶مه په یو پوځي سکول باندې د ترهګرو په حمله کې د پېښور ښار ۱۳۲ ماشومان وژل شوي وو. د استاذانو په ګډون، په ياده پېښه کې د وژل شوو شمېر تر ۱۴۶ پورې وو.
عبدالقدوس خان وايي چې د ړنګ شوي سکول په اړه د رپوټ ورکولو وروسته د دغه ځای د قامي او صوبايي اسمبلیو غړو فضل الاهي او اصف خان دی دومره تنګ کړو چې ژوند یې ورله په جهنم کې بدل کړو. نوموړی زیاتوي چې د ګواښونو له امله یې کورنۍ او کډه یې مردان ښار ته یوړه.
په پښتونخوا کې د اوسني لګول شوي بېړني حالت او ګورنر راج لګولو وروسته د صوبې تر ټولو لوی واکمن ګورنر فیصل کریم کنډي ویلي چې د پېښې پلټنې به کېږي. پاکستان کې تل د دغه ډول پېښو وروسته پلټنې کېږي خو د لومړیو څو ورځو یا اونیو د هلوګولو وروسته خلک دغه غمیزې هېرې کړي او غفلت کونکي بېرته اذاد ګرځي.
د غفلت کونکو سره د حساب کتاب د نشتوالي تازه مثال د پولیسو د یو بدنام زمانه مشر راو انور د هر ډول جرم نه د پاکولو ګام دی. په نوموړي باندې په کراچۍ کې د عدالت پرته د پښتون ځوان نقیب الله مسید د وژنې تر څنګ د ۲۰۰و زیاتو د نورو کسانو د وژنې تور وو خو عدالت هغه او ورسره نور پولیس د دغه تور نه بري کړي دي.
د پېښور د سکول د نړېدو پېښه کې د وژل شوو ۳۰و ماشومانو او یوې استاذې د وژلو خبر په نړیواله کچه په سوشل مېډیا او خبري ادارو کې چاپ شوی دی. په امریکا کې نفوذ لرونکي فعال ماریو ناوفل هم دغه خبر په اېکس چولی دی.
د امریکا سفارت په اېکس پاڼه لیکلي چې د پېښور غمژنو کورنیو او خلکو سره غمرازي کوي.
د برتانیه د پاکستان، اففانستان او شمالي افریقه لپاره مرستیال وزیر سټیون ډوټي هم په پېښه خفګان ښودی.
پاکستاني پولیسو ویلي چې د نړېدلي شخصي سکول مالک یې نیولی، او ګورنر ویلي چې د هر وژل شوي ماشوم کورنۍ ته به یو ملین روپۍ او ژوبل ته دوه لکه روپۍ و کوي.
د سکولونو د ودانیو د معاینو پخواني څارونکي په خپل وېډیوي پېغام کې د حکومت نه غوښتنه کړې چې غفلت کونکو ته دې سخته سزا ور کړل شي.
خبر لرئ
هره ورځ مهمې کیسې خپل بریښنالیک ته ترلاسه کړئ.
