پښتونخوا کې پولیو یو بل ماشوم معذوره کړو-څښکال دا نهمه پېښه ده
پاکستانخیبر پښتونخواافغانستان

پښتونخوا کې پولیو یو بل ماشوم معذوره کړو-څښکال دا نهمه پېښه ده

PW

Pashto Washington

editor

واشنګټن— د پاکستان روغتیايي چارواکي وايي د زیارت/پنجشنبې په ورځ د پښتونخوا په خیبر کې د پولیو د یوې نوې پېښې سره په هېواد کې په 2026م کې د پولیو د پېښو شمېر 9و ته ورسېد.

د پاکستان د پولیو څارنې مرکز وايي تازه پېښه کې د پولیو وایرس وهلی ماشوم د اووه میاشتو دی او د باړې تحصیل د مستک یونین کونسل اوسېدونکی دی.

د پولیو د مخنیوي ملي مرکز ویلي، دا سږ کال په خیبر ولسوالۍ کې درېیمه او په خیبر پښتونخوا کې اوومه پېښه ده. دوه نورې پېښې د کراچۍ په داسې سیمو کې شوي چې پښتانه ورکې په ګڼ شمېر ژوند کوي، البته، چارواکو د پولیو ځپلو د توکم یا د هغوی د پلارني ټاټوبي په اړه څه ویلي نه دي.

د مرکز په وینا، د خیبر ولسوالۍ په دغو درېیو واړو پېښو کې موندل شوی د پولیو وایرس له افغانستان سره جنیټیکي اړیکې لري. 

افغانستان هم سږ کال د پولیو له سختې وبا سره مخ دی او 50 پېښې پکې ثبت شوې دي. دا وضعیت د دواړو هېوادونو ترمنځ د وایرس د لېږد او خپرېدو څرګندونه کوي.

د پولیو وایرس د مخنېوي لپاره ماشومان واکسین ته ضرورت لري خو د پاکستان او افغانستان د پښتنو په سیمو کې د ملایانو لخوا د پولیو د واکسین پر ضد پروپېګنډې او د پولیو واکسین ورکونکو ډلو باندې د تندلارو طالبانو حملو د پښتنو په کورونو کې هر نوی زېږېدلي ماشوم د ټول عمري معذورۍ له خطر سره مخ کړی دی.

د افغانستان او پاکستان پرته، په پاتې نړۍ کې روغتیایي ساینس پولیو ته ماتې ورکړی خو دا وایرس اوس هم په دواړو هېوادونو کې د پښتنو په سیمو کې ماشومان معذوره کوي. د ځینو بهرنیو روغتیایي ادارو چارواکو په مطبوعاتي کانفرنسونو کې د پولیو وایرس د “پښتون وایرس” په توګه هم یاد کړی ځکه چې دا وایرس په نورو ځایونو کې ماشومانو ته په دوامداره توګه د واکسین په ورکولو سره ختم کړل شوی دی.

په 2026 کال کې د پولیو واکسین ورکونکو باندې بریدونه

په پاکستان کې ماشومانو ته د پولیو د واکسین ورکولو بهیر د وسله‌والو بریدونو، تښتونو او امنیتي ستونزو سره هم مخ دی. څښکال داسې نهه پېښې شوي چې د پولیو د واکسین ورکونکې ډلې د تشدد سره مخ شوي دي.

فبروري-چمن

د بلوچستان پښتون مېشته سیمه چمن کې د پولیو واکسین ورکونکې ډلې باندې ډزو کې یو پولیس ووژل شو.

د اپرېل ۱۳مه – هنګو

د خیبر پښتونخوا په هنګو کې وسله‌والو د پولیو واکسین کوونکو د امنیت لپاره ګمارل شوو پولیسو باندې ډزې وکړې. په برید کې یو پولیس ووژل شو او څلور نور ټپیان شول. دا برید د اپرېل د ۱۳مې د پولیو د ملي کمپاین په لومړۍ ورځ ترسره شو.

د اپرېل 15مه—بنو، هنګو او نصیر اباد

د پښتونخوا په دواو ښارونو او د بلوچستان په نصیر اباد کې بیا د واکسین ورکونکو ډلو ډزې وشوې او په نصیر اباد کې یې یو پولیس ووژلو.

د مۍ 18مه-باجوړ

په دغه ورځ په باجوړ کې په دواو جلا پېښو کې د پولیو د ډلو ساتونکي دوه پولیس ووژل شول.

سپټمبر – نوشکي

د بلوچستان په نوشکي ولسوالۍ کې هم د پولیو د واکسین د ډلې پر امنیتي ساتونکو برید وشو او دوه پولیس ووژل شول. 

د نومبر 2مه – ټانک

د خیبر پښتونخوا په ټانک ولسوالۍ کې وسله‌والو څلور د پولیو واکسین کارکوونکي وتښتول او نامعلوم ځای ته یې انتقال کړل. پولیسو د هغوی دموندلو لپاره د لټون عملیات پیل کړل.

د نومبر 3مه – مومند

د مومند ولسوالۍ په پنډیالي تحصیل کې وسله‌والو پر هغو پولیسو ډزې وکړې چې د پولیو واکسین ډلې د ساتنې لپاره روان وو. په برید کې دوه پولیس، ظهور خان او اربای خان، ووژل شول او یو بل ټپي شو. 

د نومبر 3مه – جنوبي وزیرستان

په کوز جنوبي وزیرستان کې دوه د پولیو واکسین کارکوونکي د وسله‌والو له خوا وتښتول شول، خو وروسته خوشې شول. 

د نومبر 4مه – جمرود

د خیبر ولسوالۍ په جمرود سیمه کې د پولیو د واکسین د ډلې مشر، جلیل خان، د وسله‌والو له خوا وتښتول شو. پولیسو د هغه د موندلو لپاره عملیات پیل کړل.

د دغو پېښو تر څنګ، د نومبر په لومړیو کې د پولیو د کمپاین پر مهال د امنیتي ځواکونو پر وړاندې د بریدونو او د واکسین ورکوونکو د تښتولو پېښو په خیبر پښتونخوا کې د واکسین د پروګرام امنیتي وضعیت نور هم ستونزمن کړی دی.

خبر لرئ

هره ورځ مهمې کیسې خپل بریښنالیک ته ترلاسه کړئ.

پښتونخوا کې پولیو یو بل ماشوم معذوره کړو-څښکال دا نهمه پېښه